شنبه, جون 6, 2026
Home Blog Page 936

انصاري:د بلوچستان پولیس ټوپکې نه لري؛ خو مخالفین مو په هغو عصري وسلو سمبال دي چې له امریکا څخه په افغانستان کې پاتې شوي

د بلوچستان د پولیسو مشر یو وار بیا ادعا کړې چې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پاتې شوې وسلې هغو ډلو ته په لاس ورغلي، چې په بلوچستان او پښتونخوا کې جګړه کوي.

معظم جاه انصاري ویلي، د دوی پولیس عصري وسلو ته لاسرسی نه لري؛ خو مخالفین یې ان د شپې دوربینونه هم لري.

د هغه په خبره، د دوی پر وړاندې له هغو ټوپکو او عصري وسلو ګټه اخېستل کېږي، چې په افغانستان کې له امریکا پاتې شوې وې.

میدان وردګ کې؛د ټرافیکي پېښې له کبله ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

میدان وردګ کې د ټرافیکي پېښې له امله ۶ کسانو مرګ‌ژوبله اوښتې.

د یاد ولایت د طالبانو امنیه قومندانۍ وایي چې دا پېښه د یو بار وړونکي او فلډر موټر ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې چې له امله یې د يوې کورنۍ درې غړي مړه او درې نور ټپيان شوي دی.

پېښه نن سهار شاوخوا څلور بجې د کابل – کندهار پر لویه لار د مرکز ميدان ښار اړوند تورو تیږو سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په مړو شویو کسانو کې پلار، مور او لور شامل دي.

زاهد شاه:له افغان طالبانو سره د خبرو ملاتړی یم

د خیبرپښتونخوا ایالتي وزیر زاهد شاه ویلي، چې دی هم د ستونزو حل کولو لپاره له افغان طالبانو سره د خبرو ملاتړی دی.

هغه د پاکستان پر حکومت هم نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې اسلام اباد د دغو خبرو لپاره مناسب نه دی.

تر دې څو ورځې وړاندې د پښتونخوا علی وزیر علي امین ګنداپوري هم له طالبانو سره د خبرو غوښتنه کړې وه.

بل لورته دوه ورځې وړاندې د پاکستان دفاع وزیر ویلي وو چې هیڅوک د پاکستان حکومت په استازولۍ له طالبانو سره خبرې نشي کولای.

سرچینې:قلات او کچلاک کې ۱۵ پاکستاني پوځیان وژل شوي

0

په داسې حال کې چې پاکستاني چارواکي کچلاک کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې د دوو پوځیانو له وژلو خبر ورکوي؛ یو شمېر باوري سرچینو حماسه میډیا ته ویلي چې دغه برید کې پنځه پوځیان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

بل لورته قلات کې هم پر پوځیانو برید شوی چې لس تنه پکې وژل شوي.

په ورته مهال بلوڅ ازادي غوښتونکو د پاکستاني پوځیانو پر بېلابېلو پوستو د بریدونو خبر ورکړی.

د یادونې ده چې اوس مهال په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې بریدونه تر بل هر وخت زیات شوي.

د فوټسال سیالیو په لړ کې؛افغانستان نن د انګولا پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کېږي

0

ټاکل شوې چې د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن د انګولا پر وړاندې سیالي وکړي.

یاده سیالي نن د ازبېکستان پلازمېنه تاشکند کې ترسره کېږي.

دا د سي ګروپ لوبډلو ترمنځ سیالۍ دي، چې افغانستان، ارجنټاین، انګولا او اوکراین په کې شامل دي.

د یادونې ده چې دا سیالۍ تېره ورځ د ۲۴ هېوادونو ترمنځ پیل شوې دي.

د سپټمبر پنځسلمه؛د دیموکراسي نړيواله ورځ؛ خو افغانان په کوم وضعیت کې دي؟

د سپټمبر ۱۵مه د دیموکراسي له نړۍوالې ورځې سره برابره ده.

دا ورځ افغانستان کې په داسې حال کې راځي، چې افغانان له تېرو درې کالو راهیسې له خپلو حقونو بې برخې دي او په کور دننه د بیان ازادي هم له منځه تللې ده.

دا ورځ د ملګرو ملتونو له لوري په دې موخه نومول شوې، چې غړي هېوادونه یې دیموکراسي ترویج کړي؛ خو افغانستان چې د ملګرو ملتونو غړی هېواد دی، له تېرو درې کالو راهیسې په کې دیموکراسي زندۍ ده.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه لسیزې په افغانستان کې د جمهوریت تر چتر لاندې افغانانو په دیموکراسي کې ژوند وکړ او نږدې یو نسل یې په دغه موده کې راستر شو؛ خو اوس ورنه د هر څه حق اخیستل شوی دی.

د سند ایالت له زندانونو؛۴۴ افغان کډوال ازاد او خپل هېواد ته لېږل شوي

د پاکستان له بېلابېلو زندانونو ۴۴ افغان کډوال ازاد شوي دي.

د پاکستان په کراچۍ کې د طالبانو کونسلګري وایي، د ۲۱ زده کوونکو په ګډون یې ۴۴ افغان کډوال د پاکستان د سند ایالت له بېلابېلو زندانونو راخوشې کړي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا کډوال د تورخم له لارې خپل هېواد ته لېږل شوي.

د یادونې ده، چې له تېرو دوو کالو راهیسې پاکستان کې د افغان کډوالو نیول او ځورول په بې ساري ډول زیات شوي دي.

سمیع سادات:طالبان مونږ غولوي که ځان؛ همدوی به د لویو پروژو کارکوونکي په ډزو وېشتل

د متحدې جبهې مشر جنرال سمیع سادات ویلي، طالبانو تر دې وړاندې د لویو پروژو مخه نیوله او کار کوونکي یې په ډزو وېشتل؛ خو اوس خپله د دغو پروژو د پرانېستو او تطبیق دعوې کوي.

هغه ویلي، دوی په خپل منافقت ولس نه شي غولولی او داسې وخت به راځي، چې دوی به هم لکه د بچه سقاو په څېر د عامو خلکو له لوري د خپلو اعمالو په سزا رسیږي.

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې تېره اوونۍ د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ټاپي پروژې د عملي چارو له پیل خبر ورکړ.

د یادونې ده، چې د ټاپي پروژه د جمهوریت پر مهال د ناامني له کبله ځنډېدلې وه.

ستانکزی:ټول افغانان باید د یو بیرغ لاندې راټول شي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزی وايي، په هېواد کې د پخواني شوروي او امریکا د څلورو لسیزو جګړو له امله د افغانستان ټول تأسیسات لمنځه تللي او اوس دې ته اړتیا ده چې، دغه تأسیسات بیا له سره جوړ شي.

شېر محمد عباس ستانکزی زده کړې او تحصیلات د هېواد د پرمختګ او سوکالۍ لپاره یوازنۍ لاره ګڼي او په وینا یې د دوی حکومت دغې برخې ته هم په جدي توګه پام لري.

ستانکزي همداراز په کور دننه او بهر له ټولو افغانانو وغوښتل چې، تر یوه بیرغ لاندې د هېواد د ابادۍ لپاره کار وکړي.

حقاني:پخوانيو پیلوټانو ته مو غېږه خلاصه ده؛ بېرته دې هېواد ته را وګرځي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني ویلي، هغه پیلوټان چې له افغانستان څخه بهر وتلي؛ بېرته دې خپل هېواد ته را وګرځي.

نوموړي نن د هوايي مدافعې پوهنتون د درې تنو پیلوټانو فراغت غونډې ته ویلي، له هېواده تللي پیلوټانو ته د دوی غېږ خلاصه ده او کولای شي، چې د ولس د خدمت لپاره بېرته خپل هېواد ته راوګرځي.

دغې غونډې د طالبانو حکومت لوی درستیز ویلي، چې د دوی اردود په واقعي معنی د هېواد ساتونکې ده او د هېوادوالو د ارام ژوند لپاره هر ډول ستړیا منلو ته چمتو دي.