جمعه, اگست 21, 2026
Homeاقتصادامریکا پر ایران د بندیزونو لګولو لپاره له چین مرسته غوښتې خو...

امریکا پر ایران د بندیزونو لګولو لپاره له چین مرسته غوښتې خو چین یې نه مني

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ ویلي، واشنګټن به پر ایران د تاریخ «تر ټولو سخت بندیزونه» ولګوي او موخه یې د ایران د حکومت نسکورول دي.

نوموړي له چین او نورو هېوادونو غوښتي چې د تهران د اقتصادي منزوي کولو په هڅه کې ورسره یوځای شي.

بېسنټ ویلي، د امریکا د فشار کمپاین به د ایران پر وړاندې د سمندري محاصرې او نویو اقتصادي بندیزونو پر ګډ اقدام ولاړ وي او د بندیزونو جزئیات به د اګست په ۲۴مه اعلان کړي.

چین بیا د امریکا دا تګلاره رد کړې او ویلي یې دي چې اضافي بندیزونه به روانې ستونزې لا پسې پېچلي کړي.

چین د ایران د تېلو له مهمو پېرودونکو دی چې د ایران د صادرېدونکو تېلو له ۸۰ سلنې ډېره برخه اخلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here