جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 847

سیاسي شنونکي:د طالبانو راتګ سره افغانستان پخوانیو پیړیو ته ستون شو

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکو د اګست پنخلسمه توره ورځ بللې ده.

دوی ویلي، پر افغانستان د طالبانو حکومت بیا واکمني د افغانستان په تاریخ کې یو تریخ فصل دی.

د شنونکو په باور، د طالبانو له بیا راستنېدو وروسته افغانستان پخوانیو پیړیو ته ستون شو.

دا په داسې حال کې ده د اګست په پنځلسمه له شل کاله واکمنۍ وروشته جمهوریت ړنګ او پر ځای یې طالبان راغلل.

د هېواد ډېری اوسېدونکي هم دا ورځ د تورې ورځ په نامه نوموي او وایي چې د طالبانو واکمنۍ له نجونو د زده کړو، کار او ډېری نور حقونه واخیستل او همداسې د ځوانانو ژوند هم ورځ تر بلې د سختۍ خواته روان دی.

هېره دې نه وي چې پرون د اسد ۲۴مه طالبانو د خپلې بریا درېیمه کلیزه ولمانځله او دا ورځ یې د فتحې په نوم ونوموله.

یونسکو:طالبانو د افغانستان دوه لسیزې پرمختګونه له منځه یوړل

د ملګرو ملتونو علمي، کلتوري او ښوونیز سازمان یونسکو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې طالبانو د ۱.۴ میلیونو نجونو له زده کړو بې برخې کولو سره د یوه نسل راتلونکې له ګواښ سره مخ کړې ده.

طالبان د ۱۴۰۰ کال د اسد په ۲۴مه واک ته ورسېدل او په راتلونکي کال کې یې د نجونو په ثانوي او لوړو زده کړو بندیز ولګاوه.

یونسکو زیاته کړې چې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته په لومړنیو ښوونځیو کې د نارینه او ښځینه زده کوونکو شمیر ۱،۱ میلیونه کم شوی دی.

یونسکو ویلي چې د وتلو په اړه اندیښمن دي او کیدای شي چې زموږ وتل د ماشومانو په کم عمر کې کار او د کم عمره ودونو د زیاتوالي لامل شي.

یاد سازمان همدا راز ویلې چې یوازې په دریو کلونو کې طالب چارواکو په افغانستان کې د پوهنې په برخه کې نږدې دوه لسیزې دوامدار پرمختګونه له منځه یوړل او اوس د ټول نسل راتلونکی په خطر کې دی.

د مقاومت په نوم جبهه:کابل کې مو پنځه طالب سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله

د ملي مقاومت په نوم جبهې ادعا کړې چې د کابل شپږمې حوزې په مربوطاتو کې د یو برید په نتیجه کې یې پنځه طالب سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله.

دغه جبهې ویلي چې دا برید یې څو شېبې وړاندې ۸ بجې شاوخوا د «بختران قلعه، چهاردهي سړک» په سیمه کې ترسره کړو.

یادې جبهې زیاته کړې چې د دغه برید په نتیجه کې د طالبانو پوسته یې له منځه وړې.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

استاد سیاف:د افغانستان نظام د یوې شرمونکې دسیسې او جوړجاړي په پایله کې لمنځه ولاړ

جهادي مشر شیخ الحدیث والقران استاد عبدالرب رسول سیاف د طالبانو حکومت د درېیمې کلیزې په مناسبت نن په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې درې کاله وړاندې د افغانستان رژیم د یوې شرمونکې دسیسې او جوړجاړي په پایله کې ړنګ شو.

استاد سیاف ویلي چې په دې ورځ ښځې د کار او زده کړې له حق څخه بې برخې شوې او ټول دولتي جوړښتونه، بنسټونه ، بشري حقونه او بشري ارزښتونه تر پښو لاندې شول.

نوموړي زیاته کړې چې ډېری بې روزګاره ځوانان سیندونو کې د کبانو خوراک شول چې دا ظلمونه د اسلام تر نامه لاندې د طالبانو له لورې تر سره شوي دي.

دغه پخواني جهادي مشر طالبانو ته وړاندیز کړی چې که له ملت سره خواخوږي لري؛ نو ژر تر ژره دې د سولې خبرې پیل کړي.

هغه ویلي که د سولې خبرې ونه شي، طالبان به ټول هېواد او هېوادوال له سختو ستونزو سره مخ کړي.

سرچینې:څو شېبې وړاندې د کابل دارالامان کې چاودنه شوې

څو شېبې وړاندې د کابل په دارالامان سیمه کې چاودنه شوې.

یوې ځایي سرچینې حماسه میډیا ته ویلي، چې دا چاودنه شاوخوا ۸ بجې رامنځته شوې.

د دغې چاودنې د مرګ ژوبلې او نوعیت په اړه څه نه دي ویل شوي.

د طالبانو حکومت هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اصف درانی:طالبان دې د ټي ټي پي غړي موږ ته وسپاري، ستونزه به حل شي

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني ویلي، که طالبان د تحریک طالبان پاکستان اړوند کسان اسلام اباد ته وسپاري، ستونزه به حل شي.

دراني دا هم ویلي چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو پر ضد باید اقدام وشي.

نوموړي دا هم ویلي، هغه کسان چې د تحریک طالبان پاکستان غړي دي او په افغانستان کې شتون لري، باید پر وړاندې یې اقدامات وشي.

دراني ټینګار کړی چې د تحریک طالبان پاکستان پناه ځایونه په افغانستان کې دي او د دغې ډلې له خوا کارول شوې وسلې شکمنې ښکاري.

د دراني دا مرکه چې نن خپره شوې، پکې یې د طالبانو حکومت ته د درېیمې کلیزې مبارکي ویلې او هیله یې څرګنده کړه چې طالبان به په خپل هېواد کې سولې، یووالي او د خلکو حقونو ته درناوي ته ژمن وي.

هرات کې؛اورلګېدنې لسګونه موټرونه سوځولي

د هرات د مرکز اړوند د مولوي ټانک په سیمه کې د اسلام قلعه د ګمرک په ګودام کې اورلګېدنې خلکو ته ګڼ مالي زیانونه اړولي.

د لومړنيو معلوماتو له مخې، دغه اور لګېدنه نن ماسپښېن دوه نېمې بجې رامنځته شوې وه.

ځایي سرچینې وایي چې په دغه اورلګېدنه کې تر ۴۵ ډېر کانټینر موټر سوځېدلي او سلګونه ميليونه افغانۍ د موټرونو او مالونو د سوځېدو له امله خلکو ته زیان اوښتی.

یاده اورلګېدنه تر اوسه مهار شوې نه ده.

ددغه اورلګېدنې د رامنځته کېدو علت تر اوسه په ډاګه شوی نه دی.

د طالبانو حکومت تر اوسه ددغې اورلګېدنې په اړه څه نه دي ویلي.

د ملي ازادۍ ګوند:طالبان یوه استخباراتي ډله ده او د ځینو تروریستي هېوادونو په اشاره د ولس برخلیک ټاکي

د افغانستان د ملي ازادۍ ګوند ویلي چې له نن نه درې کاله وړاندې د یوه شرمناکه ملي او بین المللي معاملې په پایله کې جمهوري نظام نسکور او واک د طالبانو لاس ته ورغی.

دغه ګوند په یوه اعلامیه کې ویلي چې طالبان یوه استخباراتي ډله ده چې د ځينو متعصبو هېوادونو او تروريستي سازمانونو له خوا زموږ د مظلومو خلکو برخليک ټاکي.

اعلامیه کې زیاته شوې چې زموږ پر ولس يې د (اسلامي شريعت) تر نامه لاندې په زرګونو جنايتونه کړي دي.

یاده اعلامیه کې زیاته شوې چې له اوسني وضعیت څخه د وتلو یواځینۍ لاره ملي خبرې اترې دي.

اعلامیه کې همدا راز ویل شوي چې که طالبان د ولس غوښتنو ته ونه ګوري؛ نو پکار ده چې ملي پاڅون ترسره شي.

اعلامیه کې له ټولو لوریو غوښتنه شوې چې د یوه مشروع او ملي حکومت لپاره باید په ګډه مبارزه وشي.

ایران:له افغانستان څخه یې د نشه یي توکو قاچاق کم کړی

د ایران له نشه يي توکو سره د مبارزې د مرکزي دفتر عمومي منشي او د ایران د کورنیو چارو وزارت ته نوماند اسکندر مومني ویلي، چې ایران ته د افغانستان د نشه يي توکو په قاچاق کې ۱۵ سلنه کموالی راغلی دی.

مومني ویلي، چې دغه کمښت د نشه يي توکو له قاچاق سره د مبارزې په برخه کې د ایران د ښه اقداماتو پایله ده.

نوموړي همداراز ویلي چې له ایران سره د افغانستان او پاکستان سرحدي سیمې په نړۍ کې د نشه یي توکو د قاچاق یو له مهمو لارو څخه شمیرل کیږي.

نوموړي له نشه یي موادو سره د مبارزې په برخه کې له ایران سره بهرنۍ مرستې ډیرې کمې وبللې او زیاته یې کړه چې دغه مرستې د هغو لګښتونو په نسبت چې ایران یې پرې کوي صفر دي.

کابل ته د الظواهري نا ویلې کېسه، القاعدې ولې د الظواهري ځایناستی اعلان نه کړ؟


لیک: جنان موسی او هارالد دورنبوس
ژباړه: حماد
الظواهري څرنګه کابل ته ورسید؟
د الظواهري په اړه د لومړي لاس معلومات
دوه کاله وړاندې د 2022 جولای پر 31 د حمزه الغامدي اغیزناک رول.
الظواهري په پلازمینه کابل کې د بې پیلوټه امریکايي الوتکې په برید کې ووژل شو.
په 2022 ز کې د القاعدې پخوانی مشر ایمن الظواهري په ناببره توګه د طالبانو په استخباراتو کې د یو ځوان پر وسیله پلازمینې کابل ته راورسید، دې سرکښه ځوان دا له خطره ډک کار د خپلو مشرانو له مشورې او هوکړې پرته کړې و.

« اخبار الآن» ددې لېکنې لپاره په افغانستان او پاکستان کې له مهمو او مشهورو جهادي مشرانو سره د نوم پټ ساتلو په شرط مرکې کړې دي، د مقالې لېکوالانو د خپلو سرچینو د پټ ساتلو په موخه درې نومونه بدل کړي دي.
نعمان « مستعار نوم» هغه طالب ځوان دی، چې ایمن الظواهري یې په پټه کابل ته راوستی و، د کندهار دی، هغه مهال یې د طالبانو په استخباراتو کې دنده درلوده.

الظواهري له ډېر پخوا د زړه، ګردو او پوستکي له ناروغیو ځوریده، ددې اړتیا وه، چې په ښار کې طبي مرستې تر لاسه کړي، دا معلومه نه ده، چې نوموړي داسې پریکړه وکړه، چې د ژوند په بیه ورته تمامه شوه ځکه ناروغي یې تازه نه، بلکې مزمنه هغه وه؟ دا هم معلومه نه ده، چې ولې په دې وخت کې کابل ته د تګ زړه ښه کړ؟ ایا روغتیايي وضعیت یې خراب شوې و؟ ایا کابل ته تګ یې خپل نظر و، که شاوخوا همکارانو هڅولی و؟
څه، چې معلوم دي، الظواهري او ملګرو یې هغه زیان له پامه غورځولی و، چې طالبان به یې بیه پرې کوي، دوی په پټه او سخت سفر کابل ته ځانونه ورسول.
عبدالمتین « مستعار نوم» او قاري مختار « مستعار نوم» دا په افغانستان کې د منځنۍ کچې طالب چارواکي دي، دوی له هغو ګوتشمېرو طالب چارواکو له ډلې دي، چې له القاعدې سره اړیکې لري، دوی دواړه پردې خبر و، چې الظواهري په کابل کې دی. دوی له نویمو کلونو راهسې له بن لادن او الظواهري سره پيژني، کله، چې د القاعدې پخوانی مشر کابل ته راورسید دوی څه موده وروسته په پټه له الظواهري او نعمان سره ولیدل.
الظواهري څو اونۍ د کابل په دوو مختلفو ځایونو کې واوسیده.
لومړی ځای، چې نعمان په کې الظواهري پټ ساتلی و، هغه د استخباراتو اړوند یوه ودانۍ وه، کله، چې یاد ځای پر سر بې پیلوټه الوتکه ولیدل شوه، نعمان الظواهري پلازمینه کابل کې «علاء الدین درې لارې» ته څېرمه بل کور ته انتقال کړ.
د طالبانو استخباراتو په همدې دویم کور کې د الظواهري استوګنه کشف کړه.

طالبان مشران د ډار او شوک تر منځ

د الظواهري ددې ناببره کشف څخه وروسته، نیمه شپه وه، چې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ټیلفون ته عاجل زنګ راغی او په کابل کې یې د الظواهري د شتون په اړه خبر ورکړ.
سراج الدین حقانی، چې لاس وپښه و، له خپلو دوو ورونو سره یې اړیکه ونیوله او ترې یې وپوښتل، چې کابل ته د الظواهري په راوستلو کې خو به داسې لاس نه لرئ؟ ورورنو یې ورته قسم وخوړ، چې موږ کابل ته د الظواهري د راتګ په اړه هېڅ خبر نه لرو ، دا مهال حقاني د القاعدې ناروغه مشر درېیم ځای ته انتقال کړ، چې دوه منزله کور و، او د کابل په شیرپور سیمه کې یې موقعیت درلود.

د 2022 ز د جولای پر 31 امریکایانو د الظواهري استوګنځای کشف کړ او بې پیلوټه الوتکې په نښه کړ، د طالبانو د ارزونې له مخې په هغه کور کې، چې الظواهري په کې اوسیده هلته د خوب، پخلنځي او د کور په نورو برخو کې پټې کامرې نصب شوې وې، په کابل کې د الظواهري وژنه او کشف له درده ډکه کېسه وه، چې طالبان یې په حرج کې واچول.

د دوحې تړون، چې په 2020 ز کې طالبانو له متحده ایالاتو سره لاسلیک کړی دی، طالبانو دا ورسره دا منلی ده، چې دوی به له افغانستانه د امریکا له وتلو هېڅ هغو ترهګرو ډلو ته ځای نه ورکوي، چې د لویدیز ګټې ګواښي.

د طالبانو له واک ته رسیدو نږدې یو کال وروسته دا معلومه شوه، چې د امریکا په تور لست کې تر ټولو مهم الظواهري د هغه کابل په منځ کې استوګن و،چې د طالبانو تر کنترول لاندې و.
په کابل کې د طالبانو ترمنځ ویره خپره وه، دوی له دې ډاریدل، چې امریکایان به هېڅکله له دوحې تړون څخه د سرغړونې اجازه ورنه کړي، طالبانو په کابل کې د الظواهري له شتون او وژنې انکار وکړ.
طالبانو له سیف العدل د ښه چلند غوښتنه وکړه
طالبان له دې ډاریدل هسې نه، چې القاعده د الظواهري وژنه تاييد او د ځایناستي نوم یې اعلان کړي، د الظواهري له وژنې وروسته طالبانو خپل یو استازی د القاعدې یو مشر سیف العدل، چې له څو کلونو راهسې په ایران کې میشت دی، واستوه، طالبانو له نوموړي وغوښتل، چې د الظواهري د مړینې اعلان به نه کوي او نه به د القاعدې د نوي مشر نوم اعلانوي.
استازي له القاعدې سره د خپلو تاریخي اړیکو پر شالید ډیرې خبرې کړې وې، له طالبانو سره یې د القاعدې د مرستې ستاینه او یادونه کړې وه، د طالبانو په پیغام کې دا هم راغلي و، چې د اړتیا پر مهال القاعده زموږ تر څنګ ولاړه او له موږ سره یې مالي مرستې کړې دي.
د طالبانو پیغام دا هم څرګنده کړه، چې په افغانستان کې د بن لادن شتون په 2001 ز کې د دوی نظام ړنک کړ، طالبان دا ځل چمتو نه دي، چې په کابل کې د الظواهري د شتون او مړینې له کبله یې بیا حکومت ړنګ شي.
استازي سیف العدل ته وویل: دا باید له یاده ونه باسې، چې طالبانو د بن لادن پر سر خپل ټول نظام قرباني کړ، اوس به دا منطقي وي، چې د دواړو خواوو ګټې په پام کې ونیول شي او د القاعدې د نوي مشر نوم به نه اعلانوې، نه به د الظواهري د مرګ په اړه خبرې کوې، یو مناسب وخت ته منتظر شې، هیله ده زموږ د اړیکو درناوی وکړې.
د سیف العدل ځواب روڼ او څرګند و، استازي ته یې وویل: زه د وضعیت پر حساسیت پوهیږم، دا د الظواهري هیله وه، چې په دې طریقه شهید شي.
د مهمو جهادي سرچینو په حواله، الظواهري له وژل کېدو څه موده وروسته د افغانستان په سویل ختیځ پکتیا ولایت کې خاورو ته وسپارل شو.

د پاکستان، ایران او افغانستان ترمنځ سفرونه، کابل ته رارسیدل
د افغانستان په سویل کې کلیوالې سیمې او ډیورنډ ته څېرمه قبائلي سیمې هغه خوندي ځایونه وو، چې الظواهري په کې څو لسیزې پټ ژوند کاوه.

په 2001 ز کې الظواهري له بن لادن سره یو ځای د عبد المتین په مرسته توره بوره پرېښوده ځکه امریکايي ځواکونه ور رسیدلي و، سره له دې، چې بن لادن په 2011 ز کې په ایبټ اباد کې و وژل شو، خو ملګری یې الظواهري اوږده موده د خلکو له سترګو پناه و.
یو مشهور طالب چارواکی، چې اوسمهال کابل کې استوګن دی وايي: په 2018 ز کې یې په پټه له الظواهري سره یې د پاکستان په اورکزیو کې لیدلي دي.
د همدې کال په وروستیو میاشتو کې د الظواهري لور او زوم په کراچۍ کې ونیول شول، دا طالب چارواکی زیاتوي، له همدې شیبې وروسته الظواهري وپوهیده، چې استوګنځای یې خوندي نه دي او د هر خطر د پېښیدو امکان شته.
الظواهري په پټه له اورکزیو څخه هغو سرحدي سیمو ته ولاړ، چې د افغانستان، پاکستان او ایران ترمنځ پرتې دي، ځکه هلته قانون نشته او نه د حکومت لاس ور رسیږي، همدا راز څه موده د ایران په سروان سیمه کې اوسیدلی دی.
یو طالب مشر وايي: « د اوږدې مودې لپاره په ایران کې د الظواهري استوګنه ممکنه نه وه، ځکه دا داسې مانا ورکوي لکه اوښ، چې په کیږدۍ کې پټ کړې، امکان یې و، چې ایراني چارواکي پرې خبر شي»
په 2020 ز کې امریکایانو خپلې بسترې تړلې، چې له افغانستان څخه ووځي، دا مهال الظواهري په ډېره بېړه د هلمند بهرامچې ته راغی او هلته د څه وخت لپاره پټ شو.
د 2022 ز په لومړیو کې، هغه سفر پیل شو، چې نږدې درې اونۍ وخت یې ونیوه او الظواهري د زابل او غزني له لارې په ډېر احتیاط پلازمینې کابل ته راورسیده.

حمزه الغامدي: د الظواهري له وژل کېدو وروسته د پاموړ پرمختګ او رول.

له پاکستان څخه د افغانستان سویل ته د الظواهري د پټو سفرونو ملګری، حمزه الغامدي نومیږي، نوموړی د افغانستان په سویل او ختیځ کې د القاعدې مسوول او د القاعدې له مهمو مشرانو ګڼل کیږي. الغامدي د سعودي عربستان دی، روانه پښتو وايي د سیمې له خلکو سره یې چندانی توپیر نه کیږي. الغامدي د وروستي ځل لپاره په شمالي وزیرستان کې لیدل شوې دی.
د 2024 ز په جون کې متحده ایالاتو د الغامدي پر سر پنځه ملیونه ډالزه جایزه اعلان کړه،
د الظواهري له وژل کېدو وروسته، هغه کس، چې موږ د « عبدالمتین» په نوم یاد کړ، اوس په افغانستان کې د مهم ولایتي مشر په توګه دنده تر سره کوي، ده او د طالبانو بل غړی، چې موږ ورته د « قاري مختار» په نوم اشاره کړې ده هڅه وکړه، چې ایران ته ولاړ شي او هلته د القاعدې له مشر سیف العدل سره له نږدې وګوري، خو هڅې یې ناکامه شوې، ځکه ایرانیانو ورته اجازه ورنه کړه.
د طالبانو د څیړنو له مخې استخباراتو د الظواهري په دوسیه کې نږدې 200 کسان نیولي دي، چې ډیری یې اوس خوشی شوي دي او یو شمېر لا اوس هم په بند کې دي، په نیول شوو کسانو کې هغه کس هم شامل و، چې موږ د « نعمان» په نوم یاد کړی و، او الظواهري یې کابل ته راوستی و، نوموړی دوه کال بندي و، چې وروسته بیا خوشی شو او بېرته پاکستان ته ولاړ.
که له دې ور تېر شو، چې الظواهري ولې کابل ته د راتګ پریکړه وکړه؟موخه یې څه وه؟ نوموړی طالبانو ته سخت ګوزار ورکړ او له طالبان یې له نړیوال مشروعیت بې برخې کړل، په ورته وخت کې یې د څه وخت لپاره په رسمي توګه د القاعدې د نوي مشر په توګه د سیف العدل مخه هم ډب کړه،
همدا راز الظواهري د سیف العدل او حمزه الغامدي ترمنځ پیچلی او ترینګلی وضعیت له حل پرته پرېښود، دا مهال د القاعدې د مشرانو او غړو ترمنځ د سیف العدل پر وړاندې یو ډول حساسیت رامنځته شوې دی ځکه نوموړی ایران او استخباراتو ته ډېر نږدې دی.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.