د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا وایي، چې په ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۵،۸ میلیونه وګړي بېړنیو مرستو ته اړتیا ولري.
اوچا په خپل نوي راپور کې ویلي، چې دغه شمېر افغانان د خوراکي او غیر خوراکي توکو له نشت سره مخ دي.
راپور زیاتوي، چې هغه افغانان چې په دې وروستیو کې له بهرنیو هېوادونو راستانه شوي او یا هم سیلابونو بېځایه کړي، له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
یاد بنسټ ویلي، چې د دغو کسانو له ډلې یې له ۱،۱ میلیونو کسانو سره مرسته یو لومړیتوب دی او دغه هدف ته د رسېدو لپاره ۱۷۹ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

