نزار قباني، “زما او د شعر کیسه”
ژباړونکې: نظیفه دفتاڼۍ
زه د شعر د تفسیر لپاره ځانګړې تیوري نه لرم. که مې داسې تیوري درلودای، شاعر به نه وای. کله چې موږ پام یو څه ته کوو، د کار ترسره کېدل ځنډیږي. لکه کله چې یو نڅاګر خپلو ګامونو ته وګوري، له نڅا پاتې کېږي.
شعر یوه نڅا ده او د هغه په اړه خبرې کول، یعنې څنګه د ګامونو پام کول. زه په ښکاره وایم چې غواړم نڅا وکړم او هېڅ پروا نه لرم چې خپل ګامونه وشمېرمه، ځکه کله چې د هغه په اړه فکر کوم چې څه کوم، خپل توازن له لاسه ورکوم. شعر د کلمو سره نڅا ده. یوه نڅا چې د ټول بدن، ټول ارادي او غیر ارادي احساساتو، د ښکاره او پټو برخو، او ټولو ممکنو او ناممکنو هیلو سره ترسره کېږي.
هغه کسان چې نثر لیکي، له کومې ستونزې سره نه مخ کېږي. دوی په طبیعي ډول قدم وهي او قلم په حسابشوی او منطقي توګه حرکت کوي. دوی په پیادهرو کې ګامونه اخلي، مګر شاعران یوه وحشي نڅا کوي.
زه شعر لیکم خو نه پوهېږم څنګه؟ لکه څنګه چې یو کب نه پوهېږي څنګه لامبي، یا یوه مرغۍ نه پوهېږي څنګه الوزي. تر هغه وخته چې شعر په شاعر کې وي، لکه یو ځلاند نیزه داسې دی. دا ستونزمنه ده چې د نیزې ریښتیني اندازه او د هغې ژوروالی معلوم کړو، ځکه چې غوښه او نیزه سره یو شوي دي. د شاعر لپاره دا ستونزمنه ده چې په اړه یې غور وکړي چې په هغه څه کې دننه څه پېښېږي. دا کار داسې ستونزمن دی لکه څنګه چې یوه ګل هڅه وکړي خپل عطر بوی کړي، یا خوله هڅه وکړي ځانته مچکه ورکړي. له همدې امله زه د هغه زلزلې په اړه، چې زما د پوست لاندې جریان لري، هېڅ تیوري نه لرم چې له کوم ځای څخه راځي او چیرې ځي. زه دې زلزلې ته د تسلیمۍ او بېحسۍ په حالت کې مخامخ کېږم او له خپلې خاورې او کنډوالې څخه راپورته کېږم، خو نه پوهېږم چې څه پېښ شوي دي!
شعر یوه ناڅاپي حمله ده چې زموږ په وجود کې لویه تشه رامنځته کوي، او له دې وړاندې چې موږ وکولای شو هغه ونیسو، هغه تښتي.
دا زما لومړنۍ نظریه ده چې د شعر په اړه لرم او دا زما ځانګړې نظریه ده. د نورو تجربې کېدای شي له ما سره په بشپړه توګه توپیر ولري. له همدې امله وایم چې په شعر کې ځانګړې تیوري نشته. هر شاعر خپله ځانګړې تیوري لري.
خو شعر چیرې ژوند کوي؟
هر کله مې چې هڅه کړې هغه تعقیب کړم ترڅو معلومه کړم چې چیرته اوسیږي، له ما څخه تښتیدلی دی. درې لسیزې کېږي چې زه هڅه کوم چې هغه په ناڅاپي توګه پیدا کړم، خو هر ځل هغه خپله د غیب کلاه په سر کړي او لکه یو پاک روح په هوا کې ورک شي. له دې ټولو کلونو وروسته مې وموندله چې شعر یوه افسانوي ځناور دی چې خلکو په خپلو سترګو نه دي لیدلي، خو د هغه نښې په ځمکه او په کتابونو کې لیدل شوې دي. هغه کسان چې په اړه یې څه لیکلي، پوهېدلي دی چې دوی یو افسانوي موجود تعقیبوي، چې کله هم نه نیول کېږي او نه بریالی کېږي.
شاعر شعر وايي، خو هغه د شعر د کیمیا تر ټولو بد مفسر دی. هغه په خپلو کتابونو کې مري، خو د خپل شعري مرګ وضاحت نه شي ورکولی. که له شکسپیر وغواړو چې د هملټ د تخلیق څرنګوالی راته وښيي، هغه به ناکام شي. که له بتهوون څخه د نهمې، پنځمې یا درېیمې سمفوني د زېږېدو په اړه پوښتنه وکړو، یا که له روبنس، ماتیس، وان ګوګ یا ګویا د رنګونو او سیورو د ترکیب په اړه وپوښتو، دوی به حیران یو بل ته وګوري. په شعر کې ستونزه لا زیاته ده، ځکه شاعر حتی په هغه وخت کې هم چې شعر لیکي، نه شي کولای تاسو ته ووايي چې دا څنګه کوي، او کله چې کار پای ته رسوي، کېدای شي هغه هېر کړي چې څنګه یې شعر ویلی دی.
دا مقدمه ممکن له حقیقت او خیال څخه ډېره لیرې وي، خو د شعر حقیقت چیرې دی؟ د هغه بڼه څه ده؟ او چیرته اوسیږي؟ دا څنګه ممکنه ده چې زه د شعر په اړه یوه علمي تفسیر ولرم، په داسې حال کې چې زه پخپله د هغه موضوع یم؟ یا څنګه زه کولای شم د خپل ټپ اندازه تاسو ته ووایم، په داسې حال کې چې زه خپله ټپ یم؟

