سه شنبه, اگست 25, 2026
Homeافغانستاند ښځو پر ورزش محدودیت؛ کابل کې ښځې له کلبونو وروسته اوس...

د ښځو پر ورزش محدودیت؛ کابل کې ښځې له کلبونو وروسته اوس له کور بهر قدم وهي

په کابل کې یو شمېر ښځې وايي، د طالبانو له‌خوا د ښځو پر ورزش د محدودیتونو او د ورزشي کلپونو له تړل کېدو وروسته، دوی د خپلې جسمي او رواني روغتیا د ساتنې لپاره اړې شوې چې په سړکونو او ازادو فضاوو کې ورزش وکړي.

د ۸صبح ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه ښځې وايي چې عامه ځایونه د مجهزو ورزشي کلپونو بدیل نه شي کېدای؛ ځکه هلته د تمرین لپاره اړینې اسانتیاوې نشته او دوی د مزاحمت، ځوروونکو کتنو او د محدودیتونو د زیاتېدو اندېښنه هم لري.

د کابل اوسېدونکې فوزیه وايي، د ورزشي کلپ له تړل کېدو وروسته اړ شوې چې هر سهار د خپل کور ترڅنګ په سړک کې تمرین وکړي، خو د وسایلو او مناسب چاپېریال نشتوالی یې د ورزش دوام ستونزمن کړی دی. بلې اوسېدونکې شازیې هم ویلي چې د کلپونو تړل کېدو د هغې پر روحیه منفي اغېز کړی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here