شنبه, مې 30, 2026
Home Blog Page 926

احمد مسعود:هڅه کوو له طالبانو سره ستونزې د خبرو له لارې حل کړو

د مقاومت په نوم جبهې مشر احمد مسعود وايي، هڅه کوي چې له طالبانو سره خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

هغه ویلي، د طالبانو ژبه د دوی له کړنو سره توپیر لري.

د مسعود په خبره، یادې ډلې په تېرو دېرشو کالونو کې خلکو ته دروغ ویلي او فریب یې ورکړی دی.

نوموړي تر دې وړاندې بیا ویلي وو، چې له طالبانو سره به په هر ډول حالاتو کې مقاومت کوي.

جورجیا کې؛یو زده کوونکي دوه ښوونکي او دوه زدکوونکي وژلي دي

0

جورجیا کې د ښوونځي یو زده کوونکي څلور کسان وژلي او نهه نور یې ټپیان کړي دي.

یاده پېښه د یو ښوونځي په دننه کې رامنځته شوې ده.

د پېښې قربانیان دوه زده کوونکي او دوه ښوونکي دي.

په همدې حال کې بیا په ټپیانو کې یو ښوونکى او اته نور زده کوونکي شامل دي.

لاهم د برید انګېزه نه ده معلومه؛ خو مسوولین وايي چې پولیس سیمې ته رسېدلي او څېړنې روانې دي.

د شمالي کوریا ولسمشر؛دندو کې د غفلت له کبله دېرش چارواکي اعدام کړي

0

د شمالي کوریا ولسمشر د خپل هېواد دېرش چارواکي اعدام کړي دي.

د جنوبي کوریا Chosun تلویزیون ویلي چې یاد کسان د ځمکې ښویېدو په مدیریت کې د پاتې راتلو له امله اعدام شوي دي.

دا کسان وروسته تر هغې اعدامیږي چې د دغه هېواد په چاګانګ ښار کې د سیلابونو له کبله زرګونه کسان ووژل شول او تر پنځلس زرو ډېر ټپیان شول.

یاد کسان په خپله وظیفه کې د فساد له کبله په اعدام محکوم شوي دي.

سرچینې:خوست کې پاکستان سره پر فرضي کرښه جګړه رامنځته شوې

باوري سرچینو رسنیو ته ویلي چې څو شېبې وړاندې د خوست په ځاځي میدان کې له پاکستان سره پر ډېورنډ فرضي کرښه د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته شوې.

نښته نیم ساعت وړاندې رامنځته شوې، چې اوس هم دوام لري.

تر اوسه د دغې جګړې د علت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

سیمه ییزې سرچینې:د تخار مرکز تالقان کې چاودنه شوې

سیمه‌ییزو سرچینو ویلي چې د تخار ولایت په مرکز تالقان کې چاودنه شوې.

د سرچینو د مالوماتو له مخې، چاودنه د کابل بندر کې شوې ده.

که څه هم تر اوسه په دې اړه وروستي جزیات نشته؛ خو ویل کېږي چې چاودنه د طالبانو حکومت د استخباراتو د یو کارکوونکي په موټر شوې.

ننګرهار کې؛ ټرافيکي پېښې پنځه تنه وژلي

ننګرهار کې؛ د ټرافیکي پېښې له کبله پنځه تنه وژل شوي.

پېښه په رينګ روډ ساحه کې د کرولا او ټیلر موټر د ټکر له کبله رامنځته شوې چې له امله يې کرولا موټر کې ناست د درې ميرمنو په ګډون ۵ تنه وژل شوي.

په شهيدانو کې مور، دوه يې زامن، لور يې او يوه يې ننګور شامله ده.

رینا امیري:طالبانو ته مې صبر په ختمېدو دی

د افغان ښځو او نجونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، امربالمعروف او نهي عن‌المنکر نوی قانون له عمومي ټولنې د ښځو بشپړ لرې کولو په معنی دی.

هغې ویلي، په دې اړه یې نور صبر پای ته رسېدلی.

نوموړې یو وار بیا له افغانانو څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړی.

رینا امیري دغه راز د امرباالمعروف د وروستي قانون په اړه له قطري چارواکو سره اندېښنې هم شریکې کړې دي.

د بشري حقونو سازمان:ایران په اګسټ میاشت کې سل تنه اعدام کړي

0

د بشري حقونو سازمان وایي، ایران په اګست میاشت کې سل کسان اعدام کړي دي.

یاد سازمان ویلي، په دغو کسانو کې ۱۱ افغانان، ۸ بلوڅان، او ۹ کردان اعدام شوي دي.

له دې سره په تېرو ۸ میاشتو کې په ایران کې د اعدام شویو کسانو شمېر ۴۰۲ کسانو ته رسېږي.

په دغو کسانو ۵۰ تنه د قتل او ۴۶ نور د نشه‌یي توکو په تور اعدام شوي دي.

انتوني بلنکین؛د افغانستان د مسئلې په اړه پوښتنو ته پر وخت د نه حاضرېدو له کبله احضار شوی

د امریکا کانګریس د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین احضار کړی.

بلنکین له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په تړاو دغې کمېټې ته نه دی حاضر شوی.

مک‌مکال ویلي، چې بلنکین د دوی له لوري په ټاکل شوي وخت نه دی حاضر شوی.

د یادولو ده چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو مسئله د امریکا په ټاکنیزو منډو ترړو کې ګرمه مسئله ده.

ټرمپ:داسې پلان مې چمتو کړی چې د اوکراین جګړه به پای ته ورسوم

0

د امریکا د ولسمشرۍ ته کاندید ډونالډټرمپ وايي، داسې یو پلان یې چمتو کړی دی چې له مخې به یې د اوکراین جګړه پای ته ورسوي.

هغه پرون په یوه پوډکاست کې د خبرو پرمهال وویل، چې که ټاکنې وګټي، نو د اوکراین د جګړه به پای ته ورسوي.

هغه د خپل پلان په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.