چهارشنبه, اگست 26, 2026
Homeکورپاڼهامریکا د داعش خراسان د دوو مشرانو پر سر تر ۱۸ میلیونه...

امریکا د داعش خراسان د دوو مشرانو پر سر تر ۱۸ میلیونه ډالرو جایزه اعلان کړې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د «عدالت لپاره د جایزې» پروګرام له لارې د داعش خراسان د دوو مهمو مشرانو ثناءالله غفاري مشهور په شهاب المهاجر او عبیدالله په اړه د معلوماتو پر سر په ټولیز ډول تر ۱۸ میلیونه ډالرو پورې جایزې ټاکلې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په رسمي معلوماتو کې د ثناءالله غفاري په اړه د معلوماتو لپاره تر ۸ میلیونه ډالرو پورې جایزه ښودل شوې او د عبیدالله په اړه د معلوماتو لپاره یې تر ۱۰ میلیونه ډالرو پورې جایزه ټاکلې ده.

د امریکا په وینا، غفاري د داعش خراسان مشر دی او د دې ډلې د عملیاتو د تایید او د عملیاتو لپاره د مالي سرچینو د برابرولو مسوولیت لري.

عبیدالله بیا د داعش خراسان د بریدونو په پلانولو، د بریدګرو ډلو په قومانده او د دې ډلې د مالي چارو په مدیریت کې مهم رول لري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here