یکشنبه, مې 31, 2026
Home Blog Page 898

د یوناما نوې مرستیاله؛د خپل ماموریت د پیلولو لپاره تېره ورځ کابل ته راغله

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر(یوناما) اعلان کړی، چې د یوناما نوې مرستیاله جورجیت ګانیون د خپل ماموریت د پیلولو لپاره تېره ورځ کابل ته راورسېده.

تر دې وړاندې جورجیت ګانیون د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ په یوناما کې د بشري حقونو د څانګې د مشرې په توګه کار کړی دی.

نوموړی د روانې میاشتې په دریمه نېټه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش له خوا د یوناما د نوې مرستیالې په توګه وټاکل شوه.

ایران؛له ملګرو ملتونو غوښتي چې د لبنان په هکله دې بېړنۍ غونډه وکړي

0

په ملګرو ملتونو کې د ایران دايمي استازي امیر سعید ایرواني د دغه سازمان سرمنشي انتونیو ګوترېش نه په یو لیک کې غوښتي، چې د لبنان په هکله دې دغه شورا بېړنۍ غونډه را وبلي.

نوموړي ویلي، چې د دې غوښتنې موخه پر لبنان او غزې د اسرائیل بریدونو ته پاملرنه ده.

ایرواني په دې لیک کې لیکلي، چې ایران له امنیت شورا څخه غوښتنه کوي چې د اسرائیل رژیم د ترهګریز یرغل او په لبنان او ټوله سیمه کې د دغه جګړه‌غوښتونکي رژیم د دوامدارو جنایتونو په هکله عاجل ناسته جوړه او د جګړې بشپړ مخنیوی وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په لبنان کې د اسرائیلو په بریدونو کې د حزب‌الله مشر حسن نصرالله ووژل شو.

وانګ‌یي:د افغانستان وضعیت د سیمې له سولې سره تړلی

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي وايي، د افغانستان وضعیت د سیمې له سولې او امنیت سره تړلی دی.

نوموړي د ملګرو ملتونو د عمومي غونډه کې ویلي، چې له افغانستان سره باید له ترهګرۍ سره د مبارزې، د خلکو د ژوند او اقتصاد د ښه کولو په برخه کې مرسته وشي.

په همدې حال کې یو شمېر هېوادونو خبرداری ورکړی، چې که طالبان په شپږو میاشتو کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو د سرغړونې مخه ونه نیسي، د هاګ محکمې ته به یې بوځي.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیره:د طالبانو تر واکمنۍ لاندې باید نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړل شي

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې رتنو موسودي د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې افغانستان کې د نجونو پر زده کړو ټینګار وکړ.

نوموړې ویلي، چې ښځې د ټول شموله سولې په ټینګښت کې مهم رول لوبوي او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې باید د ښځو او نجونو زده کړې تضمین شي.

په همدې حال کې جرمني، اسټرالیا، هالنډ او کاناډا په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې دوی به د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو له کنوانسیون څخه د سرغړونې له امله د عدالت نړیوالې محکمې ته د طالبانو پرضد عریضه وکړي.

دغو څلورو هېوادونو خبرداری ورکړی، چې که طالبان په شپږو میاشتو کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو د سرغړونې مخه ونه نیسي، د هاګ محکمې ته به یې بوځي.

ګوتریش:په سیمه کې د یوې لویې جګړې د رامنځته کېدو خبرداری ورکړی

0

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د لبنان د حزب الله د مشر حسن نصرالله د وژل کېدو په غبرګون کې په سیمه کې د ټولو خواوو د جګړې رامنځته کېدو خبرداری ورکړی دی.

نوموړي ویلي، چې هغه په ​​بیروت کې د پیښو د زیاتیدو په اړه ژوره اندیښنه لري.

ګوتریش په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې بیروت کې د جګړې د زیاتوالي په اړه ژوره اندېښنه لري او زیاته کړې یې ده چې دا تاوتریخوالی باید ژر تر ژره له منځه یوړل شي.

ګوتریش دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تېره ورځ د اسرائیل په بریدونو کې د حزب‌الله مشر حسن نصرالله ووژل شو.

ایران کې؛د دوو افغانانو په ګډون ۱۴ تنه اعدام شوي

د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، په ایران کې د دوو افغانانو په ګډون ۱۴ تنه اعدام شوي دي.

یاد سازمان ویلي، چې دغه ۱۴ کسان د شېراز د عادل‌اباد په مرکزي زندان کې اعدام شوي دي.

په ناروې کې د ایران د بشري حقونو سازمان چې یو غیردولتي بنسټ دی، وايي چې له دې سره په تېرو دوو اوونیو کې په دغه زندان کې د اعدام شویو بندیانو شمېر ۱۹ ته ورسېد.

دغه بنسټ ویلي، دوه کاله مخکې په ایران کې ۱۶ افغانان، خو تېر کال ۲۵ افغان وګړي اعدام شوي وو.

امریکا؛د حزب‌الله خلاف د اسرائیل د بمباریو ملاتړ وکړ

0

امریکا په لبنان کې د حزب‌الله ډلې خلاف د اسراییل د بمباریو ملاتړ وکړ.

د امریکا ولسمشر جوبایډن په یوه اعلامیه کې ویلي، چې اوس په لبنان او غزه کې د اوربند وخت راغلی دی.

نوموړي د حزب‌الله ډلې د مشر حسن نصرالله وژنه د زرګونو امریکایانو، اسراییلیانو او ملکي لبنانیانو په ګډون د هغه د ګڼو قربانیانو لپاره د عدالت یو اقدام ګڼلی دی.

بایډن زیاته کړې، چې د حزب‌الله، حماس او حوثي یاغیانو خلاف اسرائیل د ځان د دفاع حق لري.

بل لورته د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندې کاملا هاریس ویلي، چې حسن نصرالله یو تروریست و چې لاسونه یې د امریکایانو په وینو سره وو.

د حزب‌الله د مشر؛حسن نصرالله وژل کېدو غبرګونونه را پارولي

0

د حسن نصرالله وژل کېدو د نړۍ په زیاتو برخو کې غبرګونونه راپارولي دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د حسن نصراله وژنه او د حزب‌الله کمزوري کېدل د ایران لپاره یوه لویه ضربه بللې ده.

خلیلزاد پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د ایران د ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي په ګډون ایراني مشران وېرېږي چې دوی به هم په نښه او ووژل شي.

په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د اسرائیل په هوايي برید کې د حزب‌الله د مشر حسن نصرالله له وژل کېدو سره-سره به هم د هغه لاره روانه وي.

په همدې حال کې د ایران تسنیم خبري اژانس ویلي، د ایران هوايي شرکت ایران اییر بیروت ته ټولې الوتنې تر بلې خبرتیا پورې ځنډولې دي.

بلخوا رویټرز ویلي، چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په لبنان کې د اسراییل وروستي بریدونه د اسراییل د “نسل وژنې، اشغال او تېري” د پالیسۍ د برخې په توګه غندلي.

حماس ډلې هم د حسن نصرالله پر مړینه خواشیني څرګنده کړې.

د عبدالحکیم شرعي له ګوښه کیدو وروسته، د حزب اسلامي امیر بیاځلي ملاقاتونه پیل کړل

د طالبانو د عدلیې وزیر له ګوښه کیدو سره سم او له نسبتا اوږد ځنډ وروسته د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار کابل کې د خپل ګوند له یوشمیر غړو او پلویانو سره بیا لیده کاته پیل کړي دي.

د ګلبدین حکمتیار اړوند ډیلي شهادت ورځپاڼې د ګلبدین حکمتیار د عکسونو سره لیکلي:« د قدرمن حکمتیار صاحب د نن ورځې ملاقاتونه د حزب اسلامي له متعهدینو سره کابل کې، زمونږ قدرمن مشر کابل کې دی او هر ورځ له خپلو هېوادوالو سره ملاقاتونه او کتنې لري.»

ددغې ملاقاتونو په اړه یادې ورځپاڼې نور جزیات نه دي ورکړي چې د حزب اسلامي رهبر د خپل ګوند غړو او پلویانو ته څه ویلي.

خلیلزاد:منځني ختیځ کې اوسنی وضعیت د لبنان لپاره ښه فرصت دی

د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په منځني ختیځ کې اوسنی وضعیت د لبنان لپاره یو ښه فرصت بولي.
نوموړي لبنانیان استثناي خلک یاد کړي او نیوکه یې کړې، او ویلي چې دوی له ډیرو کلونو راهیسې د حزب الله لخوا یرغمل شويدي.
نوموړي د نړۍ په ګډون د منځني ختیځ په ځانګړي ډول د سعودي عربستان او نورو عرب هیوادونو غوښتې چې د لبنان سره پدې حساسه مرحله کې مرسته وکړي.