د اندونیزیا ختیځ ساحل ته څېرمه د ۷.۷ درجې زورورې
زلزلې له امله ۳۸ کسان مړه شوي دي.
د دغه هېواد د طبیعي پېښو د مدیریت ادارې (BNPB) مشر سوهاریانتو ویلي، ۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
زلزله د فلورس ټاپو په شمال کې د ختیځ نوسا تنګارا سیمې ته څېرمه رامنځته شوې او د ودانیو د نړېدو، ځمک- ښوېدنې او د سړکونو د بندېدو لامل شوې ده.
دا مهال شاوخوا ۲ زره کسان له خپلو کورونو بې ځایه شوي او د خوندي سیمو پر لور تللي دي.

