په روم کې مېشتې ازادې خبریالې سیلويا بوکاډري ویلي چې افغانستان د تېرو جګړهییزو کلونو په پرتله اوس تر ډېره خوندي شوی، خو د ښځو د حقونو، د نجونو د زدهکړو او اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنې لا هم دوام لري.
هغې د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه د خبرو پر مهال څرګنده کړې چې اروپايي هېوادونه هڅه کوي د کډوالۍ بهیر تر کنټرول لاندې وساتي او په عین وخت کې له واکمنو چارواکو سره خپلې اړیکې هم وساتي، خو د ښځو پر بنسټیزو حقونو او ټولنیزو فعالیتونو محدودیتونه لا هم یوه مهمه اندېښنه ده.
بوکاډري ویلي چې کابل، لښکرګاه او د هېواد یو شمېر شمالي سیمو ته یې سفرونه کړي او هلته یې د روغتیايي مرکزونو له ډاکټرانو، روغتیاپالو او ناروغانو سره لیدنې کړې دي.
د هغې په وینا، ډېرو خلکو ورته ویلي چې امنیتي وضعیت ښه شوی، خو د خلکو اقتصادي ژوند لا هم له سختو ستونزو سره مخ دی.
نوموړې زیاته کړې چې د ۲۰۲۱ کال وروسته د نړیوالو مرستو کمېدو د افغانستان پر اقتصاد منفي اغېز کړی او ګڼ شمېر کورنۍ یې د بېوزلۍ له ګواښ سره مخ کړې دي.
د هغې په خبره، روغتیايي کارکوونکي وایي چې اوس ډېری روغتیايي او رواني ستونزې د بېکارۍ، اقتصادي فشارونو، کورني تاوتریخوالي او ټولنیزو ستونزو له امله رامنځته کېږي.
بوکاډري همداراز ویلي چې ښځینه ډاکټرانې او روغتیاپالې لا هم په ځینو روغتیايي مرکزونو کې فعالیت کوي، خو که په راتلونکې کې پر دغو دندو هم محدودیتونه ولګېږي، نو ښځې به روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي له جدي خنډونو سره مخ شي.
هغې د کابل او کلیوالو سیمو ترمنځ د پام وړ توپیر ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې په پلازمېنه کې ښځې لا هم په ټولنیز ژوند کې تر یوه حده حضور لري، خو په لرو پرتو سیمو کې محدودیتونه ډېر محسوس دي.
د ایټالیايي خبریالې په وینا، د سفرونو پر مهال یې د خلکو د اندېښنې او وېرې فضا له نږدې احساس کړې ده.
هغې وویل چې ډېری کسان د خپلو نظرونو له څرګندولو ډډه کوي، ځکه وېره لري چې خبرې یې ستونزې رامنځته نه کړي.
نوموړې د نجونو د زدهکړو موضوع هم مهمه بللې او زیاته کړې چې ډېری کورنۍ د خپلو لوڼو د راتلونکې په اړه اندېښمنې دي.
د هغې په وینا، شتمنې کورنۍ د بدیلو زدهکړیزو لارو امکانات لري، خو ګڼې بېوزلې کورنۍ نه شي کولای خپلو لوڼو ته د زدهکړو فرصت برابر کړي.

