دوشنبه, دسمبر 8, 2025
Homeافغانستانهرات؛په ادرسکن ولسوالۍ کې یو سړي خپله مېرمن، پلار او مور وژلي

هرات؛په ادرسکن ولسوالۍ کې یو سړي خپله مېرمن، پلار او مور وژلي

د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې یو سړي د خپلې کورنۍ درې غړي وژلي دي.

د هرات د طالبانو امنیې قوماندانۍ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، دغه سړي تېره شپه له خپلې مېرمن سر پرې کړی او خپل پلار او مور یې د چاقو په وسیله وژلي دي.

سیمه‌ییزې سرچینې هم دا پېښه تاییدوي او وايي، قاتل له پېښې وروسته تښتېدلی دی.

امنیتي چارواکي وايي، د دې پېښې لامل تر اوسه څرګند نه دی او د قاتل د نیولو هڅې روانې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here