دوشنبه, اگست 3, 2026
Homeبشري حقونهثناءالله بلوچ: تر هغې چې بلوچستان د خلکو له سترګو ونه کتل...

ثناءالله بلوچ: تر هغې چې بلوچستان د خلکو له سترګو ونه کتل شي، ستونزې به یې درک نه شي

د پاکستان د پارلمان پخواني غړي او بلوچ سیاستوال ثناءالله بلوچ ویلي، د بلوچستان او اسلام‌اباد ترمنځ اصلي واټن یوازې جغرافیایي نه، بلکې د احساس، لیدلوري او لومړیتوبونو واټن دی.

ثنالله بلوچ په یوه خپاره کړي بیان کې د بلوچستان او اسلام‌اباد ترمنځ شاوخوا ۱۰۰۰ کیلومتره واټن ته په اشارې ویلي، لکه څنګه چې له لوړې ارتفاع د ځمکې شیان ډېر واړه ښکاري، همداسې د اسلام‌اباد واکمنو ته د بلوچستان ستونزې هم کوچنۍ ښکاري.

هغه ویلي، د بلوچستان بشري، اساسي قانوني او پرمختیايي ستونزې له لېرې نه شي درک کېدای او د سیمې خلک له ګڼو ننګونو، لکه د اوبو کمښت، د ښوونځیو تړل کېدو، بې‌کارۍ او د بنسټیزو حقونو د نشتوالي سره مخ دي.

سیاستوال ثناءالله بلوچ ټینګار کړی تر هغه چې بلوچستان د سیمې د خلکو له نظره او د هغوی پر خاوره د درېدو له زاویې ونه کتل شي، د دې سیمې ستونزې به په خپل اصلي شدت ونه لیدل شي.

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال په بلوچستان کې د سیاسي او امنیتي ګډودیو له امله د بلوڅانو ستونزې او ننګونې تر بل هر وخت زیاتې شوې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here