د طالبانو حکومت د قطر دفتر مشر سهیل شاهین وايي، په دغه هېواد کې یې د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره لیدنه د طالبانو د رسمیت پېژندنې لپاره ده.
هغه ویلي، د قطر دفتر د طالبانو او نورې نړۍ ترمنځ د پل دروازې حیثیت لري.
د شاهین په خبره، که دوی په رسمیت وپېژندل شي، نو له افغانستان سره به د نورو هېوادونو اقتصادي همکاري هم زیاته شي.

