جمعه, اپریل 10, 2026
Home Blog Page 92

د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزارت له لوري؛دفاعي ځواکونو ته نوی پوځي یونیفورم اعلان شو

د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزارت له لوري د دفاعي ځواکونو لپاره نوی پوځي یونیفورم په رسمي ډول اعلان شو.

دغه اعلان نن د یاد وزارت په تالار کې د یوې غونډې پر مهال وشو چې پکې د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري فصیح‌الدین فطرت، د وزارت یو شمېر رئیسانو او د مرکزي قطعاتو قوماندانانو ګډون کړی و.

نوی یونیفورم د کومانډو، سرحدي ځواک او ملي اردو ځواکونو لپاره ټاکل شوی دی.

قاري فصیح‌الدین فطرت د نوي پوځي لباس په اړه ویلي، چې یونیفورم د نظم، انضباط او هویت څرګندونه کوي او ځواکونه باید عسکري نظم په بشپړ ډول مراعت کړي.

د هغه په وینا، نوی یونیفورم د یووالي او وحدت سمبول دی او هغه کسان چې په وسلوال پوځ کې شاملیږي باید د هېواد دفاع خپله ژمنتیا وګرځوي.

همدارنګه، د اطلاعاتو او ستراتیژیکو نشراتو رئیس عنایت‌الله خوارزمي ویلي، چې هر نظامي باید قوي اراده او لوړ فکر ولري، د دښمن پر وړاندې سخت او د مسلمانانو پر وړاندې نرم واوسي، له خپل مسؤلیت څخه غافل نه شي او عسکري نظم ته ژمن پاتې شي.

عباس عراقچي:په ژنیو کې د عادلانه هوکړې په لټه کې یو؛ د ګواښونو پر وړاندې تسلیمېدل د خبرو پر مېز نه دي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي ویلي چې له اټومي کارپوهانو سره به یوځای د دوشنبې په ورځ له رافائل ماریانو ګروسي سره ژورې تخنیکي خبرې وکړي.

نوموړي زیاته کړې چې د امریکا سره د سې‌شنبې ورځې د ډیپلوماټیکو لیدنو څخه مخکې به د عمان د بهرنیو چارو له وزیر بدر البوسعیدي سره هم وګوري.

عراقچي ویلي چې دا مهال په ژنو کې حضور لري او د یوه عادلانه او منصفانه هوکړې د ترلاسه کولو لپاره له واقعي نظریو سره راغلی دی.

هغه ټینګار کړی: «هغه څه چې د خبرو پر مېز نه دي، د ګواښونو پر وړاندې تسلیمېدل دي.»

ایران؛زاهدان ښار ته څېرمه د کان د کارګرو پر موټر وسله‌وال برید کې څلور تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

0

د ایران په سوېل ختیځ کې د وسله‌وال برید له امله دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، دا پېښه د زاهدان ښار ته څېرمه رامنځته شوې، چیرته چې وسله‌والو کسانو پر هغه موټر ډزې کړې چې د کان کارګر یې لېږدول.

د ایراني دولتي رسنیو د سیمه‌ییزو چارواکو له قوله ویلي، کارګر د کان څخه خپلو کورونو ته روان وو چې په لاره کې پرې وسله‌وال برید وشو.

امنیتي ځواکونو د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي، خو تر اوسه هېڅ ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.

چارواکو ویلي چې د برید کوونکو د پېژندنې او نیولو لپاره هڅې روانې دي.

اسماعیل بقایي:امریکا باید د کیوبا د خلکو پر وړاندې د بشریت د جرمونو ځواب ورکړي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، د کوبا پر وړاندې د امریکا د اقتصادي بندیزونو د زیاتوالي او فشار د اعمالو په اړه سخت غبرګون وښود او د کوبا له خلکو او حکومت سره یې خپله همغږي اعلان کړه.

د یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د امریکا لخوا پر کوبا د ۶۴ کلونو اقتصادي محاصرې پایلې سختې بشري او مادي ستونزې رامنځته کړي دي او د دغه هیواد لخوا د کوبا پر خلکو اساسي بشري حقونه په جدي توګه تر پښو لاندې شوي دي.

اسماعیل بقایي ټینګار کړی، چې اقتصادي بندیزونه د ملګرو ملتونو د منشور اصولو او نړیوالو حقوقو، په ځانګړې توګه د ملتونو د سرنوشت ټاکلو حق، د ملي حاکمیت درناوي او د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې د مداخلې د منع له اصولو څخه په ښکاره توګه سرغړونه ده.

ایران، د امریکا د دې دوامداره او سیستماتیکې سرغړونې په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د کیوبا د خلکو پر حقونو دا پراخ تیري، چې د بشریت پر وړاندې جرم په توګه ګڼل کیږي، باید د امریکا له خوا ځواب شي.

کریکټ؛راشید خان د T20 کرکټ په تاریخ کې لومړی لوبغاړی شو چې ۷۰۰ وېکټې یې واخیستې

د افغانستان کرکټ کپتان راشید خان نن د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د T20 نړیوال جام په لوبه کې خپل تاریخي ۷۰۰مه وېکټ ترلاسه کړه.

د افغانستان دغه ځلانده ستوري دا مهمه وېکټ د محمد عرفان د “هیټ ویکټ” له لارې واخیسته، چې د UAE په ۱۶م اوور کې له منځه لاړه.

راشید خان لوبه د ۶۹۹ وېکټو سره پیل کړې وه او د دې لاسته راوړنې وروسته یې هم ډېر احتیاط وکړ.

همدا رنګه، د T20 کرکټ تاریخ کې تر دې دمه هیڅ بل بالر ۷۰۰ وېکټونه نه دي اخیستي.

د وېکټونو په جدول کې د ډواین براوو ۶۳۱ وېکټو سره دویم دی، او د فعالو کرکټرو څخه سونیل نارین ۶۱۳ وېکټو سره دریم دی او همدا رنګه راشد خان د افغانستان لپاره په T20 کې تر ټولو ډېر وېکټ اخیستونکی وبلل شو، چې د خپلې ۷۰۰مې وېکټې سره، د افغانستان لپاره یې ۱۹۱ وېکټونه ثبت کړل.

راشید خان د ۲۰۲۳ کال د ملا تیر عملیاتو وروسته لږ تر لږه خپل غوره فعالیت نه دی کړی، خو په وروستیو لوبو کې یې په لوړ سکور لرونکو سیالیو کې هم ثابته فعالیت کړی دی.

قرغیزستان؛د ګاونډیو هیوادونو د وګړو په ګډون شاوخوا ۳۰۰تنه د چرګانو د جنګولو په تور نیول شوي

0

د قرغیزستان په اوش ولایت کې پولیسو د «بندیت» عملیاتو په ترڅ کې د پیسو پر شرط چرګ جنګوونکي نیولي.

د قرغیزستاني رسنیو له قوله، پولیسو ویلي، چې د کارا-سوو ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ ودانۍ په انګړ کې څو تنو د پیسو پر شرط د چرګو جنګولو لوبه تنظیم کړې وه.

په یاد ځای کې له ۱۰۰ څخه د ډېرو ګاونډیو هېوادونو خلکو او د ۲۰۰ څخه زیاتو محلي خلکو ګډون کړی و.

راپورونو په ښکاره ډول د ګاونډیو چرګ جنګوونکو نومونه او ځایونه نه دي افشا کړي؛ خو ویلي یې دي چې دغه وګړي به یواځې د چرګانو جنګولو دپاره دغه هیواد ته ورتلل.

ټول ګډونوال پولیسو توقیف کړي او د هویت تثبیت او د ګوتو نښې یې اخیستل شوي دي.

رسنیو ویلي، د ګاونډي هېواد اووه وګړي د قانون د سرغړونې له امله ۵۵۰۰سوه پیسې جریمه شول.

د یاد هیواد پولیسو ویلي، د غیرقانوني لوبو د تنظیموونکو په وړاندې به جنايي قضیه هم پیل شي او قانوني اقدامات به ترسره شي.

خیبر پښتونخوا؛بنو ولسوالۍ کې د پولیسو تمځای ته څېرمه چاودنې ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

0

د خیبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ په میریان سیمه کې د پولیسو د تمځای اصلي دروازې ته نږدې زوروره چاودنه شوې ده.

د راپورونو له مخې، چاودېدونکي توکي په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي وو.

د پولیسو یوه افسر رسنۍ ته ویلي چې د شګو بوجیو له امله د پولیسو ټول منسوبین خوندي پاتې شوي؛ خو د تمځای څخه بهر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځایي سرچینې وایي، په دې پېښه کې دوه کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۵ نور ټپیان دي.

نور جزییات لا نه دي خپاره شوي.

ذبیح‌الله مجاهد پاکستان ته:د داعش له پالنې لاس واخلئ او د سوداګریزو لارو د پرانیستې پاتې کېدو ضمانت راکړئ

د طالبانو حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد په اسلام‌اباد کې پر یوه شیعه جومات وروستی برید د پاکستان د «داعش‌پالنې» د تګلارې پایله بللې ده.

هغه له یوې ایراني رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، که له داعش څخه استخباراتي ګټه واخیستل شي، دا کار به نه یوازې پاکستان ته زیان ورسوي، بلکې افغانستان به هم اغېزمن کړي.

مجاهد د تحریک طالبان پاکستان د ملاتړ ادعاوې رد کړې او ټینګار یې کړی چې د افغانستان په خاوره کې هېڅ غیرمسوول وسله‌والې ډلې ته د فعالیت اجازه نشته.

نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د لارو تړل کېدل د سوداګرو لپاره زیانمن بللي او له پاکستان یې غوښتي چې د سوداګریزو لارو د پرانیستې پاتې کېدو ضمانت ورکړي.

ولادیمیر پوتین:شوروي سرتېرو په افغانستان کې زغم او مېړانه وښوده

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پخواني شوروي ځواکونو له افغانستانه د وتلو د ۳۷مې کلیزې په مناسبت په خپل تازه پیغام کې ویلي، چې دا ورځ د روسیې د پوځي تاریخ له حساسو او اغېزناکو پړاوونو څخه شمېرل کېږي.

پوتین ټینګار کړی، چې د شوروي پوځ سرتېرو په افغانستان کې د جګړې پر مهال له سختو شرایطو سره مخ وو، خو د ده په خبره، هغوی زغم، انضباط او مسوولیت ښودلی او دا تجربه د روسیې لپاره د یو مهم تاریخي درس په توګه پاتې شوې ده.

بل لور ته، شنونکي وايي، د افغانستان جګړه د پخواني شوروي اتحاد لپاره د سیاسي، اقتصادي او پوځي لګښتونو له پلوه درنه تمامه شوه او د دغه هېواد د نړیوال نفوذ په کمېدو کې یې مهم رول درلود.

شاوخوا ۳۷ کاله وړاندې د شوروي پوځ وروستۍ قطعات د حیرتان بندر له لارې له افغانستانه ووتل او له دې سره لس کلنه جګړه پای ته ورسېده.

آندریاس مینیخ؛له رضا پهلوی سره د ایران د راتلونکې په اړه خبرې کړې

0

د جرمني سیاستوال او د حزب اتحادیه سوسیال مسیحی غړی آندریاس مینیخ اعلان کړی چې له رضا پهلوی سره یې لیدنه کړې او د ایران د راتلونکې په اړه یې خبرې کړې دي.

نوموړي په ټولنیزه شبکه ایکس کې په خپل پیغام کې لیکلي: «د ایران د راتلونکې په اړه له شهزاده رضا پهلوي سره خبرې وشوې.»

مینیخ زیاته کړې: «ازاد ایران د منځني ختیځ لپاره د لا ډېر ثبات او د اتریش او اروپا لپاره د لا زیات امنیت معنا لري. ازادي او بشري حقونه زموږ ګډې امنیتي اندېښنې دي.»