داعش ډلې په کابل کې د پروني ځانمرګي برید مسوولیت منلی دی.
نن د داعش اړوند اعماق خبري اژانس لیکلي، چې ځانمرګي بریدګر د کارکونکو انتظار کاوه چې له مرکزي دروازې ووځي او دی خپل ځانمرګي واسکټ ته چاودنه ورکړي.
د يادونې وړ ده، چې چاودنه تېر مازديګر ۴:۱۵ بجې د دارالامان پر واټ د طالبانو حکومت تر واک لاندې د څارنوالۍ ودانۍ ته څېرمه شوې ده.
د طالبانو حکومت په دغه چاودنه کې د شپږ تنو د وژل کېدو پخلی وکړ.
خو بل لورته ټولنیزو رسنیو کې لېدل کېږي چې په دغه پېښه کې ۱۶ تنه وژل شوي دي.

