نن د اګسټ ۱۵مه د طالبانو د بیا واکمنېدو پنځه کاله پوره شول؛ هغه ورځ چې طالبان یې د خپلې «بریا» او د افغانستان د «ازادۍ» د ورځې په توګه یادوي، خو د ګڼو افغانانو لپاره د ۲۰۲۱ کال د همدې ورځې یادونه له ویرې، بېباورۍ، ګډوډۍ او د راتلونکي د نامعلوم برخلیک له احساس سره تړلې ده.
د ټولنیزو رسنیو ګڼو افغان کاروونکو او فعالانو د اګسټ ۱۵مې په مناسبت پنځه کاله وړاندې خپلې خاطرې بیا شریکې کړي او دا ورځ یې د افغانستان په معاصر تاریخ کې له تر ټولو دردناکو ورځو بللې ده.
دوی وايي، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه د جمهوري نظام ناڅاپي سقوط، د ملي پوځ او امنیتي ځواکونو له منځه تلل، د طالبانو په لاس د هېواد د لویو ښارونو او ولایتونو سقوط او د کابل له هوايي ډګر د خلکو د وتلو هڅو داسې وضعیت رامنځته کړی و چې ډېرو افغانانو یې تصور هم نه شو کولی.
د دوی په وینا، د هغې ورځې وېرې، ګډوډۍ، بېباورۍ او د راتلونکي په اړه اندېښنې په تېرو پنځو کلونو کې د ښځو او نجونو د زدهکړو او کار محدودېدو، د مدني او سیاسي ازادیو د کمېدو او د ګڼو افغانانو د کډوالۍ له دوام سره لا ژورې شوې دي.
خو د طالبانو حکومت او ملاتړي یې د اګسټ ۱۵مه په بل ډول یادوي. دوی دا ورځ د «بریا»، د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د افغانستان د «ازادۍ» د ورځې په توګه نمانځي او د طالبانو له حکومت خپل ملاتړ څرګندوي.
په دې توګه، د اګسټ ۱۵مه د پنځو کلونو له تېرېدو وروسته لا هم د افغانانو لپاره یوه ګډه خو ژوره متفاوته معنا لري؛ طالبان یې د بریا ورځ بولي، خو د ډېرو افغانانو په حافظه کې د نظام د سقوط، بېبرخلیکۍ او یوې نوې او له سختو محدودیتونو ډکې دورې د پیل په نوم پاتې ده.

