یکشنبه, فبروري 22, 2026
Homeافغانستاند افغان ملت ګوند مشر:د پاکستان بریدونه دې بې حسابه نه پاتې...

د افغان ملت ګوند مشر:د پاکستان بریدونه دې بې حسابه نه پاتې کېږي

د افغان ملت ګوند مشر ستانه ګل شیرزاد د افغانستان پر خاوره د پاکستان وروستي بریدونه په کلکو ټکو غندلي او ویلي چې دغه بریدونه د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې سبب شوي دي.

نوموړي په خپره شوې اعلامیه کې پاکستان د افغانستان ازلي دښمن بللی او تور یې پورې کړی چې د دغه هېواد سیاستونه او کړنې د اسراییلو له ظالمانه کړنو سره ورته والی لري.

هغه زیاته کړې چې په دې وروستیو کې پاکستاني چارواکو په ښکاره له اسراییلو سره خپل نږدېوالی څرګند کړی، چې د ده په وینا دا چاره د قضاوت لپاره روښانه ثبوت ګڼل کېږي.

د اعلامیې له مخې، د روژې په مبارکه میاشت کې د یوه مسلمان ګاونډي هېواد پر حریم تېری او د بې‌ګناه ملکیانو وژل د اسلامیت او انسانیت خلاف عمل بلل شوی او ټینګار شوی چې افغان ولس به دا ډول کړنې هېڅکله هېرې نه کړي.

ستانه ګل شیرزاد همداراز د طالبانو پر حکومت نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د دا ډول بریدونو د مخنیوي لپاره باید د مسؤلیت احساس او عملي ګامونه واخیستل شي، نه دا چې پېښه د پاکستان د «یوې ځانګړې کړۍ» کار وبلل شي.

په اعلامیه کې له افغانانو او نړیوالې ټولنې غوښتنه شوې چې د عدالت، نړیوال قانون او بشري کرامت د دفاع لپاره خپل مسؤلیت ادا کړي او پرې نه ږدي چې د ملکي وګړو وینه بې حسابه پاتې شي.

د اعلامیې په پای کې راغلي چې افغانستان باید د جیوپولیټیکي سیالیو ډګر نه، بلکې د قانون، حاکمیت او متقابل درناوي پر بنسټ یو خپلواک او امن هېواد وي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here