د ایټالیا مرستندویه سازمان انترسوس له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان په اړه خپله تګلاره بدله کړي او یوازې له بشري مرستو یې اوږدمهاله پراختیايي ملاتړ ته واړوي.
دغه سازمان ویلي، بشري مرستې د افغانانو د ژوند ژغورلو لپاره مهمې دي، خو د بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو د اصلي لاملونو د حل لپاره دوامدارې پراختیايي مرستې، په زدهکړو، روغتیا، سیمهییز اقتصاد او د خلکو د معیشت په برخو کې پانګونې ته اړتیا ده.
انترسوس همداراز سپارښتنه کړې چې نړیواله ټولنه دې د اساسي خدمتونو د ساتنې لپاره له باوري شریکانو سره تعامل ته دوام ورکړي.

