پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 843

مجاهد:متحده عربي اماراتو افغانستان سره د مرستې ډاډ ورکړی

د متحده عربي امارتو د دولت رئیس وایي، دوی له افغانستان سره د یو ورور هېواد په څېر مرسته کوي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې محمد بن زاید ال نهیان له رئیس الوزرا سره لیدنه کې د دواړو هېوادونو د نږدې‌والي هیله څرګنده کړې.

مجاهد زیاته کړې، چې رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند د متحده عربي اماراتو له ولسمشر مننه کړې او له افغانانو سره یې د یاد هېواد له بشري مرستو او پراختیایي پروژو هرکلی کړی دی.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت رئیس الوزرا د درملنې لپاره متحده عربي اماراتو ته تللی دی.

حبیب الرحمن سیاف:افغانستان کې د افراطي ډلې حاکمیت ښځې له خپلو حقونو او نارینه له خپل اختیاره بې برخې کړي

د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت د عالي شورا غړی او د پوهنتون استاد حبیب الرحمن سیاف د اګسټ د ۱۵مې په اړه وایي، افغانستان د یو پلان له مخې ترهګرو ته وسپارل شو.

ښاغلي سیاف نیوکه وکړه چې په افغانستان د افراطي ډلې حاکمیت ښځې له خپلو حقوقو او نارینه له خپل اختیاره بې برخې کړي دي.

حبیب الرحمن سیاف چې د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت د عالي شورا له نورو غړو سره په یوه انلاین غونډه کې خبرې کولې، ویلي چې اسلامي حکومت ولس ځانته را نږدې کوي، نه دا چې ظلم او د تورو تیارو خواته یې وړي.

نوموړي زیاته کړې چې په مونږ فرض ده چې د افغانستان مظلوم ولس د بنده ګانو له بنده ګۍ وژغورو.

هغه ویلي، چې ټول افغانان د مشارکت حق لري؛ خو نن چې کوم ظالم حکومت په افغانستان کې واکمن شوی نه پوهېږو چې له کوم دولت او کوم میکانیزم له مخې تعین شوی.

سیاف همدا راز ویلي چې که اسلامي تاریخ مطالعه کړو، څلور خلیفه ګان هم د مسلمانانو د رایو له مخې تعین شوي دي؛ خو طالبانو دا ټول حقوق په بدماشۍ تر پښو لاندې کړي.

د هغه په خبره، نن د افغانستان بې وزله وګړي په یو سفارت او بل سفارت سرګردانه ګرځي، چې ځان ته یو امن ځای ومومي.

هغه همدا راز له طالبانو غوښتي، چې خلکو ته حق ورکړئ او د خلکو غوښتنو ته اولیت ورکړئ تر څو ښه راتلونکی ولرو.

ډیلي شهادت: ګلبدین حکمتیار تېرو دریو میاشتو کې شل کتابونه لیکلي

ډیلي شهادت ورځپاڼه وایي، چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتيار په تېرو درې میاشتو کې شل بېلابېل کتابونه لیکلي.

دغې ورځپاڼې لیکلي، چې حکمتیار دا کتابونه په مختلفو عنوانونو کې لیکلي دي.

یادې ورځپاڼې زیاته کړې، چې ډېر ژر به ټولو داخل‌مېشتو او بهرمېشتو هېوادوالو ته د یادو کتابونو د چاپ خبر ورکړي.

دې ورځپاڼې همدا راز لیکلي، هغه هېوادوال چې په بهر کې اوسي، هغوی ته به په سافټ بڼه کتابونه ور ورسېږي.

د ټولنیزو رسنیو افغان کارونکي؛بهرني هېوادونه ورسره هغه تحصیلي اسناد نه مني چې د طالبانو حکومت له لوري تصدیق شوي وي

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر افغان کاروونکي وايي، بهرني هېوادونه ورسره هغه تحصیلي اسناد نه مني چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له لوري تصدیق شوي وي.

دوی وايي، اوس مهال ګڼ شمېر هغه خلک چې غواړي بهر کې لوړې زدکړې وکړي، له دې ستونزې سره مخ دي.

یادو کسانو غوښتنه کړې چې دا موضوع باید په جدي ډول وڅېړل شي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو دوی وايي چې د بهرنیو چارو وزارت له لوري یې د تحصیلي اسنادو تصدیق په عادي ډول روان دی.

افغان لوبغاړی عبدالکریم بدخشي؛نن شپه له تاجکستاني سیال سره لوبه ترسره کوي

د ازادو سیالیو افغان لوبغاړی عبدالکریم بدخشي نن شپه له خپل تاجکستاني سیال ایت‌الله مومنوف سره سیالي کوي.

عبدالکریم ۲۶ کاله او سیال یې ۲۳ کاله عمر لري، چې تر اوسه یې دولس سیالۍ ګټلې او څلور نور یې بایللې دي.

دا سیالۍ د “اې سي اې” سازمان په کوربه‌توب په مسکو کې ترسره کېږي.

خیبر پښتونخوا کې؛د ام پوکس ناروغۍ درې نوې پېښې ثبت شوي

0

خیبر پښتونخوا کې د ام‌پوکس ناروغۍ درې نوې پېښې ثبت شوې دي.

د خیبر پښتونخوا چارواکو ویلي، چې دا کسان څه موده وړاندې له متحده عربي اماراتو څخه راستانه شوي وو.

تر دې وړاندې پاکستان کې یوه ښځه پر دغې ناروغۍ اخته شوې وه.

دا یوه خطرناکه ناروغي ده چې اوس د روغتیا نړۍوال سازمان د نړۍ په کچه د دغې ناروغۍ له کبله د بېړنی روغتیايي وضعیت اعلان کړی دی.

د دغه سازمان مسوولینو د یادې ناروغۍ لپاره د واکسین د جوړونې په موخه د یوه کاري پروګرام له جوړولو هم خبر ورکړی دی.

دوی زیاتوي، د روغتیا نړۍوال سازمان د یادې ناروغۍ د راکابو کولو لپاره د واکسین د تولید لپاره د واکسینونو له تولیدي شرکتونو سره اړیکې ټینګې کړې دي.

ډونالډ ټرمپ؛له نتنیاهو غوښتي چې غزه کې ژر تر ژره جګړه پای ته ورسوي

0

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې له نتنیاهو یې غوښتي چې غزه کې جګړه ژر تر ژره پای ته ورسوي.

هغه د جمعې په ورځ یوې غونډې ته ویلي، چې نتنیاهو پوهېږي څه وکړي؛ خو ژر تر ژره باید دا جګړه تمامه کړي.

بایډن تېره میاشت امریکا ته سفر کړی و، چې له یو شمېر چارواکو سره یې کتلي وو.

د یادونې ده چې ټرمپ تر دې وړاندې هم غزه کې له جګړې سره مخالفت څرګند کړی و.

که څه هم تر اوسه اسرائیل په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې زیاته کړې چې غزه کې به د حماس تر له منځه وړلو پورې جګړه کوي.

کاناډا کې افغان کډوال:د بهرنیو هېوادونو د ښکاره او پټو جوړجاړیو نتیجه کې واک طالبانو ته ورکړل شو

کاناډا کې افغان کډوال وایي چې د اګست پنځلسمه د افغانانو لپاره یوه توره تاریخي ورځ ده.

دوی د کاناډا پارلمان مخې ته په یو اعتراضیه غونډه کې ویلي چې د بهرنیو هیوادونو د ښکاره اوپټو جوړجاړیو ، استخباراتي همکاریو او له پخوا تنظیم شویو پلانونو په نتیجه کې د افغانستان منتخب جمهوري نظام سقوط وکړ او طالب جنګیالیو ته د وسلې په زور په کابل کې د دولتي ادارو د تسخیر لاره هواره شوه.

دوی افغانستان کې روان وضعیت د دوحې د تړون پایله بللې ده.

دوی په یو صادر کړي پرېکړه لیک کې ویلي:”په تېرو دریو کلونو کې طالب جنګیالیو د هیواد په سیاسي حاکمیت او همدا راز په ټولو دولتي ادارو کې خپل انحصار وغزاوه، د پخواني حاکمیت مامورین، افسران، د ښځو او مدني ټولنو فعالان او ملت‌پال شخصیتونه یې د غچ اخیستنې په انګیزه په شکنجو، زندانونو او مرګونو وځورول، ښځې یې چې د هیواد نیم نفوس جوړوي، له خپلو اساسي حقونو لکه زده کړو او کار څخه محرومې کړې او په ټوله کې افغان ملت د خپل برخلیک د ټاکلو له حق څخه او له هغو آزادیو او حقوقو څخه بې برخې شو چې د اوږدې مودې مبارزې په ترڅ کې یې ترلاسه کړې ؤ.”

یادو لاریون کوونکو افغانستان کې د طالبانو غیر مشروع واکمني غندلې او له نړۍ یې غوښتي چې د افغانستان مسئلې ته جدي پام وکړي.

هند کې؛زرګونه مېرمنو پر یوې ډاکټرې د جنسي تیري له کبله لاریون کړی

0

کلکته کې زرګونو هندۍ مېرمنو لاریون کړی.

دوی دا لاریون تېره اوونۍ د کلکتې ښار په یو دولتي روغتون کې پر یوې ډاکټرې د جنسي تیري له کبله کړی.

لاریون کوونکو ښځو د یادې مېرمنې لپاره د عدالت غوښتنه کړې.

یادو ښځو زیاته کړې، دغه تیری په ډاګه کوي چې هند کې څومره مېرمنې په کار ځای کې له جنسي ځورونې سره مخ دي.

کاناډا؛د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې نجونې زنداني دي

د کاناډا د بهرنیو چارو، نړیوالې پراختیا او کډوالو چارو وزیرانو په یوې ګډې اعلامیې کې د افغان نجونو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې.

دوی ویلي، د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې نجونې پر خپلو کورنو کې زنداني دي.

یادو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې د افغانستان د امنیت په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې.

اعلامیه کې راغلي چې افغانستان کې ترهګرې ډلې فعالې شوې، چې سیمې او نړۍ ته لوی خطر دی.

دوی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د اسد ۲۴مه واک ته د طالبانو د رسېدو درېیمه کالیزه وه او طالبان لا هم د نجونو د زده کړو موضوع کورنۍ مسئله بولي او د ترهګرو ډلو شتون ردوي.