اسرائیلي ورځپاڼې «یدیعوت اخرونوت» په یوه راپور کې ادعا کړې چې د ایران د وژل شوي مذهبي مشر علي خامنهاي زوی، مجتبی خامنهاي، د وروستۍ جګړې پر مهال سخت ټپي شوی دی.
د راپور له مخې، نوموړی خپله یوه پښه له لاسه ورکړې او د مخ د جدي ټپونو سره مخ شوی دی.
ورځپاڼه زیاتوي چې هغه اوس هم هوښیار حالت کې دی او امکان شته چې په نږدې راتلونکې کې له هغه پټنځي څخه راووځي چې تر اوسه پکې ساتل کېږي.

