د امریکا حکومت د نړۍ په کچه د سفارتونو او کونسلګریو له لارې د کډوالۍ ویزو د مرکې ځینې مهالویشونه په موقتي ډول ځنډولي یا بدل کړي دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په ټولو سفارتونو او کونسلګریو کې یې د کونسلي کارکوونکو لپاره نړیوال روزنیز پروګرام پیل کړی او د دې روزنې د ترسره کېدو لپاره د ویزو د خدماتو مهالویشونه تنظیمېږي.
د وزارت په وینا، دغه روزنه به کونسلي کارکوونکو سره مرسته وکړي چې د ویزې غوښتونکي په هر اړخیز او یو ډول وارزوي، په ځانګړي ډول دا معلومه کړي چې ایا غوښتونکی به په امریکا کې پر عامه مرستو متکي وي که نه.
هغه کسان چې مخکې یې د مرکې وخت اخیستی و، ځینو ته د وخت د بدلېدو خبر ورکړل شوی او د نوې نېټې په اړه به وروسته معلومات ورکړل شي.
تر اوسه د مرکې د وختونو د بېرته عادي کېدو کره نېټه نه ده اعلان شوې.

