د جمعیت اسلامي د نور څانګې مشر عطا محمد نور د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د مخالفانو په اړه پر وروستیو څرګندونو سختې نیوکې کړې دي.
نور ویلي، متقي د مخالفانو او «خپلو نهبللو» قومونو په اړه له سپکوونکې ژبې کار اخیستی او په وینا یې، دا څرګندونې د نوموړي د اخلاقو د کمزورتیا ښکارندویي کوي.
نوموړي پر ټولو طالبانو هم نیوکه کړې او ادعا یې کړې چې دغه ډله د واک ته رسېدو پر مهال د پاکستان او بهرنیو وسلهوالو له ملاتړ برخمنه وه.
نور همداراز طالبان د بندیانو او د وژل شویو مخالفانو جسدونو ته په سپکاوي تورن کړي او د احمدشاه مسعود، عبدالرزاق اچکزي او عبدالعلي مزاري پر مزارونو یې د طالبانو د چلند یادونه کړې ده.

