یکشنبه, اگست 30, 2026
Homeامنیتایران: د امریکا ته مو لا ډېرې «حیرانوونکې» چارې په پام کې...

ایران: د امریکا ته مو لا ډېرې «حیرانوونکې» چارې په پام کې نیولي

د ایران د دفاع وزیر مجید ابن‌الرضا وايي، تهران د خپلو دښمنانو په ځانګړي ډول د امریکا لپاره ګڼ شمېر «حیرانوونکي» اقدامات په پام کې لري.

ابن‌الرضا د جمعې په ورځ ویلي، ایران نه غواړي په اوس وخت کې د دغو اقداماتو جزییات افشا کړي، خو د دوی علمي وړتیاوې، ځوانان او د دفاعي صنایعو روان فعالیتونه به دښمنانو ته «ښه حیرانتیاوې» ولري.

هغه ټینګار کړی چې د ایران د دغو اقداماتو پایلې به په مناسب وخت کې د دغه هېواد دښمنانو ته معلومې شي.

د راپورونو له مخې، ایران ادعا کوي چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې په منځني ختیځ کې د امریکا پوځي او استخباراتي تاسیساتو ته میلیاردونه ډالره زیان اړولی دی.

بلخوا، راپورونه وايي چې امریکا د بالستیک توغندیو د شنډولو لپاره د خپلو دفاعي توغندیو له کمښت سره مخ ده؛ هغه سیستمونه چې جوړول یې ډېر وخت او لګښت غواړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here