د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال عبدالرحمن قانت د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ د ګډې خونې له رییس جفري ګريګو سره په کتنه کې د افغانستان د کانونو په سکتور کې د پانګونې او همکاریو د پراختیا پر موضوعاتو خبرې کړې دي.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ د ګډې خونې رییس په دې برخه کې د پانګونې د جذب او پراختیا لپاره د همکاریو ډاډ څرګند کړی دی.
په مقابل کې، د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت مرستیال د بهرنیو پانګوالو د لېوالتیا هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د هېواد د کانونو په سکتور کې به د معتبرو شرکتونو د پانګونې لپاره د موجودو قوانینو او کړنلارو له مخې لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
په دې ناسته کې د افغانستان د کانونو د استخراج او د دې سکتور د پراختیا اړوند پر نورو تخنیکي او عملي مسایلو هم بحث شوی دی.
یاده دې وي چې د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ د ګډې خونې رییس تر دې وړاندې هم د طالبانو حکومت له بېلابېلو چارواکو سره لیدنې کړې او د اقتصادي همکاریو پر موضوعاتو یې خبرې کړې دي.

