دوشنبه, دسمبر 8, 2025
Homeافغانستاند طالبانو حکومت؛تورخم کې ۳۵ ټنه خراب کچالو بېرته پاکستان ته ستانه...

د طالبانو حکومت؛تورخم کې ۳۵ ټنه خراب کچالو بېرته پاکستان ته ستانه کړي

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې د تورخم له لارې افغانستان ته د ۳۵ مټریک ټنه خرابو کچالو د واردېدو مخه نیول شوې ده.

د یاد ریاست مشر محمد ولي محسن ویلي، دغه کچالو د نباتي قرنطین مدیریت له لوري د تورخم په ښارګوټي کې بې‌کیفیته او خوسا تشخیص شوي او بېرته پاکستان ته لېږل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې دا اقدام د خوراکي توکو د کیفیت ساتلو او د عامې روغتیا د خوندیتوب په موخه ترسره شوی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here