د سوریې بهرنیو چارو وزیر اسد الشیباني په خپل لومړي بهرني سفر سعودي عربستان ته ځي.
اسد الشیباني پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دا د ویاړ ځای دی چې د خپل هېواد په استازيتوب په خپل لومړي نړیوال سفر سعودي عربستان ته ځم.
نوموړي ویلي چې سعودي عربستان سره په هره برخه کې ښې ستراتیژیکې اړیکې غواړي.
نوموړي ددغه سفر کره نیټه نه ده په ډاګه کړې.
د یادونې ده چې اسد الشیباني ته د سعودي د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بنفرهان بن عبدالله بلنه ورکړې.

