د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې هېواد به یې له اوکراین سره د استانبول د سولې مذاکراتو له لارې شویو توافقاتو ته ژمن پاتې شي.
لاوروف دغه څرګندونې د مسکو په یوه خبري ناسته کې کړې او د اوکراین له خوا پر روسیې د وروستیو بېپېلوټه بریدونو غندنه یې کړې ده.
هغه ادعا کړې چې دا بریدونه د بریتانیا، جرمني او فرانسي په ملاتړ ترسره شوي، او هدف یې د سولې د خبرو ګډوډول دي.
لاوروف زیاته کړه: «سره له دې چې پر روسیې بریدونه کېږي، موږ د استانبول د خبرو اترو بهیر ته دوام ورکوو او خپلو ژمنو ته وفادار یو.»

