شنبه, اگست 29, 2026
Homeاقتصادد امریکا د خزانې وزیر: له ایران سره مو اقتصادي جګړه پیل...

د امریکا د خزانې وزیر: له ایران سره مو اقتصادي جګړه پیل کړې

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنت وايي، واشنګټن د دوشنبې له سهار راهیسې د ایران پر وړاندې د اقتصادي جګړې نوی پړاو پیل کړی دی.

بسنت دغه اقدام د ایران د حکومت پر وړاندې د امریکا د عملیاتو وروستی پړاو بللی او ویلي یې دي چې دا به د ایران پر مالي نظام سخت فشارونه وارد کړي.

نوموړي زیاته کړې: «دا تر ټولو ستر مالي یرغل دی چې تر اوسه د امریکا د یوه دښمن پر وړاندې ترسره شوی دی.»

د امریکا د خزانې وزیر د دې عملیاتو د موخو او د ایران پر اقتصاد د احتمالي اغېزو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د امریکا او ایران ترمنځ د اقتصادي فشارونو د زیاتېدو خبرې په داسې حال کې راپورته شوي چې د دواړو هېوادونو اړیکې له اوږدې مودې راهیسې له جدي ترینګلتیا سره مخ دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here