پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 849

د ملي مقاومت په نوم جبهه:د کابل په پنځلسمې حوزې کې مو درې طالب سرتیرو ته مرګ ژوبله واړوله.

کابل کې نن شپه ۹:۴۰ بجې د ملي مقاومت په نوم جبهې چیریکي بریدګرو په پنځلسمې حوزې برید کړی.

د مقاومت په نوم جبهې د یوې خپرې شوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په برید کې دوه تنه طالب سرتیري وژل شوي او یو بل ټپی کړی.

برید د تایمني په پنځم سړک، د تیلو پمپ تر څنګ شوې.

اعلامیه کې ویل شوي، چې پدې برید کې د دوي جنګیالو ته هیڅ زیان ندی اوښتی.

د دې برید په تړاو د طالبانو حکومت تر اوسه هیڅ غبرګون نه دی ښودلی.

کابل ښار کې؛تېر یو ساعت کې دوه زورورې چاودنې وشوې

څو شېبې وړاندې د کابل ښار د ۱۷مې حوزې اړوند د بوستان په سیمه کې چاودنه شوې ده.

ځایي سرچینو حماسه میډیا ته ویلي، چې دغه چاودنه څو شېبې وړاندې د کابل په شمال کې شوې ده.

تر اوسه د دې پېښې په اړه جزیات نه دي په ډاګه شوي.

دا په تېر یو ساعت کې دوهمه چاودنه شوه چې په کابل ښار کې کېږي.

د طالبانو حکومت تر اوسه ددغه چاودنو د نوعیت او مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

عمر داودزی:د ملي وحدت په نوم د دوه سري حکومت جوړېدل د جمهوریت د سقوط پیل وو

‏د افغانستان د پرځیدلي جمهوریت جګپوړی غړی او د پاکستان په چارو کې د افغانستان د ولسمشر اشرف غني ځانګړی استازی عمر داودزی وایي د جمهوریت سقوط له هغې ورځې پیل شو چې د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ دوه سری حکومت جوړ شو.

ښاغلی داودزی وایي د جمهوریت سقوط د بن کنفرانس څخه پیل او د ملي وحدت حکومت په جوړیدو سرعت وموند او داګست میاشتې په ۱۵ پای وموند.

محمد عمر داودزی وایي د ملي وحدت د حکومت طرحه د امریکا د بهرنیو چارو د پخواني وزیر جان کیري طرحه وه.

د اګسټ څوارلسمه؛د پاکستان د خپلواکۍ ورځ سره هممهاله د طالبانو حکومت هم دغه ورځ د خپلواکۍ ورځې په پلمه لمانځي

د ټولنیزو رسنیو ګڼو کارونکو په افغانستان کې د طالبانو حکومت په دې تګلارې نیوکه کړې، چې ولې یې د تېرو دریو کلونو د اګست ۱۵مې خلاف سږکال خپل د آزادۍ جشن په څوارلسم اګست لمانځي.

د طالبانو حکومت یوه غړي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، حماسه میډیا ته ویلي:«زمونږ او دوست هیواد پاکستان اخترونه او د ازادۍ ورځ هم یوه شوه، زمونږ ۱۵ اګست د ازادۍ ورځ وه دا څنګه ۱۴ لسمه شوه؟»

د ټولنیزو رسنیو ګڼو کاروونکو لاهم افغان طالبان د پاکستان تراغیز لاندې بولي، او زیاتوي چې د دوی ټولې چارې د پاکستان په مستقیمه اشاره ترسره کیږي، کوم څه چې د طالبانو حکومت په وار، وار رد کړي.

دغو نیوکو ته په غبرګون کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح مجاهد ویلي وو:« مونږ چې د امریکا یوغ یونوړه، د پاکستان خو آبدآ نشو وړلای».

نبیل: د اګست په پنځلسمه نظام او د خلکو هیلې دواړه سقوط شوې

د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل ویلي، چې د اګست پنځلسمه یوه توره ورځ ده.

د هغه په خبره، په دغه ورځ نه یوازې دا چې نظام سقوط شو، بلکې د افغانانو هیلې او ارزوګانې هم ووژل شوې.

د نبیل په خبره، دا ورځ باید یوازې ونه غندل شي، بلکې درس هم ورنه واخیستل شي.

نبیل ویلي، له یادې ورځې باید درس واخیستل شي، ټول لوري خپل مسؤلیتونه وپېژني او هر څوک خپل رسالت په پوره ایماندارۍ او ښه ډول ادا کړي، تر څو د افغانستان په زخمونو د تل لپاره پټۍ کېږدو.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې سبا د اسد ۲۴مه افغانستان کې د طالبانو حکومت واک ته د رسېدو ورځ لمانځي.

د تکواندو دوه افغان لوبغاړي؛چین کې له مډالونو ګټلو وروسته بیرته هېواد ته راستانه شول

د تکواندو دوه افغان لوبغاړي علي اکبر رضایي او سمیر رحماني اسیایي سیالیو کې له ګډون وروسته له چین څخه بیرته هیواد ته را وګرځېدل.

په دغو سیالیو کې رحماني د سرو زرو دوه او رضایي یو مډال تر لاسه کړ.

په یادو سياليو کې سمير رحماني د ۵۸ کيلوګرامو په وزن  خپل چينايي سيال ته ماتې ورکړه او لومړى مقام يې خپل کړ.

د دې تر څنګ علي اکبر رضايي هم د ۶۲ کیلو ګرامه په وزن د  خپل چینايي سیال ته ماتې ورکړه او هېواد ته یې د سرو زرو مډال وګاټه.

دا سیالۍ د منځنۍ اسیا هېوادونو د ۲۵۴ لوبغاړو ترمنځ پیل شوې وې.

ټي ټي پي؛شمالي وزیرستان کې ۱۱ پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې

0

ټي ټي پي په شمالي وزیرستان کې ۱۱ پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې.

یادې ډلې تېره شپه د وزیرستان په بدر سیمه کې پر پوسته برید کړی.

یاد برید کې ۴ پوځیان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.

د یادونې ده چې اوس مهال پښتونخوا کې د ټي ټي پي بریدونه تر بل هر وخت زیات شوي دي.

ملا محمد حسن اخوند: د زمري ۲۴مه د امریکا او ناټو پر وړاندې د مجاهدینو د بریاليتوب ورځ ده

د طالبانو حکومت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند طالب مسوولینو ته په اشارې ویلي، د “جهاد” په بریالیتوب سره یې مسوولیت پای ته نه دی رسېدلی.

نوموړي ویلي، دا مهال د دوی د ټینګښت، د هېواد د ودانولو او د تېرو جګړو د جبران مسوولیت په غاړه لري.

ملا حسن د زمري ۲۴مې په مناسبت ویلي چې له اوسني فرصته باید د حکومت د ټینګښت، سولې پایښت او ولس د ښیرازۍ لپاره ګټه واخیستل شي.

د یادونې ده چې سبا د زمری۲۴ د طالبانو حکومت د بیا واکمنۍ ۳ کاله پوره شول.

د طالبانو حکومت ددغې ورځې د لمانځلو لپاره ډېره اماده ګي نېولې ده.

معصوم ستانکزی:سولې او مشروع نظام ته د رسېدو لپاره طالبانو لویه اشتباه وکړه

د تېر جمهوري حکومت د سولې مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي ویلي، چې طالبانو یو مشروع نظام او ملي سولې ته د رسېدو لپاره لویه اشتباه تکرار کړه.

هغه ویلي، اوس مهال د پلمو لپاره هیڅ دلیل نشته.

ستانکزي دغه راز زیاته کړې چې ټول داخلي او خارجي لوبغاړي په دې ناکامۍ کې شریک دي.

نوموړي همدا راز ویلي چې سوله یواځې د جګړې نشتوالی نه دی.

احمدشاه حبیبي ملا ضعیف ته:د کوم ثبوت پر اساس وایې چې طالبانو سره امریکایي بندیان جاسوسان دي

د ملا عبدالسلام ضعیف هغه خبرو ته چې دوه ورځې وړاندې یې ویلي و چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت سره درې زندانیان امریکایي جاسوسان دي، تازه احمد شاه حبیبي چې د طالبانو حکومت سره د زنداني محمود شاه حبیبي ورور دی ویلي:”ضعیف صاحب، تاسې د طالبانو سره درې تنه زندانیان، چي زما ورور محمود شاه حبیبي هم پکې شامل دی، جاسوسان بللي دي. پر څه بنسټ دا تور لګوئ؟ سند لرئ؟”

حبیبي ضعیف ته د پېغور په شکل ویلي، چې تاسې زما د مشر ورور تېمورشاه حبیبي او محمود حبیبي نمک خوړلی، هغه وخت هم ستاسې نظر همداسې وو که اوس دا خبرې کوئ.

نوموړي له ضعیف څخه پوښتنه کړې چې ذبیح الله مجاهد خو داسې څه نه وايي، چې ته د کومې سرچینې په حواله دا خبرې کوې.