جمعه, اگست 7, 2026
Homeافغانستانافغانستان کې د طب پاکستاني زده‌کړیالانو له خپل حکومت د عادلانه تګلارې...

افغانستان کې د طب پاکستاني زده‌کړیالانو له خپل حکومت د عادلانه تګلارې غوښتنه وکړه

په افغانستان کې د طب پاکستاني زده‌کړیالانو د پاکستان د طبي او غاښونو شورا (PMDC) له وروستیو پالیسیو اندېښنه ښودلې او له دغه بنسټ یې د عادلانه او قانوني چلند غوښتنه کړې ده.

دوی په اسلام‌اباد کې د یوې خبري غونډې پر مهال ویلي چې زرګونو پاکستاني زده‌کړیالانو په افغانستان کې خپلې طبي زده‌کړې د هغو اصولو او پېژندنې له مخې پیل کړې وې چې د نوم‌لیکنې پر مهال نافذ وو، خو اوس د پي‌اېم‌ډي‌سي نوې تګلارې د دوی راتلونکی له ګواښ سره مخ کړی دی.

افغانستان کې د طبي پوهنتونونو پاکستاني زده‌کړیالانو له یادې شورا غوښتي چې نوې پالیسۍ دې پر پخوانیو زده‌کړیالانو نه عملي کوي، ځکه دا به هغه کسان زیانمن کړي چې په قانوني ډول یې زده‌کړې پیل کړې دي.

دوی همداراز غوښتنه کړې چې د زده‌کړیالانو له استازو سره دې مشورې وشي او وړ فارغانو ته دې د قانون له مخې د ثبت بشپړولو عملي لاره برابره شي.

زده‌کړیالانو ویلي چې غواړي دا موضوع د قانوني او اساسي لارو له مخې حل شي او د طب د زرګونو پاکستاني زده‌کړیالانو علمي راتلونکی خوندي پاتې شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here