د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي پر ننګرهار او پکتیکا ولایتونو د پاکستان وروستي هوايي بریدونه په کلکو ټکو وغندل او دا یې د افغانستان د ملي حاکمیت څرګند نقض وباله.
نوموړي په خپله ایکس پاڼه ویلي، پر ملکي سیمو ترسره شوي بریدونه د نړیوالو اصولو او د ښه ګاونډیتوب خلاف عمل دی، او ټینګار یې کړی چې دا ډول کړنې د سیمې ثبات ته زیان رسوي.
کرزي د بریدونو له امله د شهیدانو له کورنیو سره ژوره خواخوږي څرګنده کړه، ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا دعا وکړه او له پاکستانه یې وغوښتل چې د افغانستان په اړه پر خپلو پالیسیو بیاکتنه وکړي.
هغه یو ځل بیا پر پاکستان غږ وکړ چې د شخړو پر ځای د ښه ګاونډیتوب او متقابل درناوي لاره خپله کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا پیاوړې کړي.

