یکشنبه, نوومبر 9, 2025
Homeکورپاڼهخیبر پښتونخوا؛د ځانمرګي برید له کبله څلور پاکستاني پوځیان ټپیان شوي

خیبر پښتونخوا؛د ځانمرګي برید له کبله څلور پاکستاني پوځیان ټپیان شوي

د پاکستان «ډان» ورځپاڼه وایي، چې خیبر پښتونخوا کې د ځانمرګي برید له کبله څلور پاکستاني پوځیان ټپیان شوي.

یادې ورځپاڼې ویلي، چې دغه برید د دېره تنګ لارې پر یوه امنیتي پوسته شوی دی.

ډان لیکلي، چې ددغه ځانمرګي بريدګر هدف د کلاچي امنيه قومانداني وه، چې له امله يې څلور امنيتي سرتېري ټپيان شوي او د پوليسو مرکز ته د پام وړ زيان اوښتى دى.

ډان دغه راز ویلي، چې دغه ځانمرګي بریدګر سره یوه ډله وسله وال هم وه چې په امنیتي پوسته یې ډزې وکړې او له ځوابي برید وروسته هغوی په تېښته بریالي شول.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here