دوشنبه, مې 25, 2026
Home Blog Page 896

ملګري ملتونه:منځني ختیځ کې د جګړې پراخېدو ته اندېښمن یو

0

ملګرو ملتونو په منځني ختیځ کې د جګړې د پراخېدو د احتمال له کبله وېره او اندېښنه ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دوجاریک پرون په نیویارک کې رسنیو ته ویلي، چې ملګري ملتونه د حزب‌الله او اسراییلو له حملو وروسته په منځني ختیځ کې د جګړو د پراخېدو د احتمال له کبله اندېښمن دي.

دوجاریک زیاته کړې، چې سرمنشي انټونیو ګوټېرېش له دې کبله ډېره اندېښنه لري او د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې له زغم او صبر څخه کار واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د اسراییل پوځ د لبنان د پلازمېنې بیروت د جنوب پر ضاحیه سیمې په هوايي برید کې یې د حزب‌الله مهم قوماندان ابراهیم عقیل وژلی دی.

خوست کې؛د طالب سرتېرو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه شوې

خوست کې د طالب سرتېرو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې.

دغه نښته د خوست په غلام خان بندر کې د طالب سرتېرو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ پرون له یوې وقفې وروسته د شپې تر ناوخته پورې روانه وه.

د دواړو لوریو د دغه نښتې د مرګ ژوبلې ډېر جزیات نه دي ورکړل شوي؛ خو پرون د غلام خان بندر د طالبانو کمیسار بلال جان وردګ د جګړې له پیلېدو وروسته رسنیو ته د یو طالب سرتېري د وژل کېدو خبر ورکړی.

ځایي سرچینې وایي، چې ددغې نښتې له کبله له شاوخوا سیمو ځینې خلک د کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي.

افغان کرکټ ملي لوبډلې؛د لومړي ځل لپاره له سویلي افریقا د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ وګټله

افغان کرکټ ملي لوبډلې د روانې لوبلړۍ په دویمه لوبه کې سوېلي افریقا ته د ۱۷۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د روانې لوبلړۍ اتلولي یې وګټله.

ددغې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپ‌وهنې پرېکړه وکړه.

د افغان لوبډلې لپاره رحمان‌الله ګربز ۱۰۵، رحمت‌شاه ۵۲ او عظمت‌الله عُمرزي ۸۶ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۳۱۲ منډو هدف ورکړ.

افغان لوبډلې په توپ‌اچونه کې راشدخان پنځه، ننګیال خروټي څلور او عُمرزي یوه وېکټه ترلاسه کړه.

د ټاکل شوي هدف په ځواب کې سوېلي افریقا د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۳۴ منډې وکړې او لوبه یې وبایلله او د روانې لوبلړۍ اتلولي افغانستان په خپل نوم کړه.

د یادونې ده چې افغان لوبډله به د سوېلي افریقا پر وړاندې خپله وروستۍ لوبه به د سپټمبر پر ۲۲مه په شارجه کرکټ نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره کړي.

فدایي:موسیقي ته درناوی حلال او روا شو

د ایران د اسلامي یووالي کنفرانس کې د دغه هېواد ملي سرود ته د طالبانو د درېدو په غبرګون کې په تېر جمهوري نظام کې د پکتیا والي محمد حلیم فدایي ویلي، چې بالاخره موسیقي ته درناوی حلال او روا شو.

ښاغلي فدایي په خپله ایکس‌پاڼه د ایران ملي سرود ته د طالبانو د درېدو ویډیو سره لیکلي، چې بالاخره موسیقي ته درناوی حلال او روا شو.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې نن د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال عزیزالرحمن منصور د ایران ملي سرود ته د نه درېدو له کبله د ایران له خلکو بښنه وغوښته.

منصور ویلي وه، چې ایران یې ورور، ګاونډی او کلتوري شریک دی؛ خو په دوی (طالبان) کې دا کلتور دی، چې دا ډول ترانو ته نه دریږي.

افغان کرکټ ملي لوبډلې؛سویلي افریقا ته ۳۱۲ منډې هدف وټاکه

0

افغان کرکټ ملي لوبډلې نن په دویمه یو ورځنۍ سیالۍ کې سویلي افریقا ته د ۳۱۲ منډو هدف ورکړ.

دغه لوبه کې افغان لوبډلې د ۵۰ اورونو په لوبولو سره د ۴ ویکټو په زیان ۳۱۱ منډې ترسره کړې.

ددې لوبې پچه افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه.

دغه سیالۍ کې رحمن الله ګربز په ‍۱۱۰ توپونو ۱۰۵ منډې؛ ریاض حسن په ۴۵ توپونو ۲۹ منډې؛ رحمت شاه په ۶۶ توپونو ۵۰ منډې؛ محمد نبي‌ په ۱۹ توپونو ۱۳ منډې؛ عظمت الله عمرزي په ۵۰ توپونو ۸۶ منډې؛ او راشد خان په ۱۲ توپونو ۶ منډې وکړې.

د دغه لوبلړۍ لومړۍ لوبه افغانستان د ۶ وېکټو په توپیر ګټلې وه.

بیروت کې؛د اسرائیلي بې پیلوټه الوتکې د برید له کبله د ۵ تنو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی

0

د ایران اړوند تسنیم خبري اژانس د خپلو ځایي خبریالانو له قوله ويلي، چې د لبنان په بیروت ښار کې د اسرائیلو په ننني برید کې پنځه تنه وژل شوي دي.

دوی ویلي، چې اسرائیلي بې پیلوټه الوتکې د استوګنې یوه ودانۍ په نښه کړې، چې تر اوسه یې د پنځو تنو د وژل کیدو خبر ورکړی دی.

یاد اژانس ویلي، چې ځینو سرچینو په دغه برید کې د حزب الله د یوه لوړ رتبه غړي د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د ایران له فشارونو وروسته؛طالبان مجبور شول، چې ملي سرود ته یې ودرېږي

د طالبانو له پلاوي سره د ایران د سخت چلند او د دې ډلې د سرپرست سفیر تر احضار وروسته، په میلاد ټاور کې د اسلامي یوالي کنفرانس د غړو په نننۍ غونډه کې د طالبانو د پلاوي غړي د ایران د ملي سرود د غږولو پر مهال ودرېدل او درناوی یې وکړ.

طالب پلاوي ویلي وو چې دوی ځکه ملي سرود ته نه دریږي چې موسیقي په کې غږول کیږي، او پدې لامل یې د افغانستان ملي سرود هم بند کړی دی، خو د کوربه هیواد فشار دوی اړ کړل چې د موسیقۍ سره غږیدونکي د ایران ملي سرود ته ودریږي او درناوی یې وکړي.

نبیل:ایران غوښتل چې طالبانو ته د اوړو پوزه کېږدي؛ خو دا کار یې له بدو نه بدتر شو

د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت رییس رحمت الله نبیل ایران ته د پېغور په شکل ویلي: “داسې ښکاري چې ښاغلي قمي او ملګرو يې ډېره هڅه کړې چې خپل مذهبي ورور یعنې د طالبانو استازي ته دلته د اوړو پوزه کېږدي؛ مګر دا کار یې له بد څخه بدتر شو.”

نوموړي ویلي، نه یوازې دا چې د ایران دغه طرحه ناکامه شوه، بلکې د طالبانو استازي د ایران ملي سرود یوه عادي ترانه وګڼله او ویې ویل چې زموږ دود دا دی چې ترانې ته نه درېږو.

ښاغلي نبیل قمي ته په کنایې کې دا متل ویلی: “ښاغلی قمي، لکه څنګه چې پخوانی متل دی: “ګرمې اوبه عذاب دی!”

رحمت الله نبیل دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې تېره ورځ ایران کې د اسلامي یووالي کنفرانس کې د ایران ملي سرود ته طالب چارواکی نه دی درېدلی او اوس یې ددې کړنې لپاره له ایران بخښنه غوښتي ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت؛ملي سرود ته د توهین په موخه د طالبانو سرپرست سفیر احضار کړ

که څه هم د ایران ملي سرود ته د نه درېدو په تړاو د طالبانو د حج او اوقافو مرستیال د ایران له خلکو بخښنه وغوښته؛ خو د ایران فارس خبري آژانس وایي، د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت ملي سرود ته د طالب چارواکي د بې احترامۍ په پار د طالبانو سرپرست سفیر یاد وزارت ته احضار کړی دی.

دغه طالب چارواکي د اسلامي یووالي کنفرانس کې د ایران ملي سرود پر مهال پر خپل ځای ناست و.

‏یاد طالب چارواکي په یو ویډیویي کلیپ کې ویلي، چې ایران یې ورور، ګاونډی او کلتوري شریک دی؛ خو په دوی (طالبانو) کې دا کلتور دی، چې دا ډول ترانو ته نه درېږي.

عزیز الرحمن منصور:د ایران ملي سرود ته د نه درېدو له کبله له ایرانیانو بخښنه غواړم

د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال عزیزالرحمن منصور د ایران ملي سرود ته د نه درېدو له کبله د ایران له خلکو بښنه غوښتي.

نوموړی د اسلامي یووالي کنفرانس کې د ایران ملي سرود پر مهال پر خپل ځای ناست وو.

منصور ویلي، ایران یې ورور، ګاونډی او کلتوري شریک دی؛ خو په دوی (طالبان) کې دا کلتور دی، چې دا ډول ترانو ته نه دریږي.

د هغه په خبره دا یو قصدي عمل نه وو، خو د هغه کلتور دوام وو، چې افغانستان کې یې دوی په خپل منځي غونډو کې لري.

نوموړي ویلي، د ایران خلک د ده پر دغې کړنې خواشیني شوي، چې اوس یې دوی له امله بښنه غواړي.