د ښځو غږ غورځنګ له ښځو سره د تاوتریخوالي نړیوالې ورځې په مناسبت له طالبانو غوښتي چې افغانستان کې جنسیتي اپارتاید په رسمیت وپېژني.
دوی په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د بشري حقونو د نقض له کبله باید طالبان محاکمه شي.
د دوی په خبره، د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، افغانستان کې ښځې څنډې ته شوې، او دوی له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې اوس مهال افغان نجونې او ښځې له بد وضیعت سره مخ دي.

