سه شنبه, جون 2, 2026
Home Blog Page 854

اسرائیل؛د هوایي ځواک د پیاوړتیا لپاره ۲۵ ایف پنځلس الوتکې اخلي

0

د اسرائیل دفاع وزارت وایي، له بوئینګ شرکت سره یې د ۲۵ ایف ۱۵ جنګي الوتکو قرارداد کړی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا قرارداد د ۵.۲ میلیاردو ډالرو په ارزښت شوی.

د اورشلیم راپور د معلوماتو پر اساس، دا الوتکې پر مهمو وسایطو سمبالې دي.

د اسرائیل دفاع وزیر دا د خپل هوایي ځواک د پیاوړتیا لپاره د پام وړ اقدام بللی.

د پاکستان پنجاب کې؛د ککړې هوا له کبله ښوونځي رخصت شوي

0

د ککړې هوا له کبله پنجاب کې ښوونځي رخصت شوي دي.

د پنجاب ایالت چارواکو ویلي، ټاکل شوې چې زده کوونکو ته به د اکتوبر تر اوولسمې نېټې پورې ان لاین زده کړې ورکړل شي.

پاکستان کې د هوا ککړتیا سبب د بې کیفیته سون توکو کارول ګڼل کېږي.

د اټومي انرژۍ د نړیوالې؛ادارې مشر راتلونکو څو ورځو کې ایران ته ځي

0

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي وايي، راتلونکو څو ورځو کې به ایران ته ولاړ شي او هلته به له ایراني چارواکو سره د اټومي پرواګرام په اړه خبرې وکړي.

هغه په روم کې خبریالانو ته ویلي، تمه لري، چې ټرمپ سره هم په دې برخه کې رغنده همکاري ولري.

که څه هم ایران او امریکا اټومي تړون هم درلود؛ خو ټرمپ پر خپله تېره دوره کې له دغه تړون څخه ووت او لاهم نامعلوم پاتې.

ایراني چارواکي د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې متخصصین نه پرېدي، چې د دغه هېواد له یورانیمو لیدنه وکړي.

تېره اکټوبر میاشت؛پاکستان کې ۴۸ بریدونو ۱۸۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

0

تېره اکتوبر میاشت په پاکستان، پښتونخوا او بلوچستان کې د شویو بریدونو له کبله ۱۸۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د پاکستان د سولې انسټیټیوټ ویلي، چې تېره اکټوبر میاشت په دغه هېواد کې ۴۸ مرګوني بریدونه ترسره شوې، چې ۱۰۰ تنه پکې وژل شوي او ۸۰ نور ټپیان دي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې ۵۲ تنه د پاکستان امنیتي ځواکونه، ۳۶ ملکي وګړي او ۱۲ وسله وال وژل شوي دي.

د ټرمپ بیا راتګ؛ایا خپلې ژمنې به پوره کړي؟

0

د امریکا نوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو وار بیا سپینې ماڼۍ ته ورستنیږي.

سره له دې، چې هغه پر انتخاباتي منډو ترړو کې یو شمېر ژمنې کړې وې؛ خو وبه لیدل شي چې څومره به یې پوره کړي.

د افغانستان د باګرام مسئله، د افغانستان په قضیه کې د یو شمېر امریکايي چارواکو له دندو لرې کول، د اوکراین جګړې ختمول او د کډوالو مخنیوی هغه مهمې ژمنې وې، چې ټرمپ په مکرر ډول کړې وې.

نوموړي تېره ورځ په خپلو خبرو کې هم ټینګار وکړ، چې جګړه نه غواړي او امریکا به پخواني حالت ته ورستنه کړې.

خوست کې؛د طالبانو د امربالمعروف کسانو ژمن راډیو بنده کړې

خوست کې د ژمن ټلویزیون له بندېدو وروسته؛ اوس هلته د ژمن راډیو هم بنده شوې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، چې دا راډیو د طالبانو امربالمعروف او نهې عن المنکر ریاست د کارکوونکو په امر تړل شوې.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغې راډیو کې د یوې خپرونې پر مهال موسیقي اورېدل شوې.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا راډیو تېره ورځ تر غرمې وروسته بنده شوې ده.

یاد مرکز پر دغې پرېکړې اندېښنه ښوودلې او هیله یې څرګنده کړې چې بېرته د فعالیت اجازه ورکړل شي.

بنیامین نتنیاهو؛له ټرمپ سره تلیفوني خبرې کړې دي

0

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د امریکا له نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ټیلفوني خبرو کې ایران د اسرائیل لپاره یو ګواښ بللی دی.

د نتنیاهو له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو په دې خبرو کې د اسرائیل لپاره د امنیت راوستو په برخه کې پر ګډ کار ټینګار کړی.

که څه هم تر اوسه سپینې ماڼۍ په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو ټرمپ پر خپلې لومړۍ وینا کې ویلي وو، چې دی د جګړی پلوی نه دی.

جوبایډن؛ټرمپ ته سپینې ماڼۍ ته د ورتګ بلنه ورکړې ده

0

د امریکا ولسمشر جوبایډن په ولسمشریزو ټاکنو کې ډونالډ ټرمپ ته د بریا مبارکي ورکړې ده.

جوبایډن ټرمپ سره تلیفوني خبرې کړي او د مبارکي ترڅنګ یې هغه ته سپینې ماڼۍ ته د ورتګ بلنه ورکړې ده.

ویل کېږي چې بایډن به ټرمپ ته د سپینې ماڼۍ د ملاقات پر مهال چې ټاکل شوې ژر ترسره شي، د کلیانو او د هغه ټیم ته د سپینې ماڼۍ د ورسپارلو چمتووالی ونیسي.

د ټرمپ ټاکنیز کمپاین ویلي چې، نوموړی دغه ملاقات ته سترګې په لاره دی او په خبره یې ټرمپ د جوبایډن له‌دې ټیلفوني مکالمې هرکلی کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ډونالډ ټرمپ د امریکا ولسمشریزې ټاکنې وګټلې او یو ځل بیا د امریکا ولسمشر شو.

افغان کرېکټ لوبډلې؛په یو ورځنۍ نړیواله لوبه کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه

0

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په لومړۍ یو ورځنۍ نړيواله لوبه کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه.

په دغه لوبه کې افغان لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړی د توپ وهنې پرېکړه وکړه، او په ۴۹.۴ اورونو کې يې سيالې بنګله دېشۍ لوبډلې ته ۲۳۶ منډې هدف ورکړ.

د بنګله دېش لوبډلې ټاکل شوي هدف ته ځان ونه رسوه او د لوبې ۳۵ اوور کې یې د ټولو لوبغاړو په زیان سره ۱۴۳ منډې وکړې.

په دې لوبه کې محمد نبي ۸۴ او لوبډلمشر حشمت الله شهيدي ۵۲ منډې وکړې.

مولوي عبدالکبیر:ولسونه دې د دوی د نظام د ټینګښت لپاره لاسونه سره یو کړي

د طالبانو حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وایي، ولسونه دې په هېواد کې د دوی د نظام د ټینګښت او د امن، سوکالۍ او پرمختګ لپاره لاسونه سره یو کړي.

هغه د بغلان او لوګر له یو شمېر مشرانو سره کتنه کې ژمنه کړې، چې د لوګر او بغلان ولایتونو د اوسېدونکو د ستونزو د حل په موخه به اړوندو ادارو ته لازم هدایت وکړي.

نوموړي دغه راز ویلي، چې د دوی نظام د ټولو افغانانو شریک دی.

عبدالکبیر دغه راز زیاته کړې چې د دوی حکومت خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو او د دوی د ستونزو د حل لپاره هڅې کوي.