پاکستاني رسنۍ وایي، چې د اسلاماباد سترې محکمې ددغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان د مېرمنې بشرا بيبي د ضمانت په بدل کې د خوشې کېدو امر کړی دی.
د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند هم ویلي چې محکمې د عمران خان د مېرمنې د خوشې کېدو حکم صادر کړی او پر ضد یې کومه دوسیه نشته.
د یادونې ده چې په عمران خان تور دی چې د خپلې دندې پرمهال یې د بهرنیو مشرانو له خوا ترلاسه شوي سوغاتونه د قانوني پړاوونو له تېرېدو پرته ضبط کړي او دا يې له قانونه سرغړونه بلل شوې ده.
هېره دې نه وي چې له دې مخکې عمران خان او مېرمن یې د فساد یوې دوسیه کې په ۱۴ کلن بند محکوم شوي وو.

