پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 844

اجمل عمر شینواری:د اګسټ ۱۵مه هغه دوښمن ته تسلیمي ده، چې دوی ورته د خپل هېوادوال په سترګه کتل

د جمهوري حکومت د وسله وال پوځ پخواني ویاند اجمل عمر شینواري ویلي، چې د اګست پنځلسمه هغه دوښمن ته لاس تړلې تسلیمي ده چې دوی ورته د خپل هېوادوال په سترګه کتل.

د عمر په خبره، جبري مهاجرتونه، رواني شکنجې، له دغې ورځې راهیسې پیل شوې.

نوموړي ویلي، که د افغانستان ستونزه خلکو سره له تعامل پرته حل شوه؛ نو طالبان به بیا افغانستان کې د پښو ځای ونه لري.

ښاغلی شینواری دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د طالبانو حکومت وایي له هیڅ لوري سره خبرو ته چمتو نه دي.

تازه د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ویلي چې دوی پر ټول افغانستان حاکمان دي او هیڅ ټول ټاکنې به هم ونه کړي.

د یادونې ده چې د اګست پنځلسمه واک ته د طالبانو حکومت د رسېدو له درېیمې کالیزې سره برابره ده، چې ډېرو سیاسیونو یوه توره ورځ بللې.

امیر محمد اسماعیل خان:د طالبانو پر وړاندې د هیواد په کچه وسله وال مقاومت ته اړتیا ده.

اسماعیل خان چې د طالبانو حکومت یو له سرسختو مخالفانو څخه ګڼل کیږي او د افغانستان په تېر حکومت کې د هرات والي او د اوبو او انرژۍ وزیر و، د افغانستان د جمهوري نظام د ړنګیدو د درېیمې کالیزې په مناسبت په خپله وینا کې د طالبانو پر وړاندې د هېواد په کچه د وسله وال مقاومت غوښتنه کړې.

اسماعیل خان چې د افغانستان د ژغورنې د عالي شورا د مشر په توګه یې د دغې شورا له نورو مشرانو سره په انلاین غونډه کې خبرې کولې، د طالبانو پر وړاندې د افغانستان په شمال او لویدیځ کې وسله وال مقاومت ته اشاره وکړه او ویې ویل چې دغه مقاومت باید د هیواد په کچه او د طالبانو ضد ټول جریانونه په یو محور راټول شي.

اسماعیل خان د دوحې تړون د ګندمک تر تړون بدتره وباله او ویې ویل چې افغانستان د یوې نړیوالې دسیسې له مخې طالبانو ته سپارل شوی دی.

اسماعیل خان چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په لومړیو کې د هرات ښار د دفاع پر مهال د طالبانو له خوا ونیول شو، په هرات کې له څو اوونیو پاتې کېدو وروسته ایران ته ولاړ او اوس په مشهد کې اوسېږي.

حبیب الله اغا:عصري زده کړې فرض کفایي دي

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب الله آغا کابل کې د یوې لېسې د ودانۍ پرانیستې مراسمو کې عصري زدکړې فرض کفایي بللې دي.

هغه د پوهنې وزارت له کارمندانو غوښتي، تر څو زده کوونکو ته وړ او باکیفیته ښوونېز خدمات وړاندې کړي.

نوموړي تر دې وړاندې هم په عصري زده کړو ټینګار کړی.

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو حکومت تر رسېدو وروسته په کور دننه له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي دي.

زنا ورور وکړه سزا یې خور تیره کړه

لیکواله: پاکیزه ارزو

کابو ۵۴ کاله وړاندې یوه مست ځوان د هوس په جوش کې د خپل کلي له یوې نجلۍ سره زنا وکړه، میاشت وروسته چې د نجلۍ په امېندواري کورنۍ خبره شوه له نجلۍ څخه یې د ماشوم د پلار پوښتنه وکړه، نجلۍ د خپل کلي د یوه هلک نوم واخیسته، د نجلۍ ورونه په قهر د زناکار هلک کور ته ورغلل؛ خو زاني ځوان تښتېدلی و. د نجلۍ ورونو د هلک په کور ډزې وکړې او اعلان یې وکړ چې د کور ټولې نجونې په بدو کې د دوی په نوم شوې.
له ډزو سره په کور کلی کې شور جوړ شو، د زناکار هلک پلار د کلي مشرانو ته وویل چې دا خو انصاف نه دی چې زما ټولې لوڼې به دوی په بد کې وړي زه حاضر یم چې بد ورکړم خو یوه لور ورکوم. د زناکار هلک درې خویندې وې او درېیمه خور یې نوی زېږېدلی وه. د کلي مشران جرګه شول چې د ورور د زنا په جرم خور په بد کې ورکړي.
مشرانو د زنا کار هلک پلار ته وویل څو لوڼې دې په بد کې ورکوې؟ پلار وویل، دا دو مشرانې لوڼې مې د خپلو ورېرونو په نوم کړي دي، دوی د بل کور امانت دي دا دوې نه درکوم دا نوې زېږېدلې لور ورکوم. له خبرو اترو وروسته د خدای ج په کور یعنې جومات کې د کلي مشرانو دا فیصله وکړه چې د ورور د زنا سزا به په ورڼي کې نعښتې وړه خور تېروي او په بد کې به مقابلې کورنۍ ته ورکول کېږي، په ورڼي کې تړلې ۵میاشتنۍ خور د ورور د زنا په جرم د ۱۲ کلن ماشوم په نوم شوه، د کوژدې دعا هم وشوه او دا د خدای ج په کور کې د دین پالو مشرانو عدالت و چې پلی شو.
د زناکار هلک پلار او مور ځکه په ورڼي کې تړلې نوې زېږېدلې ماشومه په بدو کې ورکړه چې دوی یې په ژوند مطمین نه و او اټکل یې وکړ چې ښایي دا نجلۍ به غته نه شي او یا به مړه شي خو تقدیر ته دا منظوره نه وه، نجلۍ مړه نه شوه، پېغله شوه، د ښایسته ځوانۍ او حسن یوه ښکلې شهزادګۍ ترې جوړه شوه.
د ثور د انقلاب کلونه و او په بد کې تللې وړې نجلۍ اهسته اهسته د عمر مزل ووهه، دا هغه مهال و چې شوروي اتحاد په افغانستان یرغل کړی و او د جهاد اوازې ګرمې شوې وې. په بدو کې د ورکړل شوې نجلۍ کورنۍ تصمیم ونیوه چې دا ښه چانس دی چې ځانونه له دښمنۍ خلاص کړي او په دې راغلي اړدوړ کې کلی پرېږدي، په بدو کې ورکړې وړه لور به وژغوري او د کلي په پرېښودو به دا موضوع له خلکو هېره شي، همداسې یې وکړل، په نیمه شپه کابل ته وتښتېدل او د بدو حالاتو له امله یې له کلي او خپلوانو سره رابطه پرې کړه.
کلونه تېر شول، په بدو کې ورکړې نجلۍ له ماشومتوب د پېغلتوب عمر ته ورسېده او له ښوونځي څخه فارغه شوه. د ماشومتوب له تور بخت څخه ناخبرې پېغلې ته الله ج ښکلی حسن ورکړی و، په قد جګه نرۍ، تکه سپینه، حیاناکه، تقواداره مظلومه کابل پوهنتون ته بریالۍ شوه، په کم وخت کې د هغه مهال د خپل پوهنځي په حسینو او بااستعداده محصلینو کې حسابېده چې د ښایست او اخلاقو اوازه یې په کابل پوهنتون کې خپره وه.
په بدو کې د ورکړل شوې پېغلې په کور د مرکو او رویبارانو باران جوړ و؛ خو ورونو به یې هره مرکه ځوابوله او دا بهانه یې کوله چې موږ یې پردیو ته نه ورکوو. ښایسته پېغلې پوهنتون په بریالیتوب پای ته ورسوه او د ارواښاد ډاکتر نجیب د حکومت په وروستیو کلونو کې د کابل ښار په یوه ښوونځي کې یې د ښوونکې دنده پیل کړه.
د ارواښاد ډاکتر نجیب الله د حکومت له نسکورېدو سره په کابل کې د وحشت او دهشت جنګونه پیل شول، داسې جنګونه چې د پېغلو عزت ته د جهاد مجاهدو پتنګانو لاس وراچوه او هرې نجلۍ به دا فکر کاوه چې دوی به هم د ناهید شهید په انجام اخته کېږي او د جنسي تېري له ډاره مجبورې دي ځان وژنې وکړي.
د کابل ښار اوسېدونکي د وحشي جهادیانو د دهشت له امله په تېښته و، په بدو کې د ورکړې پېغلې کورنۍ هم مجبوره شوه چې د خپلو لوڼو د عزت ژغورولو پخاطر کلي ته لاړ شي او کلي ته ولاړل. کله چې کلي ته ورسېدل بیا ځلي د زنا او بد مسله راپورته شوه او هغه ۱۲ کلن ماشوم پاخه عمر ته رسېدلی و، مسلک یې جهاد و او له ټوپک سره په خپلو بدو پسې راغی. ښوونکې پېغلې ته یې وویل ته یې ماته په بدو کې راکړې وې او ته زما یې؛ خو د تعلیم یافته نجونو پیاوړتیا دا ده چې نه تسلیمیږي. ښوونکې پېغلې مجاهد ته وویل، ستا له خور سره زنا زما ورور کړې وه، ورشه زما ورور پیدا کړه، مړ یې کړه او د خپلې خور غچ ترې واخله. زه ستا نه وم، نه یم او نه تا سره په جبر واده کوم.
ښوونکې د ځان دفاع پیل کړه، خبره یې د مشرانو او مجاهدینو شرعي محکمو ته ورسوله، سره له دې چې په کابل ښار کې وحشت خپور و؛ خو په ولایتونو کې نسبي ارامتیا په بدو کې ورکړې ښوونکې په امنیت کې وساتله او د شرعي محکومو په حکم پېغلې یو څه وخت براعات پیدا کړ.
د مجاهدینو د وحشي جنګونو اخري کلونه و، طالبانو اکثره ولایتونه نیولي و، د پېغلې په نوم نومول شوی مجاهد په طالب بدل شو او د شمالي ولایتونو په جګړو کې ووژل شو؛ خو ښوونکې د بدو له عذابه خلاصه نه شوه، د وژل شوي مجاهد طالب ورونو په ښوونکې دعوا وکړه، هر هغه چا چې به ښوونکې ته مرکه ورلېږله، هغه به د وژل شوي مجاهد طالب ورونو په مرګ ګواښل. د وژل شوي مجاهد ورونو دعوا کوله چې دا پېغله موږ ته په بدو کې راکړل شوې ده او زموږ ده.
کله چې په ۱۳۷۵ ل کال کې طالبانو د مجاهدینو د وحشي جګړو ټغر ټول کړ، ښوونکې له کلي بېرته کابل ته راغله او د هغه وخت یوې شرعي محکمې ښوونکې ته له بدو څخه د خلاصون بشپړ شرعي خط ورکړ. د طالبانو په لومړۍ دوره کې لکه میلیونونه افغانې ښځې دا هم کور ناستې شوه، له پلاره یتیمه له موره هم یتیمه شوه او په خوار غربت، لوږه او تنده کې له ورونو سره د کابل ښار په یوې وروسته پاتې سیمه کې اوسېده.
په ۱۳۸۱ ل کې چې د د طالبانو د جهالت لومړۍ دوره ختمه شوه او په هېواد کې د رڼایي وړانګې خورې شوې، په بد کې تللې ښوونکې بیا ځلي خپل ښوونځي ته لاړه او د مقدس مسلک مقدسه دنده یې سرته رسوله؛ خو هغه څه چې ډېر ځورونکي و هغه د ورور د کړې زنا عذاب و چې دا یې لا هم ګواښله. د ورورونو په کور کې یې له شومو وریندارګانو سره ګوزاره سخته وه، دا پیغور یې هر ورځ اورېده چې تا هېڅوک نه کوي، په بد کې تللې یې او په موږ بوج یې او تر ټولو سخت درد دا و چې د ښوونکې په غېږه کې لوی شويو ورېرونو هم بده رویه کوله او د دې وجود په ټول کور بار و. کله کله به له مجبورۍ له خور سره اوسېده خو خپلوانو یې ناوړې خبرې کولې او له اوښې سره د اوسېدو پیغور یې ورکاوه.
کلونه تېریده او د ورور د زنا په جرم مجرمه ښکلې ښوونکې په عمر پخه شوه، خو ښایست یې لا ځوانې جلوې کولې، په پاخه عمر کې هم د رویبارانو راتتل بند نه و؛ خو غم دا و چې ورېرونو یې لوړ ولور غوښتل او ښوونکې ته به یې ویل موږ ځکه لوړ ولور اخلو چې موږ ساتلې یې، په تا مو مصرف کړی؛ خو د ښوونکې د خوړلې معاش حساب یې نه کاوه چې ښوونکې په دوی خوړلی و. یوه ورځ داسې هم راغله چې د ښوونکې وریندارګانو او ورېرونو له کوره وشړله او دا له مجبوري د تره زوی کورته لاړه، دا چې د تره زوی سره د نامحرم کیسه ختمه شي، د تره زوی ځانته نکاح کړه او دې نکاح ومنله؛ ځکه نور نه په ځمکه او نه په اسمان کې دې ته ځای و.
ښوونکې له بنې سره ژوند پیل کړ، له بده مرغه بنې هم په ارامه نه پرېښوده او ژوند یې ورته عذاب کړی و، بنه یې ملامته نه وه چې ځوروله یې؛ ځکه د هغې له مېړه سره ېې نکاح کړې وه او تعلیم یافته ښځې دا باید زده کړي د چې د بلې ښځې له مېړه سره په مجبوري کې هم نکاح کول خپلو همجنسو ته لوی خیانت دی.
ښوونکې ته الله ج داسې صبر او استقامت ورکړی و چې هېڅ هم نه ماتوله، د بنې عذاب یې هم زغمل، د بنې ماشومان یې ښوونځي ته وړل او دا یې غوښتل چې هغوی باسواده کړي؛ خو بنې یې فکر کاوه دا په دې چل اولادونه ترې بې لارې کوي. په ښوونکې ژوند عذاب و خو دا ورته قوی وه نه ماتېده، تل به یې خندل او دا به یې همیشه ویل چې دا زما تقدیر دی او دا تقدیر الله ج راته لیکلي، د الله ج څخه شکایت نه کوم هغه دنیا مې خرابیږي.
په زړه او ایمان قوي ښوونکې له حده ډېره تقواداره وه، د دې په خپله خبره یو فرض لمونځ هم ترې قضا شوی نه و او هر سهار یې د قرانکریم په تلاوت پیلوه. په ایمان پیاوړې ښوونکې ځانته پېښ هر عذاب او درد خپل تقدیر ګنه چې الله ج ورته لیکلی و ځکه یې له ژونده شکایت نه کاوه، تل به خندانه وه، سینګار کړې به ګرځېده او د پیغلو هر محفل به پرې ښکلی و.
خو؛ لکه پلار، مور، ورونه، ورېرونه، خپلوان، ځمکه او اسمان او بل هر موجود د ښکلي مخ، حیا او قوی ایمان له خاوندې سره آن خپل زړه هم وفا ونه کړه او څه موده مخکې د ژوند له هرعذابه د ابدي سکون په ابدي خوب ویده شوه. انا الله وانا الیه راجعون.
دا دنیا عجبیه بې انصافه ده، یوه ورور د هوس په جوش کې په کړې زنا د خپلې خور ژوند له عذاب څخه ډک کړ، له هغې نجلۍ سره چې یې زنا کړې وه د هغې انجام هېڅ معلوم نه شو چې ورونو به یې څه پرې کړي وي. د یوه نارینه له لاسه د دوو پېغلو ژوند تبا شو. نه یې هغه نجلۍ وګټله چې زنا یې ورسره کړې وه، نه یې د خور پوښتنه وکړه او نه یې بښنه ترې وغوښته چې زما د کړې زنا سنګسار او دورې تا وخوړې. هغو وریندارګانو چې له کوره وشړله او هغو ورېرونو چې نه یې ساتله په اخري وخت کې یې له دې بخشش هم و نه غوښته او دا بې ګناه او مظلومه ښوونکې ډک زړه او کړېدلې هغه رب ته په ابدي سفر ورغله چې دې د هېڅ درد او عذاب شکایت ورته کړی نه و.
د ورور د زنا په جرم مجرمه بې ګناه استادې په ۵۴ کاله ژوند کې د هغه جرم سزا ولیده چې دې نه وه کړی، هغه عذابونه یې ولیده که په غره راغلي وای ښایي زرې زرې به شوی و خو اروا ښادې استادې په خپل پاک ایمان، عزم او تعلیم هر عذاب وزغمه او د ژوند تر اخري سلګۍ یې د خپل ځان د ژوغورلو مبارزه وکړه او د ژوند سختو ته تسلیم نه شوه. زما د دې ښوونکې په شان میلیونونه افغانې مېرمنې او نجونې د خپلو ورونو، پلرونو او حاکمانو د ګناوو سزا هره ورځ ویني؛ ځکه خو د افغانستان په نوم هېواد باندې د الله ج قهر نازل دی، نارینه یې هر ورځ مري او الله ج ظالم او جابر حاکمان پرې مقرروي. له۴۶ کلونو راهیسې د استادې غوندې میلیونونه افغان نجونې او ښځې د ناکړو ګناوو په جرم عذاب ویني او ۴۶کاله کېږي په دې وطن عذاب نازل دی. زه باور لرم چې د یوه انسان ازارول او قتلول د ټول بشریت ازار او قتل دی او تر هغو چې له افغان ښځو بښنه و نه غوښتل شي، دا خاوره به سکون پیدا نه کړي.
نارینه او ښځې به یې دغسې کړیږي.
یادونه: په دې کیسه کې یوه خبره هم مبالغه نه ده.
ارواښاده استاده زموږ له نژدې دوستانو څخه وه او زه یې د ژوند په هره کیسه خبره وم، کله چې له مړینې یې خبره شوم شکر مې وایسته چې اخر هم د سکون ژوند ته ورغله او د ژوند له هر عذابه په امان شوه.
د شخصي حریم د درناوي په پار مې د نوم او ځایونو د نوم له اخیستلو ډده وکړه.
اروا یې ښاده.

کرزی:په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره ملي تفاهم اړین دی

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازې رافیله ایودیس سره لېدلي.

ښاغلي کرزي په دې لېدنه کې له اروپايي ټولنې څخه په افغانستان کې د پوهنې او د ماشومانو د روغتیا په برخو کې د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه.

حامد کرزي د پوهنې په ځانګړي ډول د نجونو زده کړه حیاتي وبلله او د نجونو لپاره یې د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو پر بیا پرانیستلو ټینګار وکړ.

نوموړي دا هم ویلي چې په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره ملي تفاهم اړین دی.

د طالبانو حکومت؛په تېرو درې کالو کې لږ تر لږه ۳۰۹ خبریالان زنداني کړي

اروپا او شمالي امریکا کې د مېشتو افغان خبریالانو یوه څېړنه ښيي، چې طالبانو په خپله تېره درې کلنه واکمني کې په ټول افغانستان کې د خبریالان او د بېلابېلو رسنیو ۳۰۹ کار کوونکي نیولي او زنداني کړي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په یادو نیول شویو خبریالانو ۶۹ یې په دوامدار ډول د طالبانو په بند کې دي.

د معلوماتو پر اساس، یاد شمېر د جمهوریت د شل کلنې واکمنۍ په پرتله درې برابره زیات دي.

د دوی د موندنو له مخې، په ۱۴۰۱ کال کې یې په هرو دوو ورځو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي یوه قضیه لیدلې او په ۱۴۰۲ کال کې بیا په هرو درې ورځو کې یو ځل د طالبانو له لوري خبریالانو سره ناوړه چلند کېده.

د یادونې ده چې د طالبانو تر واک ته رسېدو وروسته افغانستان کې نږدې نیمايي چاپي، غږیزې او انځوریزې رسنۍ تړل شوې دي.

د طالبانو رسنیو مرکز له خبریالانو سره څه وکړل؟


د رسنیو مرکز په بګرام کې د امریکايي ځواکونو د درېیمې کلیزې غونډې ته یو شمېر خبریالان وربللي و، مرکز له خبریالانو وغوښتل، چې د پروګرام د ښه پوښښ لپاره باید خبریالان دشپې انتقال شي، ځکه سهار عام ګډونوال راځي ، بیروبار به وي ، خبریالانو هم ورسره ومنله خو کله، چې خبریالان بګرام هوايي اډې ته ورسیدل.
د خبریالانو د استوګنې لپاره هېڅ ترتیبات نه ونیول شوي، نه دخوب لپاره ځای و، نه ډوډۍ نه وه، ځینو یې له مجبورۍ په هغو موټرو کې شپه تېره کړه، چې دوی یې له کابله بګرام ته لیږدولي وو، هېڅ خبریال ته سهارنۍ ته نه و، بلل شوې، حال دا، چې هغه طالب چارواکو او مسوولینو، چې بګرام کې شپه وه، په ښو او یخو ځایونو کې شپه تېره کړې وه، سهارنۍ یې نوش جان کړې وه.
ځینو خبریالانو د نوم نه ښودولو په شرط حماسه میډیا ته وویل: دومره له سپکاوي ډک چلند مو په خپله کاري موده کې نه و لیدلی، د رسنیو د مرکز یو استازی سراج الدین سادات راته وویل: چې نه به راتللې، چا را بللي یاست، د بګرام هوايي اډې یو کارمند یو خبریال، چې سیوري ته ناست و، له خپله څنګه شړلی و، چې ږیره نه لرې، دلته مه کینه.
بله ستونزه، چې د خبریالانو کار یې ټکنی کړی و، هغه د رسنیو مرکز او داطلاعاتو او فرهنګ وزارت ترمنځ هېڅ همغږي نه وه، د وزارت استازي د غونډې د پوښښ پر مهال د خبریالانو په کار کې لاسوهنه کوله، خو د رسنیو مرکزمسوولین، چې د خبریالانو دانتقال او ځای پر ځای کولو دنده یې درلوده، هېڅ ډول مرسته ونه کړه.

د افغانستان ماته: درې کلن کړکیچ او بیوسي

لیکوال: ‏حبیب خان توتاخیل

‏د افغانستان د ماتې او سقوط درې کاله پوره شو، له هغې ورځې تر اوسه په افغانستان کې څه پيښ شوي؟
د هغه هېواد څه پاتې دي چې یو وخت یې د پرمختګ، هیلو او آزادۍ خوبونه لیدل؟
د اصلاحاتو پر ځای، طالبانو د ملت جوړونې ټولې هېلې وژني.

‏- طالبانو د ملاکراسي نظام جوړ کړی، غیرطالبان او غیرپښتانه یې له واکه لرې کړي او په هېواد کې یې قومي ویش ته لمن وهل پيل کړي

‏په دوحې کې د امریکا او طالبانو له تړون وروسته له افغانستان اته میلیونه خلکو کډوالي کړې ده چې دا د افغانستان د ټول نفوس نږدې ۲۰ سلنه خلک کیږي. دا هم په داسې حال کې چې ټولې پولې بندې دي، پاسپورټونه نشته او د نورو هیوادونو وېزې ډېرې په سختۍ اخستل کیږي.

‏- د طالبانو لخوا د نجونو پر تعلیم بندیز میلیونو ځوانې نجونې او ښځې له زده کړو څخه بې برخې کړې دي.

‏- اقتصادي سقوط بېوزلي زیاته کړې او د ۴۰ میلیونو خلکو ۹۰٪ یې تر اغیز لاندې راوستي دي.

‏- افغانستان د نړیوالو جهادیانو لپاره یو خوندي پټنځای ګرځېدلی دی. د القاعده مشر ایمن الظواهري د طالبانو تر واک لاندې په کابل کې ووژل شو.

‏- ښځې له ډېرو کارونو څخه منع شوې دي، او په ټولنه کې د میرمنو فعالیتونه د نشت په حساب دي.

‏- د طالبانو د عمومي بخښنې له اعلانولو سره سره، غچ اخیستنې او انتقام دوام لري. د پخوانیو ملي امنیتي ځواکونو غړي لاهم په نښه کېږي.

‏- طالبانو د یو بشپړ نسل د توندلاري کولو بهیر پیل کړی دی. په ټول هیواد کې ېې ګڼ شمیر مدرسې جوړې کړې او نورې هم جوړوي.

‏- نړیوالې انزوا: هېڅ یوه هېواد تر اوسه طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي او د طالبانو بیرته راتګ افغانستان په ټولو ډګرونو کې له نړېوالې انزوا سره مخ کړی.
‏.

‏- لوږې، بېوزلي، بېکاري، او د طبیعي پېښو ناسم مدیریت د خلکو ستونزې لا هم زېاتې کړې.

‏- طالبانو د جبري حجاب پالیسي پلي کړې، چې شخصي ازادي او هویت یې محدود کړي دي.

‏- د ښځو پر سفر محدودیتونو میرمنې لا زیاتې د انزوا خوا ته کړې دي.

‏- د ښځو چارو وزارت په امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت بدل شوی دی.

‏- رسنۍ ډېرې ټېنګې سانسور شوېدي او د موسیقۍ او سیاسي فعالیتونو بندیزونه د خلکو د غوښتنو خوله وربنده کړې ده.
‏ ډېری خبریالان، فعالان او هنرمندان شکنجه شوي او نیول شوي دي، او ډېری شخصي رسنۍ له منځه تللې دي.

‏- طالبانو په خلکو په زور لمنځونه پیل کړيدي چې دا له مذهبي او فردي ازادیو ښکاره سرغړونه ده.

‏له دری کلونو راهېسې د ټولو په فکر کې دا پوښتنه ده چې دا وضیعت به تر کومه دوام کوي؟ له دې ټول ظلم او جبر لاندې د ملت زړه لا هم درځیږي خو د خپلواکۍ، بشپړې سولې، عدالت او ملت ژغورنې هېلې په مړاوې کیدو دي. د افغانستان ولس باید په روانو ناخوالو سترګې ړندې نه کړي او د خلکو د ژغورلو لپاره لاس په کار شي او له هغه خلکو سره پیوستون او ملاتړ اعلان کړي چې تر اوسه د افغانستان د خپلواکۍ خوبونه ويني او په دې خاوره د افغانستان د ښځو او سړیو لپاره په سوله، سوکالي او پت کې ژوند تیرول غواړي.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.

ایران:د هرات اورلګېدنه کې مو پنځه لارۍ سوځېدلي

د ایرنا خبري اژانس د ايران د خراسان رضوي ولايت د ترانسپورت عمومي مدير جعفر شهامت له قوله ویلي، چې د هرات په ګمرک کې د اور لګېدنې له امله پنځه ايراني لارۍ هم زيانمنې شوې دي.

یاد اژانس ویلي، چې د هرات ګمرک کې شاوخوا ۵۰ لارۍ سوځېدلي.

دغه ایراني چارواکي دا هم ویلي، چې له پېښې وروسته یې د تایباد او کریز له ښارونو څخه پنځه د اور وژنې ماشینونه او د دوغارون له سرحدي ترمینل څخه د اور وژنې یو انجن د پېښې ځای ته ولېږل.

د یادونې ده چې پرون ماسپښېن شاوخوا دوه نېمې بجې د هرات د ګمرک په ګودام کې اورلګېدنه رامنځته شوه چې شاوخوا له اته ساعتونو وروسته کابو شوه.

دغې اورلګېدنې خلکو ته سلګونه میلیونه ډالر زیان اړولی دی.

اتمر، سمیع سادات ته:دا ډول دروغ نه شي کولای چې د افغانانو ذهنونه خراب او له تاسې سره د حساب مخه ونیسي

د تېر جمهوري حکومت د ملي امنیت پخوانی سلاکار محمد حنیف اتمر د جنرال سمیع سادات هغه ادعاوې بې اساسه وبللې، چې ګواکې د ده د وژلو پلان یې جوړ کړی وو.

ښاغلي اتمر په خپل ایکس پاڼې لیکلي، دا شاخ دار دروغ د دروغجن سیاسي شخصیت تر لاسه کولو، له مسوولیت څخه د تېښتې او د عامه اذهانو د تخریب لپاره ویل شوي دي.

اتمر ویلي، جنرال سادات یو لوړ پوړی چارواکی و او که په دې اړه یې اسناد درلودل؛ نو باید د هغه وخت عدلي او قضايي ارګانونو ته یې مراجعه کړې وی.

د اتمر په خبره، دا ډول دروغ نه شي کولای چې د افغانانو ذهنونه خراب او له دوی سره د افغانانو د حساب مخه ونیسي.

د یادونې ده چې جنرال سمیع سادات ویلي و، چې حنیف اتمر د ده د وژلو پلان درلود، چې دی بیا د یو لوړي پوړي چارواکي له لوري خبر شو.