پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 848

انس حقاني:فقر له تېر حکومت راته په میراث پاتې؛ ژر به دا ستونزه هم حل کړو

لوړ پوړی طالب چارواکی انس حقاني وايي، فقر او بې کاري دوی ته له تېر څخه په میراث پاتې ده او تمه شته، چې دا ستونزې به هم حل کړي.

ِّهغه د زمري میاشتې په ۲۴مه د طالبانو حکومت د بیا واکمنۍ د درېیمې کالیزې په مناسبت لیکلي چې د ملي حاکمیت اعاده، د سرتاسري امنیت او د واحد زعامت رامنځته کېدل، پر خپلې ملي بودجې د نظام چلول، د افغانانو تر منځ د اتحاد او وحدت بیارغونه، د قدرت د جزیرو په له منځه وړلو د دولت د حیثیت اعاده کول، د مخدراتو په مقابل کې پرېکنده موقف د دوی د نظام له مهمو لاسته راوړنو څخه دي.

د حقاني په خبره، د نورو کورونه د افغانانو دایمي کورونه نشي کېدلای او په کار ده، چې ټول افغانان په یووالي سره د خپل هېواد د ابادۍ لپاره کار وکړي.

د یادونې ده چې نن د اسد ۲۴مه، چې د اګست له ۱۴مې سره برابره ده، پر افغانستان د طالبانو حکومت د بیا واکمنۍ له درېیمې کالیزې سره برابره ده.

هنیه له خپلې کورنۍ سره یو ځای شو

لیکوال: پوهاند محمد اسمعیل یون

کله چې یو څوک یا شهید شي او یا په ناڅاپي ډول مړ شي ، نو سترګې یې رڼې پاتې شي ، زموږ په ولسي -مذهبي روایاتو کې راځي چې هغه د خپلې کورنۍ د یو محترم غړي او ښاغلي مشر انتظار کوي ، کله چې یې هغه پر مخ د مهربانۍ او مینې لاس کش کړي ، نو د هغه سترګې پټې شي او انتظار یې پایته ورسي . نن نو د شهید اسمعیل هنیه د شهیدې کورنۍ لپاره د خپل پلار او مشر د لیدو لومړۍ ورځ ده ، نن به هغه خپل ماشومان او نږدې عزیران په غېږ کې ونیسي ، یو یو به ښکل کړي ، څوک به یې غېږ کې ناست وي ، څوک به یې پر ولو ناست وي او چا به یې له غاړې لاسونه راتاو کړي وي، یو د مینې مجلس به جوړ وي ، څوک به ورڅخه یوه پوښتنه کوي ، څوک به بله ، څوک به ورته وايي څه خبرې وې په فلسطین کې ؟ څه خبرې وې په غزه کې ؟ بمبار و کنه و ؟ ماشومان هماغسې شهیدانېدل ؟ د نیا هماغسې په ننداره ورته ولاړه کنه ؟ انسانیت ژوندی شوی و که لا هم مړ و؟ عرب شیخان د عیاشۍ او بې تفاوتۍ له درانه خوبه راویښ شوي وو کنه لا اوس هم د حج پر عایداتو خپل نفسي خواهشات او ضروریات پوره کوي؟ اسلامي امت څنګه دی ؟ وایي چې شمېر یې تر یونیم میلیارد وګړو اوښتی ، هغوی شته ؟ژوندي دي که پر ابدي خوب ویده دي؟ هو هغه د بشري حقونو د دعوتګرو پوښتنه به هم کوي چې هغوی څنګه دي ؟ د غزې د څلوېښت زرو شهیدانو پر حال خبر دي او هغوی د بشر له نسله ګڼي کنه ؟ ماشومان به یې دا پوښتنه هم کوي ؛ هو پلاره هغه زموږ د ښار د کوڅې ماشومان به څنګه وي ؟ مازیګر مهال به لوبو ته راوځي او کنه د الوتکو بمبار به خوړلي وي ؟ ؟
نن به د هنیه او د هغه د شهیدې کورنۍ د دوه ویشتو شهیدو ګلانو تر منځ همدا خبرې ، پوښتنې او ګروېږنې تبادله کېږي، هنیه به غلی وي ، د ټولو پوښتنو ځواب به ور سره نه وي او یا به نه غواړي ټولو پوښتنو ته پر دې لومړۍ ورځ ځواب ووايي ، ځکه چې دا یې لومړۍ ورځ ده ، نن ایله همدومره وشي چې د خپلو اولادونو او د کورنۍ د غړو پر دیدن موړ شي ، خو دا یوه خبره به ضرور ورته کوي چې بچیو تاسو ته مې د پېغور تاریخ پرېنښود ، پر هغه ورځ چې تاسو له موږه کډه وکړه ما او مور دې و نه ژړل ، استقامت مو باینلود ، موږ وویل چې زموږ اولادونه د فلسطین تر نورو بچیانو زیات نه دي ، د ټول فلسطین اولادونه زموږ اولادونه دي، تاسې به وایې چې مور او پلار مو څومره سخت زړي وو ، چې پر موږ یې و نه ژړل ، نه زما ګلالیو ! موږ ډېر وژړل ، خو په زړه کې مو وژړل ، له خلکو پټ مو وژړل ، یوازې خدای پاک زموږ ژړا ولیده، د هغې مور او هغه پلار ، چې غبرګ اولادونه یې په وینو کې رنګ پراته وي ، درد یوازې الله تعالی احساسولای شي، ځکه چې هغه تر موره اویا ځله مهربانه دی. نن زه راغلی یم چې ستاسو پر دیدن موړ شم ، نن د ډېرو خبرو مجال نه شته، خو نن دومره درته وایم چې پلار مو بېغرته نه و، تاسو ته یې د پېغور جامې را نه وړې ، تاسو ته یې د حسین تاریخ بیا را ژوندی کړ، زه او زما کورنۍ په اوسني عصر کې د معاصرې کربلا بله بېلګه یو ، ټوله کورنۍ مو د حق لپاره قرباني شوه ، خو باطل ته تسلیم نه شو. نو بچیو ! پلار مو تاسو ته د غیرت او متانت تاریخ ډالۍ کړ. هو زه که هلته نه یم ، خو زما روح ژوندی دی، هغه د فلسطین پر سردرو پروازونه کوي ، د فلسطین پر شاه زلمو د ازادۍ او خپلواکۍ جذبې وېشي، د سرښندنو لړۍ به روانه وي، د شهیدانو کاروان به روان وي ، تمېږي به نه، د دې کاروان سر به یو وخت د بیت المقدس سر ته رسي ، هلته به د ازادۍ رپی رپوي ، ډېر عرب شېخان به یې ویني ، اسلامي امت به په ملامتو سترګو ورته ګوري ، یو ځل بیا به د صلاح الدین ایوبي روح تازه کېږي ، د عربو شیخان به یو بل ته ګوري ، ورو ورو به یو بل ته په غوږ کې وايي : موږ د چا زامن یو ؟ د صلاح الدین ایوبي که د ابوجهل؟
اولادونه به یې هنیه ته ټول غوږ غوږ وي ، پر دې وخت کې به دی ورته وایي ځئ ځئ بچیانو ځئ نن لومړۍ ورځ ده ، ټول ویده شئ ، په یوه ورځ کې د تاریخ ټول داستان نه بیانېږي ، تاسې لاړ شئ ویده شئ ، چې زه مې خپل رب سره د خپل زړه خواله وکړم او پر خپل ملت د روان ناورین او غمیرې کیسه ورته ټکي په ټکي بیان کړم…فلسطینه د خدای پامان..

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.

د روسیې پر خاوره د اوکراین له بریدونو وروسته؛روسیې په سرحدي سیمه کې بیړنی حالت اعلان کړی

0

د روسیې پر خاوره د اوکراین د بریدونو له دوام وروسته، د بیلګورود په سرحدي سیمه کې بیړنی حالت اعلان شوی.

د بلګورود والي وايي، د اوکرایني ځواکونو له خوا د توپونو په ډزو کې کورونه ویجاړ شوي او ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

بل لورته د امریکا ولسمشر جوبایډن د روسیې په کرسک سیمه کې د اوکراین برید د ولادیمیر پوتین لپاره “حقیقي ستونزه” وبلله.

د اوکراین په سرحدي سیمه کرسک کې تېره اوونۍ برید مسکو حیران کړ.

اوکراین ادعا کوي چې ځواکونو یې د روسیې په جنوبي کرسک سیمه کې ۷۴ ښارګوټي نیولي دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین د برید په اړه د “متناسب ځواب” خبرداری ورکړی.

فضلي:افراطي ډلې د اصلاح کېدو وړ نه دي

د تېر جمهوري حکومت د چارو ادارې لوی رییس فضل محمود فضلي وايي، دوی افراطي ډلو ته په نږدې کېدو او له دې لارې د هغوی په اصلاح کېدو باور نه لري.

نوموړي ویلي، تېرو تجربو وښوده چې د دوی اصلاح او له دوی سره ګډ کار ناممکن دی.

د فضلي په خبره، دوی له ملتپالو افغانانو سره ژورې ستونزې لري او په کار ده چې فاصله ورنه واخیستل شي.

هغه بهرنیانو ته د لاس اوږدولو او له دوی څخه د مرستو غوښتلو باندې مخالفت ښودلی او ویلي یې دي چې د افغانستان ستونزه اوږد مهاله ده او په لنډ مهال کې نه حل کېږي.

هغه د دې ستونزې د حل لپاره مبارزه یوازینۍ لار ګڼلې.

د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګه:افغانستان کې د ښځو وضعیت نور هم سخت شوی

د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګې په یو راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو وضعیت نور هم سخت شوی دی.

په یاد راپور کې راغلي چې طالبانو د ۷۰ فرمانونو له مخې د نجونو او ښځو ژوند په مستقیم ډول محدود کړی دی.

په دغه راپور کې د یوې نظر پوښتنې پر اساس ویل شوي، چې ۸ سلنه افغانان داسې ښځې یا نجونې پېژنې چي ځان وژنې ته اړ شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې نن په افغانستان کې د طالبانو حکومت واک ته د رسېدو درېیمه کلیزه نمانځي.

هېره دې نه وي چې واک ته د طالبانو حکومت له رسېدو وروسته په افغانستان کې پر ښځو ډېری بندیزونه لګېدلي او د ښځو ژوند یې له ډېرو ستونزو سره مخ کړی.

د طالبانو حکومت اعلامیه؛د زمري ۲۴مه د افغانستان په تاریخ کې یوه «مهمه او د ویاړ» څخه ډکه ورځ ده

د طالبانو حکومت د زمري (اسد) ۲۴مه د افغانستان په تاریخ کې یوه “مهمه او د ویاړ ورځ” بللې او ویلي دي چې په دغه ورځ افغانستان له شل کلن اشغال او تېري خلاص شو.

‏یاد حکومت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې شل کاله یې د «کفري» اشغال پر وړاندې هر ډول قرباني ورکړې او اوس چې شریعت حاکم شوی ټول افغانان باید د اسلامي نظام ساتنې او ملاتړ ته چمتو وي.

‏اعلامیه کې، د الله تعالی څخه د «اسلامي امارت» رهبرۍ او غړو ته په شریعت د التزام او استقامت غوښتنه او د شیطاني او انسي دسیسو او توطیو څخه د ژغورنې دعا شوې.

د طالبانو حکومت درې کلنه واکمني؛نن یې باګرام کې ځانګړي مراسم نیولي

په افغانستان د طالبانو حکومت د بیا واکمنۍ درې کاله پوره شول.

طالبانو دغې ورځې ته د فتحې نوم ورکړی او په ټول هیواد کې یې عمومي رخصتي اعلان کړې او د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې یې ځانګړي مراسم نیولي دي.

د افغانستان پخوانی ولسمشر اشرف غني او د هغه د حکومت چارواکي د ۲۰۲۱ کال اګست میاشتې په پنځلسمه له افغانستان څخه ووتل او طالبانو واک ونیوه.

دغه ورځ د عيسوي کال له مخې د اګست میاشتې ۱۵مه کېږي، خو طالبان یې ځکه نن لمانځي، چې د روان لمریز کال د زمري میاشتې له ۲۴ نیټې سره سمون خوري.

په همدې موخه د باګرام په هوایي ډګر کې یې دې ورځې ته ځانګړي مراسم نیولي چې ګڼ طالب مشران غونډې ته رسیدلي دي.

خُرم:د امریکا راتګ د ترهګرو ځپل نه؛ بلکې له لویو قدرتونو سره مبارزه وه

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رئیس عبدالکریم خرم وايي، اوس مهال افغانستان ته د امریکا د بیا راتلو لېوالتیا څو برابره زیاته شوې.

هغه ویلي، د جمهوریت سقوط دومره ناڅاپي و، چې ان طالبان هم حیران دي.

د نوموړي په خبره، افغانستان کې د امریکا ښکېلتیا د ترهګرۍ پر واندې مبارزه نه وه، بلکې د دغه جګړې هدف د لویو قدرتونو ترمنځ مبارزه وه.

خرم زیاته کړې، افغانستان کې د چین، روسیې او امریکا جګړه روانه وه، چې پایله یې دا ډول راووته.

رویټرز ته ایراني چارواکي: غزه کې اوربند د ایران او اسرائیلو د جګړې مخه نېولی شي

0

رویټرز د ایراني چارواکو په حواله ویلي، چې په غزه کې د اوربند موافقه کولی شي د ایران له خوا پر اسرائیلو د مستقیم برید مخه ونیسي.

یوه ایراني چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي، چې که د غزې په اړه خبرې ناکامې شي او یا دا احساس وکړي چې اسراییل د خبرو ځنډول غواړي، ایران به له خپلو متحدینو لکه حزب الله سره مستقیم بریدونه وکړي.

دغه ایراني چارواکي دا نه ده څرګنده کړې چې دغه هیواد څومره وخت غواړي چې له پوځي غبرګون څخه مخکې د خبرو اترو پرمختګ ته لاره هواره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسماعیل هنیه له وژلو وروسته ایران پر اسرائیلو د برید ګواښونه کوي؛ خو تر اوسه د ایران له لوري هېڅ ډول اقدام نه دی شوی.

د پاکستان د ستراتيژیک عمق ستراتیژي څه ده او په دې ستراتیژۍ کې طالبان کوم رول لري؟

لیکوال: احمدشاه انګار
د سولې او شخړو مطالعاتو او ستاتیژیکو استخباراتو کې تخصص لري

کله چې درې کاله مخکې طالبانو کابل ښار و نیوه ، نو د لومړي ځل لپاره د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل چې پاکستان وروسته له پنځوسو کالو افغانستان کې خپلو ستراتيژیکو موخو ته ورسېد ، په همدې وخت کې‌ افغانستان د پاکستان د پوځي استخباراتو مشر جنرال حمید فیض هم یو عکس خپور کړ او ورته لیکلي يې وو چې پر افغانستان د سپوږمۍ برخه خپره ده، موخه یې وه چې اوس پر افغانستان د پاکستان بیرغ رپیږي.

هغه وخت چې د پاکستان په نوم هیواد رامنځته سو، له هغه وخته د پاکستان په پوځي مشرانو کې دا فکر پیاوړی سو چې ‌ افغانستان باید د پاکستان تر نفوذ لاندې واوسي،‌ لکه د پاکستان ولسمشر مارشال ایوب خان چې به ویل د ختیځ پاکستان د دفاع اصلي ستراتيژي په لوېدیځ کې پرته ده، یعني د دې لپاره چې ختیځ پاکستان د هند د نفوذ څخه په امان کې سي باید هندوستان اړ کړل سي چې ډیر تمرکز پر افغانستان وکړي او افغانستان کې هندیانو ته سرخوږی رامنځته سي.‌

اصلاًد ستراتيژيک عمق څه مانا لري‌؟
ستراتیژيک عمق یو پوځي ستراتیژيک مفهوم دی ‌چې اصلي موخه يي‌ د جګړې د ډګر او د یو هیواد اقتصادي او ملکې سیمو ترمنځ واټن رامنځته کول دي.‌ خو د پاکستان دا ستراتيژي د افغانستان په وړاندي اوس مهال ډیره پراخه سوی ده او څلور برخې لري چې له پوځي،‌ اقتصادي، ‌سیاسي‌ او ایډیالیستي څخه عبارت دي‌‌.

په لومړي سر کې یوازې د دغه سیاست لپاره پاکستاني مشرانو نظر لاره،‌ خو کوم وخت چې بنګله دیش د هندوستان په مرسته په197 کال کې له پاکستان څخه خپلواکي واخیستله، د دې ستراتيژۍ لپاره عملي کار پیل سو، ځکه پاکستان وېره پیدا کړه چې د دوو رقیبو هیوادونو په منځ کې را ګیر پاته سو. ځکه پاکستان غوښتل چې له افغانستان سره د پښتونخوا موضوع هم د دې ستراتیژۍ د له لاري حل کړي.‌ هغه وخت يي‌ د ولسمشر سردارد محمد داوود خان خلاف‌ په پاکستان کې افغان مجاهدینو ته روزونه پیل کړه چې بیا یې په افغانستان کې ترهګریز بریدونه هم وکړل، خو کله چې په ۱۹۷۹ میلادي کال کې شورویانو پر افغانستان یرغل وکړ، پاکستان ته د دې پالیسۍ د پلې کیدو لپاره ښه فرصت په لاس ورغلی.‌

د پاکستان ستراتيژیک عمق څلور برخي لري چې زه يي دلته په لنډه توګه تشریح کوم.‌

لومړی پوځي برخه

دا چې د پاکستان جغرافیه د افغانستان او هندوستان ترمنځ داسي پرته ده چې د هند او افغانستان ترمنځ د پاکستان د خاوري جغرافيايي‌ واټن کم دی، هندوستان د پاکستان سره د ممکنه جګړې لپاره د چټک غبرګون پوځي قوت جوړ کړي،‌ چې د جګړې د پیل سره به په څو ساعتونو کې د پاکستان خاوري ته دومره ډیر داخلیږي چې که پاکستانی پوځ جګړه کوي، نو دا جګړه به تر ډیره د پاکستان پخپله خاوره کې وي او که اړ کیږي چې اتومي وسلې وکاروي، هغه به هم خپله د پاکستان په خاوره کې کاروي.‌

پاکستان د دغي ستراتيژۍ پر ضد خپل پوځي تکیتیک لري،‌ هغه داسي که فرضاً هندی پوځي په دغي ستراتیژۍ بریالي کیږي،‌ نو باید یو ځای ولري چې هلته شاته لاړ سي،‌ هغه د افغانستان خاوره ده او بیا به د هغه ځایه بیرته هندي پوځ سره جګړه پيلوي. اوس دلته یوه مهمه خبره ډیره اړینه ده ، هغه دا چې پاکستان غواړي په افغانستان کې داسې دولت وي چې هغه د پاکستان تر کنترول لاندې وي او په ځانکړي ډول ډیورنډ لاین ته پراته ولایتونو کې باید پاکستان تر ملاتړ لاندې د دوي ستراتیژيک دفاعي‌ ځواکونه چې د افغانستان د پوځ برخه وي پراته وي او کوم وخت چې د هندوستان سره جګړه کیږي نو بیا پاکستانی پوځ د دغه قوت سره په ګډه د هندی فوځ سره جنګیږي.‌
دغه ستراتيژیک ځواک طالبان دي،‌ د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا هم دې موضوع ته په خپله کتاب ( سیاست افغانستان روایت از درون ) کې یادونه کړې چې پاکستان په افغانستان کې معکوس پښتونیستان غواړي، چې معکوس پښتونیستان دغه موضوع ده چې ما مخکې تشریح کړی ده‌.‌

دوهم اقتصادي برخه

پاکستان غواړي چې افغانستان باید دایماً په پاکستان پورې متکې هیواد واوسي،‌ یعني د افغانستان ټول معدنونه به پاکستاني کمپنیو لخوا څخه را ایستل کیږي. ‌دا چې افغانستان د معدنونو د رایستلو په برخه کی مختصصین او ماشینونه نه لري،‌ نو دغه معدنونه به پاکستاني کمپني او پاکستاني کارکوونکې را باسي او بیا به د پاکستان په نوم په نړیوال بازار کې پلورل کېږي،‌ افغانستان کې به اقتصادي زیربیناوي نه رغول کیږي ، په افغانستان کې به بندونه نه جوړیږي او که جوړیږي هم تر ډیره به پر داسي ځاینونو وي چې د پاکستان په ګټه تمام سي‌، د افغانستان له لارې به پاکستاني تجاراتي توکې منځنی اسیا ته بې له کوم ترانزیتي محصول څخه ځي.

پاکستان د افغانستان پر وړاندې ریالیستي سیاست مخته وړي،‌ چې د نړیوالو اړیکو د ریالیزم د تیوري پر بنسټ د هیواد اقتصادي، ‌سیاسي‌ او پوځي پرمختګ د بل هیواد لپاره خطر ګنل کیږي،‌ دا چې د افغانستان جیو اکانومیک موقعیت داسې دی چې که پکې قوي دولت رامنځه سي، نو ډیر ژر به د اسیا په یوه اقتصادي څلور لاري بدلیږي او پاکستان غواړي چې افغانستان به یوه اقتصادي څلور لاري بدل نه سي.‌ که په لنډو کې ووایو افغانستان به هیڅ ډول اقتصادي پرمختګ نه کوي ‌او دایماً به په پاکستان پوري تړلې پاته کیږي او د افغانستان اقتصادي او پولي سیاست به هم د پاکستان په خوښه تعینیږي.‌

درېیم سیاسي برخه

پاکستان غواړي په افغانستان کې یو داسی سیاسی سیسټم حاکم وي چې اداره يي تر ډیره د دوي په ولکه کې وي.‌ دوی د پاکستان په رقم یو سیسټم پلي کوي چې پوځ او استخبارات يي‌ اصلي واکمن وي ‌او ملکې ادارات تر ډیره سمبولیکه بڼه ولري او په دغه پوځي او استخباراتي بنسټونو کې‌ د دوی ګومارل سوي اشخاص واک ولري. د دې ترڅنګ د افغانستان بهرنی سیاست به هم د پاکستان لخوا تعینیږي چې افغانستان به له کوم هېواد سره څه ډول اړیکې ساتي او دغی موضوع د تیر جمهوري نظام چارواکو چې د پاکستاني مقاماتو سره د افغانستان پر معضلې ږغېدلي په وار وار اشاره کړي،‌ ان دواړو ولسمشرانو حامد کرزی او محمد اشرف غني.‌

څلورم ایډیالوژیکه برخه
د پاکستان د ستراتيژيک عمق په سیاست کې ایډیالوژیکه برخه هم بیا پر دوو برخو وېشل شوې، یوه يي‌ متشدده اسلامي تندلاري مفکوره ده او بله هم د عدم تشدد مفکوره.‌

متشدده اسلامی تندلاري مفکوره
دا چې پاکستان د خپلو ستراتيژيکو موخو لپاره پر اسلامي توندلارۍ‌‌ ډیره پانګونه کړې او د دغه توندلارو اسلامي ډلو څخه هم په کشمیر او هم د افغانستان په جګړو کې کار اخلي او د دې له امله په نړیواله کچه بدنامه سوی هم دی او ددغه توندلارو د روزلو لپاره ای ایس ای په پاکستان زرګونه مدرسې جوړي کړي.‌ دا چې اوس طالبان د پاکستان ستراتيژيک ځواک دی په افغانستان کې واک ته رسېدلي، نو پاکستان په دې برخه کې غواړي په لومړي ګام کې دغه پاکستانی مدرسې چې د پاکستان د بدنامه کېدو اصلي عامل دي افغانستان ته را ولیږدوي.‌ او دغه پروسه له کومه وخت چې طالبان واکمن سوي چټکه سوي او خپله طالبان هم وايي‌ د افغانستان په هره ولسوالي کی د درو څخه لسو پوري نوې مدرسې جوړوي او اکثره ښوونځي يي‌ په افغانستان کی په مدرسو بدل کړي، لکه د کندهار میخانیکې عالی لیسه چې په جهادي مدرسه يي‌ بدله کړه.

دوهم غواړي د افغانستان نوي نسلونه په همدې اسلامي تندلاري مفکور وروزي،‌ لکه افغان ګډوال چې په پاکستان په همدې فکوره وروزل او تر اوسه هغه خلک په مستقیم او غیر مستقیم ډول د پاکستان ګټي تامینوي.‌ پاکستان غواړي‌ د طالبانو په مرسته په افغانستان نوي تعلیمی نصاب جوړ کړي،‌چې دغه نصاب به بیا په ټولو مدرسو او ښوونځیو او پوهنتونو کې تدرسیږي. ‌په دې سره به راتلونکې نسلونه د پاکستان ضد فکر نه لري او د طالبانو په رقم متشدده فکر به لري او دغه فکر خپله په افغانستان کې سیاسي،‌ اقتصادي او ټولنیز پرمختګ مخه ډب کوي او په دې سره د پاکستان ګټي تامنیږي.‌

د عدم تشدد مفکوره
پاکستان غواړي پاته افغانستان چې د دوي د متشددي اسلامی توندلارې فکورې څخه پاته کیږي هغوي ته د عدم تشدد مفکوره ورکړي، ‌لکه دغه کار چې په پاکستان کې پښتنو ته ورکول کیږي او د همدې دوو مفکورو له لاري يي‌ په پاکستان کې د پښتنو په نوو نسلونو کې د نیشنلیزم، ‌خپلواکۍ او د افغانستان سره د یو ځای کېدو فکر ورک کړ، که اعتراض هم کوي، هغه اعتراض يي سوله ییز دی او د پاکستان امنیت نه ګواښي. پاکستان غواړي دغه ستراتيژي‌ افغانستان کې هم پلې کړي، ‌څو عام افغانان د دې فکر په لرلو سره د دوی حاکمیت چې د اسلامي توندلارو له لارې يې‌ پلي کوي، و نه ننګوي.‌

په سیاسي علومو کې دغه ډول سیاست ته چې پاکستان ورته د ستراتيژیک عمق پالیسی وايي، نوی‌ استعمار وايي. په نوي استعمار کې د پخواني استعمار خلاف استعمارګر دولت د خپل هیواد وګړي د استعمار لپاره نه لیږي او تر ډیره خپلي ګټي د هغه هیواد په اتباعو چې د دوي نیابتي ډلي دي، تامینوي.‌ په دې سره د هیواد خلکو لخوا د پاڅون مخنیوي کیږی ځکه خلک ګوري د خپل هیواد خلک يي حاکمان دي او د دغه ډول استعمار لګښت هم کم وي. د نړیوالو اړیکو امریکايي پروفیسر جان میر شامیر وايي چې په اوسني وخت کې تر ټولو قوي ایډیالوژی د نیشنلیزم ده او نیشنلیزم د هر ډول اشغالګر قوت مخه نیسي او په خپل کتاب ( Great Delusion ) کې کاږی چې په عراق او افغانستان کې د امریکا د ناکامۍ اصلي لامل د نیشنلیزم ایډیالوژۍ ته پام نه کول و او د Surrogate Warfare ‌ په کتاب کې راغلي چې اوس مهال اکثریت دولتونه خپل ستراتيژيکې منافع د نیابتي ډلو د لاري تامینوي نه د مستقیم یرغل له لاري.