د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چې هېواد یې د روغتیا له نړیوال سازمان څخه وځي.
نوموړي پر دې سازمان د بې غورۍ تور پورې کړی او ویلي یې دي، چې دوی د کرونا او نور بحرانونه په سم ډول مدیریت نشو کړی.
دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ تېره شپه په خپلو خبرو کې دا هم ویلي و، چې د ګلخانهيي ګازونو له تړون څخه یې هم ځان ووېست.

