شنبه, اگست 29, 2026
Homeامنیتجان محمد بلېډي د پاکستان حکومت ته: «تاسو څلور ایالتونه نه شئ...

جان محمد بلېډي د پاکستان حکومت ته: «تاسو څلور ایالتونه نه شئ اداره کولی، ۲۵ به څنګه اداره کړئ؟»

د پاکستان سناتور جان محمد بلېډي په سنا کې د حکومت د مدیریت پر کمزورتیا سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې حکومت ان د هېواد اوسني ایالتونه په سمه توګه نه شي اداره کولی.

بلېډي د پاکستان حکومت ته په خطاب کې ویلي: «تاسو څلور ایالتونه هم نه شئ اداره کولی، ۲۵ به څنګه اداره کوئ؟»

نوموړي د بلوچستان او خیبر پښتونخوا امنیتي وضعیت ته په اشارې ویلي: «ټول بلوچستان سوځي او ټوله خیبر پښتونخوا سوځي.»

بلېډي په اسلام‌اباد کې د عامه خدمتونو او روغتیايي مرکزونو د وضعیت په اړه هم نیوکه کړې او د پلازمېنې (PIMS) روغتون کې یې د وروستۍ اورلګېدنې پېښې ته اشاره کړې ده.

هغه ویلي، «دا ستاسو د اسلام‌اباد حال دی، چې هلته یو روغتون کې حتی اور هم نه شئ مړ کولی.»

د پېمز روغتون د نسایي او ولادي څانګې د اورلګېدنې په وروستۍ پېښه کې ۱۴ نوي زېږېدلي ماشومان مړه شوي وو.

سناتور بلېډي دغه پېښه د عامه روغتونونو د خوندیتوب او د حکومت د مدیریت د جدي کمزورتیا نښه بللې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here