جمعه, اپریل 10, 2026
Home Blog Page 91

راپورونه:د متحده عربي اماراتو ولسمشر د دماغي سکتې په ناروغۍ اخته شوی

0

د متحده عربي امارات ولسمشر محمد بن زید النهیان له مغزي شریان یا دماغي سکتې ناروغۍ سره مخ دی.

د رسنیو راپورونه وایې تر دې دمه رسمي سرچینو ددې ناروغۍ په اړه جزییات نه دي خپاره کړي.

په همدې حال کې، د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د یونان د لومړي وزیر کیریاکوس میتسوتاکیس سفرونه متحده عربي اماراتو ته د روغتیايي ستونزو په خاطر لغوه شوي دي.

د متحده عربي اماراتو چارواکو
خپل هیواد د ولسمشر د روغتیا په اړه رسمي بیان نه دی ورکړی.

زلمی خلیلزاد:راشد خان ته د تازه نړیوال ریکارډ د جوړیدو مبارکي وایم

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د ټولنیزې شبکې اېکس له لارې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان ته د نوي نړۍوال ریکارډ مبارکي ویلې ده.

راشد خان تېره ورځ په روان نړیوال شل اوریز جام کې د متحده عربي امارات پر وړاندې لوبه کې خپلې ۷۰۰ وېکټې پوره کړې او د کرېکټ په ډګر کې یې بله تاریخي لاسته راوړنه ثبت کړه.

راشدخان ته د دغه ریکارډ مبارکي ګڼو نړیوالو لوبغاړو او سیاستوالو ورکړې ده.

د عمران خان زامن:د پلار د روغتیا په اړه اندېښمن یو، د پاکستان لخوا ویزې نه راکول کېږي

0

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان زامنو ویلي چې د خپل پلار د روغتیايي وضعیت په اړه سخت اندېښمن دي او ادعا کوي چې پاکستان ورته د سفر ویزې نه ورکوي.

د راپورونو له مخې، قاسم او سلیمان خان چې په لندن کې مېشت دي، غواړي پاکستان ته ولاړ شي او له خپل پلار سره وویني، خو د ویزو غوښتنې یې لا نه دي منل شوې.

دوی وایي عمران خان په بند کې د سترګو له جدي ناروغۍ کړېږي او مناسبې درملنې ته اړتیا لري.

پاکستاني چارواکو بیا دغه تورونه رد کړي او ټینګار یې کړی چې د نوموړي طبي معاینات او درملنه روانه ده او اړوند معلومات محکمې ته سپارل شوي دي.

مریم نواز:خیبرپښتونخوا له هر ډول عصري پرمختګونو پاتې ده

0

د پنجاب اعلی وزیره مریم نواز وایي، د خیبرپښتونخوا اوسېدونکي لا هم له عصري اسانتیاوو بې‌برخې دي او ایالتي حکومت د ټکنالوژۍ او پرمختګ لپاره کافي کار نه دی کړی.

هغې دغه څرګندونې د ګجرات پوهنتون په یوه غونډه کې وکړې او ویې ویل چې په پنجاب کې زده‌کوونکو ته د هون‌هار بورسونو، لپ‌ټاپونو او فني زده‌کړو پراخ پروګرامونه برابر شوي؛ خو په وینا یې، په خیبرپښتونخوا کې ورته اسانتیاوې نشته.

نوموړې په غیرمستقیم ډول د پاکستان تحریک انصاف د واکمنۍ دورې ته هم اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې هلته د عملي پرمختګ پر ځای زیاتره شعاري سیاست شوی دی.

مریم نواز دا هم وویل چې د لارو بندول او اعتراضونه، چې د زنداني پخواني لومړي وزیر عمران خان د خوشې کېدو لپاره روان دي، د خیبرپښتونخوا پر اقتصاد منفي اغېز کوي.

تازه خبرد باجوړ په یوه دیني مدرسه کې د ځانمرګي برید له امله تر دې دمه د ۷ پولیسو جسدونه راویستل شوي

0

د خیبر پښتونخوا د باجوړ په ماموند تحصیل، ملنګي سیمه کې پر مدرسه د شوي ځانمرګي برید په تړاو، ځایي چارواکو تازه معلومات ورکړي دي.

د رسمي سرچینو له مخې، تر دې دمه د ۷ تنو پولیسو او فرنټیر کور (FC) هغه مړي له کنډوالو راایستل شوي چې په برید کې وژل شوي وو.

د ژغورنې عملیات لا هم دوام لري او امکان شته چې د مړو او ټپیانو شمېر نور هم لوړ شي.

تازه خبرد باجوړ په یوه دیني مدرسه کې دننه موټر بمب برید شوی

0

د خیبر پښتونخوا د باجوړ په ماموند تحصیل ، ملنګي سیمه کې د یوې دیني مدرسې دننه زوروره چاودنه شوې چې له امله یې ودانۍ په بشپړه توګه نړېدلې ده.

د سیمه‌ییزو امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې، دا برید د موټر بم ځانمرګي برید په وسیله ترسره شوی.

چارواکي وایي، یاده مدرسه پخوا د پاکستاني طالبانو د اړوندو ډلو د پټنځای په توګه کارېده، خو دا مهال د امنیتي ځواکونو او پولیسو تر کنټرول لاندې وه.

د چاودنې د شدت له امله د نږدې کور یو ماشوم وژل شوی او درې کسان سخت ټپیان شوي دي.

تر دې دمه په یاده مدرسه کې د موټر بمب برید له امله د وژل شویو کسانو جسدونه نه دي راویستل شوي او پولیس ترې په لیرې واټن کې قرار لري.

په یاد برید کې د مرګ ژوبلې د زیاتېدو وېره شته.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت:د طالبانو حکومت دې ټول امریکایي بندیان سمدستي خوشې کړي، که نه بدې پایلې به ولري

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د طالبانو حکومت له لوري د امریکایي وګړو د نیولو په اړه سخت غبرګون ښودلی او غوښتنه یې کړې چې ټول بندیان باید بې له ځنډه خوشې شي.

د وزارت یوه ویاند ټامي بروس ویلي، واشنګټن دا موضوع په مستقیم ډول د طالبانو له حکومت سره شریکه کړې او ټینګار یې کړی چې له هغوی سره د هر ډول رغنده اړیکو لومړی شرط د ټولو امریکایانو ازادول دي.

امریکا د طالبانو له حکومت غوښتي چې د «یرغمل نیونې ډیپلوماسي» پای ته ورسوي.

په همدې حال کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د ترهګرۍ ضد رئیس سبسشین ګروکا ویلي، ډونالډ ټرمپ په دې موضوع جدي دی او که پاتې امریکایان خوشې نه شي، د طالبانو حکومت ته به بدې پایلې ولري.

هغه په ځانګړي ډول د ډنیس کویل او محمود شاه حبیبي د ازادۍ غوښتنه کړې ده.

واشنګټن خپلو اتباعو ته هم خبرداری ورکړی چې افغانستان ته دې سفر نه کوي، او ټینګار یې کړی چې تر هغې به ارام نه شي څو ټول امریکایان خپلو کورونو ته ستانه شوي نه وي.

مارکو روبیو:له ایران سره هوکړه سخته ده؛ خو ډیپلوماټیک فرصت لا هم شته

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو د مجارستان له لومړي وزیر سره په ګډه خبري ناسته کې ویلي چې له ایران سره یوې هوکړې ته رسېدل به اسانه نه وي، خو سره له دې هم ډونالډ ټرمپ د ستونزو باوجود د یوې موافقې د ترلاسه کولو هڅو ته دوام ورکوي.

روبیو زیاته کړې: «باید وګورو چې څه پېښېږي او پایله به څه وي.»

هغه همدارنګه ویلي چې لا هم فرصت شته څو له ډیپلوماټیکې لارې یوې هوکړې ته ورسېږو.

ډیوه پتنګ حلیم فدایي ته:افغان هنرمندانو ته د بدو الفاظو کارول مناسب نه دی

د افغان مېرمنو د حقونو فعالې ډیوه پتنګ د محمد حلیم فدایي د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې، چې د ملایانو له قوله په کې لطیف ننګرهاري ته د «ډم» خطاب کړی و، توند غبرګون ښودلی دی.

اغلې پتنګ لیکلي دا د افسوس خبره ده چې ځینې خلک هنرمندانو ته داسې الفاظ کاروي.

هغې ویلي:«دا ډېر د افسوس خبره ده چي ځيني خلک ځان په دومره ټيټو او بې‌ګټو بحثونو کي بوختوي. يو هنرمند ته په داسې سپکو الفاظو خطاب کول، له دې هم ټیټ کار دی لکه يو ملا چې چاته بد نومونه کاروي. ما دا ډول خبرې اکثره له لوستو خلکو اورېدلي دي، خو پاتي ریښتنې افغانان هيڅکله ځان په دې کچه بحثونو کي نه ښکيلوي او تل خپلو هنرمندانو ته مينه او درناوی ښودلی.»

نوموړې ټینګار کړی چې افغانان له پخوا د هنر او هنرمند درناوی کوي.

د ډیوه پتنګ په وینا، سالمې نیوکې او نظر څرګندول یو حق دی، خو سپکاوی او توهین د ستونزو حل نه شي کېدای.

ډیوه پتنګ همداراز له خلکو غوښتي چې د خبرو پر مهال له زغمه او درناوي کار واخلي او د سپکو الفاظو پر ځای د ادب چوکاټ وساتي.

سید عباس عراقچي؛د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس له مشر سره لیدلي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي د دوشنبې په ورځ د د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس له عمومي رییس رافایل ماریانو ګروسي سره ولیدل.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، دا لیدنه په داسې حال کې ترسره شوې چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د اټومي خبرو د بیا پيلېدو هڅې روانې دي.

ویل کېږي، د دې ناستې موخه د ایران د اټومي پروګرام په اړه د موجودو اختلافاتو کمول او د احتمالي کړکېچ د پراخېدو مخنیوی و.