ورورسته له هغه چې په ټولنیزو رسنیو کې د ټلویزیون د مشرانو سره د شیخ هبت الله اخوندزاده د لیدنې او د نوموړي له لورې د ټلویزیوني نشراتو د بندیدو خبرونه خپاره شول، حماسه میډیا په جنوب او جنوب لویدیځ کې د یوشمیر رسنیو له خاوندانو سره خبرې وکړې.
د یوه راډیو ټلویزیون یوه مسول چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي حماسه میډیا ته وویل چې دوی کندهار ته غوښتل شوي وو؛ خو د طالبانو مشر شیخ هبت الله ورسره ونه لیدل.
هغه وویل:” موږ کندهار ته وغوښتل شو؛ خو کله چې هلته ورسېدو، طالب چارواکو زموږ لېدنه بیرته لغوه کړه او راته یې وویل چې شیخ هبت الله اخندزاده اوس وخت نه لري.“
نوموړي زیاته کړه چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي معلومات ناسم دي او د ملا هبت الله سره د دوی د لېدنې اوازې سمې نه دي.

