جمعه, اپریل 10, 2026
Home Blog Page 90

تازه خبرد طالبانو حکومت سترې محکمې هم سبا د روژې میاشتې لومړۍ ورځ اعلان کړه

د طالبانو حکومت سترې محکمې او د رویت هلال مرکزي هیئت د میاشتې لیدلو د شاهدیو تر ترلاسه کولو وروسته اعلان کړی چې سبا چهارشنبه د روژې مبارکې لومړۍ ورځ ده.

سترې محکمې ویلي، چې د افغانستان په پروان، کندهار، هلمند او زابل ولایتونو کې د رمضان میاشت لیدل شوې او سبا د روژې میاشتې لومړۍ ورځ ده.

عاجل خبرسبا د سعودي عربستان په ګډون د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې د روژۍ مبارکې میاشتې لومړۍ نیټه ده

0

د سعودي عربستان الحرمين پاڼې اعلان کړی چې د ۱۴۴۷هـ ق کال د رمضان المبارک میاشتې هلال لیدل شوی دی.

د اعلان له مخې، چهارشنبه د ۲۰۲۶م کال د فبرورۍ ۱۸مه د روژې لومړۍ ورځ ده.

د سعودي الحرمین ادارې ټولو مسلمانانو ته د رمضان مبارکي ویلې.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت سترې محکمې تر اوسه د روژې په اړه څه نه دي ویلي.

حمدالله فطرت:د سعودي په منځکړیتوب مو درې پاکستاني سرتېري خوشې کړل

د طالبانو حکومت د هغې تګلارې له مخې چې له ټولو هېوادونو سره د مثبتو او متوازنو اړیکو پر پراختیا ټینګار کوي، د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په درناوي، درې پاکستاني نظامیان د سعودي عربستان په غوښتنه ازاد کړل.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، یاد سرتېري د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د ربیع الثاني میاشتې په ۲۰مه، چې د ۲۰۲۵ میلادي کال د اکتوبر له ۱۲مې سره برابره ده، د سرحدي نښتو پر مهال اسیران شوي وو.

نوموړي زیاته کړې چې دغه سرتېري د سعودي عربستان له لوري کابل ته د راغلي مذاکراتي پلاوي ته وسپارل شول، څو د اعتماد فضا رامنځته شي او د “اسلامي امارت” د حسن نیت پیغام سیمې او نړۍ ته ورسول شي.

فطرت، ټینګار کړی چې دا اقدام د سولې، تفاهم او ورورګلوۍ په روحیه کې ترسره شوی او غواړي له ټولو هېوادونو سره خپلې سیاسي او ډیپلوماټیکې اړیکې د متقابل درناوي پر بنسټ پیاوړې کړي.

الجزیره:سعودي او یوشمیر اسلامي هیوادونو کې ښایي روژه د پنجشنبې په ورځ شي

0

د الجزیرې د راپور له مخې، په سعودي عربستان او یو شمېر نورو عربي هېوادونو کې د روژې مبارکه میاشت ښايي د پنجشنبې ورځ، ۳۰ د دلوې پیل شي.

د راپور له مخې، د روژې لومړۍ ورځ به د نوي سپوږمۍ د لیدلو پورې تړلې وي.

که د چهارشنبې ماښام هلال ولیدل شي، روژه به هماغه ورځ پیل شي، خو که ونه لیدل شي، نو شعبان به ۳۰ ورځې پوره کړي او روژه به د پنجشنبې په ورځ پیل شي.

د نجومي حسابونو له مخې، د چهارشنبې په شپه هلال یوازې درې دقیقې د لمر لوېدو وروسته څرګندیږي او د لیدلو امکان یې کم بلل شوی، خو د پنجشنبې په شپه به سپوږمۍ نږدې ۲۶ ساعته عمر ولري او د لیدلو چانس به یې زیات وي.

علی خامنه‌ایي:ایران کې د وروستیو اعتراضونو وینه تویونه فتنه وه

0

د ایران مذهبي مشر علی خامنه‌ای وروستي ولسي اعتراضونه «فتنه» بللي او ویلي یې دي چې د پېښو پر مهال وینه تویه شوې او حکومت هم د وژل شویو کسانو له امله ویرجن دی.

نوموړي وژل شوي کسان په درېیو ډلو وېشلي چې امنیتي ځواکونه، عادي لارویان او هغه کسان چې د ده په وینا غولول شوي وو.

هغه ویلي دا درې واړه ډلې شهیدان بلل کېږي، خو ځینې نور یې فتنه‌ګر او کودتاچیان یاد کړي او ویلي چې هغوی له خپل برخلیک سره مخ شوي دي.

خامنه‌اي زیاته کړې چې ځینې ګډونوال وروسته پښېمانه شوي او حتی هغه ته یې لیکونه استولي، خو ټینګار یې کړی چې د اعتراضونو اصلي عاملین به بې‌مسؤلیته پاتې نه شي.

د اسراییلو پخوانی استخباراتي چارواکی:ایران د وخت ګټلو هڅه کوي او ښايي بشپړو ژمنو ته چمتو نه وي

0

د اسراییلو د پوځ د استخباراتو د ایران څانګې پخواني مشر آساف کوهن ویلي چې ایران د خپل ستونزمن وضعیت له امله امتیاز ورکولو ته اړ شوی او هڅه کوي د احتمالي برید پر وړاندې د چمتووالي لپاره وخت ترلاسه کړي.

هغه د تهران او واشنګټن ترمنځ د احتمالي خبرو په اړه ویلي، اصلي پوښتنه دا ده چې ایا امریکا رښتیا هم د هوکړې غوښتونکې ده او که یوازې د برید لپاره د لا زیات چمتووالي وخت ته اړتیا لري.

کوهن د ایران د اټومي پروګرام په اړه زیاته کړې چې تهران د شته اټومي موادو د رقیق کولو او د څارنې د بېرته ستنېدو خبرې کوي، خو لا هم څرګنده نه ده چې ایا بشپړو ژمنو ته چمتو دی که نه.

هغه ټینګار کړی چې د څارنې د بیا پيل څرنګوالی او د ایران د ژمنو عملي کول د هر ډول احتمالي مذاکراتو مهمې او مبهمې مسئلې دي.

لینډسي ګراهام:اوس د ایران پر وړاندې دوه لارې شته

0

د امریکا جمهوري غوښتونکي سناتور لینډسي ګراهام په تل‌ابیب کې د ایران د وضعیت په اړه ویلي چې اوس د تهران په اړه دوه لارې شته چې یوه دیپلوماتیکه او بله نظامي لاره ده.

ګراهام ویل: «یو لوری دیپلوماتیک دی چې د دې حکومت د ختمېدو لپاره د امنیتي ګټو په پام کې نیولو سره کار وکړي، او بل لوری نظامي انتخاب دی.»

هغه زیاته کړې چې د ایران حکومت او مشر یې، آیت‌الله، د ۱۳۵۷ کال راهیسې په خپل کمزوري حالت کې دي، اقتصاد یې ګډوډ شوی، پوځ یې کمزوری شوی او خلک په کوڅو کې اعتراضونه کوي.

هغه همدارنګه ویلي چې د حکومت د بدلیدو امکان شته او که څه هم خطرونه شته، حاضر دی دا ریسک ومني.

ګراهام ټینګار کړی چې د ایران خلک کولی شي د امریکا، اسراییل او سیمه‌ییزو هېوادونو لپاره لوی متحد وي.

خیبر پښتونخوا؛د باجوړ په برید کې ۱۱ امنیتي سرتېري او دوه ملکیان وژل شوي

0

راپورونه وایي چې تېره ورځ د باجوړ د امنیتي پوستې برید کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي، چې په کې ملکي وګړي هم شامل دي.

د راپورونو په خبره، په دې برید کې ۱۱ امنیتي سرتېري او دوه تنه ملکیان وژل شوي.

د راپورونو په وینا، په وژل شویو کسانو کې یو شپږ کلن ماشوم هم شامل دی.

دې برید کې ۷ تنه نور ټپیان شوي هم دي چې د روغتیایي وضعیت په اړه یې څه نه دي ویل شوي.

ویل کېږي چې د ژغورنې عملیات پای ته رسېدلي، او د مدرسې ودانۍ د پاکولو او امنیتي تصفیه کېدو لاندې ده.

ډونالډ ټرمپ:جینوا کې د امریکا او ایران ترمنځ خبرو کې به نامستقیم رول ولرم

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې په جینوا کې د امریکا او ایران ترمنځ روانو خبرو کې به په نامستقیم ډول ښکېل وي.

ټرمپ له رسنیو سره په خبرو کې ټینګار کړی چې واشنګټن هڅه کوي له تهران سره یوې هوکړې ته ورسېږي او زیاته کړې یې ده چې ایران به هم د احتمالي پایلو په پام کې نیولو سره د هوکړې لور ته مایل شي.

هغه د هوکړې جزییات نه دي څرګند کړي، خو ویلي یې دي چې دی به د خبرو بهیر له نږدې تعقیب کړي.

دا څرګندونې وروسته له هغې شوې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د یادو خبرو لپاره جینوا ته رسېدلی.

تر اوسه د دواړو لورو له خوا د رسمي اجنډا او د احتمالي هوکړې د څرنګوالي په اړه بشپړ معلومات نه دي خپاره شوي.

راپورونه:د متحده عربي اماراتو ولسمشر د دماغي سکتې په ناروغۍ اخته شوی

0

د متحده عربي امارات ولسمشر محمد بن زید النهیان له مغزي شریان یا دماغي سکتې ناروغۍ سره مخ دی.

د رسنیو راپورونه وایې تر دې دمه رسمي سرچینو ددې ناروغۍ په اړه جزییات نه دي خپاره کړي.

په همدې حال کې، د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د یونان د لومړي وزیر کیریاکوس میتسوتاکیس سفرونه متحده عربي اماراتو ته د روغتیايي ستونزو په خاطر لغوه شوي دي.

د متحده عربي اماراتو چارواکو
خپل هیواد د ولسمشر د روغتیا په اړه رسمي بیان نه دی ورکړی.