د اسرائیل د لومړي وزیر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د اسرائیل د جګړې د مدیریت پر سر د جنجالونو له کبله نتنیاهو د دفاع وزیر یواو ګالانت له دندې لرې کړ.
نتنیاهو ویلي، د هېواد امنیت او یو پرېکنده بری د ده په لومړیتوبونو کې دی.
د هغه په خبره، د هرې جګړې لپاره د لومړي وزیر او دفاع وزیر ترمنځ یو بشپړ باور مهم دی؛ خو ګالانت د ده باور له منځه وړی او هغه لاسته راوړنې یې وبایللې، چې دوی په وروستیو کې ګټلې وې.

