پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 845

عبدالباري جهاني طالب مشرانو ته:د رسول اکرم ص څخه نیولې بیا تر اوسه داسې خلیفه، امیر، سلطان یا پاچا مو لیدلی یا اورېدلی چې له خپلو خلکو او حتی له خپلو وزیرانو څخه مخ پټوي؟

د هیواد پیژندل شوی لیکوال او شاعر او د پخواني ولسمشر اشرف غني په کابینه کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالباري جهاني د «امارت» مشرانو ته په خپل څلورم لیک کې له هغوی پوښتلي، چې د حضرت رسول اکرم (ص) څخه نیولې بیا تر اوسه داسې خلیفه، امیر، سلطان یا پاچا مو لیدلی، لوستی یا اورېدلی دی چې له خپلو خلکو او حتی له خپلو وزیرانو څخه مخ پټوي؟

ښاغلي جهاني په دغه لیک چې حماسه میډیا ته یې استولی، په طالبانو نیوکه کړې چې په کابینه کې تر دې مهاله اصلي قدرت د پښتنو او هغه هم د یوه ټاکلي سمت د پښتنو اقوامو په لاس کي دی.

د اطلاعاتو او کلتور دغه پخواني وزیر د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړی چې ګوندي حکومت، د یوې خاصې لارې او ایدیالوژۍ حکومت، په یوه کثرالاقوام هیواد کې د یوه ځانګړي سمت او قوم حکومت ډېر دوام نه شي کولای.

د ښاغلي جهاني لیک به زمونږ په ویب پاڼې ژر خپور شي او د لیک نور جزیات هغې کې لوستلی شئ.

سمیع سادات:حنیف اتمر یې د وژلو پلان درلود

د افغان ځواکونو پخواني جنرال، سمیع سادات ویلي چې د ملي امنیت پخواني سلاکار حنیف اتمر د ده د وژلو پلان درلود.

ښاغلي سادات په خپل کتاب وروستي قوماندان کې چې تازه چاپ شوی لیکلي چې د کورنیو چارو پخواني مرستیال جنرال عبدالرحمن رحمن نوموړی له دغه پلان څخه خبر کړ.

سادات ویلي، جنرال رحمن دفتر ته ورغوښتی و او ورته یې ویلي وو چې ژوند یې خطر کې دی.

جنرال سمیع سادات دغه راز زیاته کړې چې د یو شمېر نورو هغو کسانو نوملړ یې هم ولید چې د وژل کېدو پلان یې نیول شوی و.

یو شمېر معترضې مېرمنې:د طالبانو واکمنۍ ویره او ډار خپور کړی

یو شمېر معترضو مېرمنو ویلي چې پر افغانستان د طالبانو واکمنۍ وېره او ډار خپور کړی.

یادې مېرمنې چې ځانونه د مقاومت شورا غړې معرفي کوي وایي، د طالبانو له بیا راتګ سره د ښځو ټول حقونه له منځه وړل شوي دي.

دوی وایي، د طالبانو له لوري د ښځو حقونو او نجونو د زدکړو په برخه کې به چوپ پاتې نشي.

یادو مېرمنو پر ملګرو ملتونو هم نیوکه کړې چې یو شمېر برخو کې یې طالبانو سره تعامل کړی او دوی ته یې ځینو برخو کې مشروعیت وربښلی.

د تورخم دروازه؛د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه

د تورخم دروازه د تګ راتګ لپاره خلاصه شوه

د ننګرهار د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند عبدالبصير زابلي ويلي، چې د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پرمخ خلاصه شوه.

د هغه په خبره، دا دروازه نن سهار اته بجې پرانېستل شوه.

زابلي ویلي، تېره شپه د تورخم کميسارۍ او پاکستاني لوري په دې اړه خبرې کړې وې.

د یادونې ده چې څلور ورځې مخکې د مومندرې ولسوالۍ د غوړکي په سيمه کې پاکستانیو ځواکونو پر افغان طالبانو د يوې پوستې د جوړولو پرمهال ډزې وکړي، چې بیا له نښتې وروسته د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پرمخ وتړل شوه.

د ښځو د عدالت غوښتنې غورځنګ:نړۍوال دې د طالبانو پر وړاندې غوڅ اقدام وکړي

د افغان ښځو د عدالت غوښتنې غورځنګ افغانستان کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو تړل یو وار بیا غندلي.

دوی له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو د دغه غیر قانوني کړنې پر وړاندې اقدام وکړي.

دوی د یوې اعتراضیه غونډې په ترڅ کې ویلي، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د نجونو تصویر په بشپړ ډول وژل شوی.

د دوی په باور، په دې برخه کې د نړۍ والې ټولنې غوڅ اقدام غوره پایلې لرلی شي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د اسد ۲۴مه د طالبانو حکومت واک ته د رسېدو خپله درېیمه کلیزه ولمانځله او د نجونو د زده کړو د خلاصون هېڅ څرک نه لېدل کېږی.

سیاسي شنونکي:د طالبانو راتګ سره افغانستان پخوانیو پیړیو ته ستون شو

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکو د اګست پنخلسمه توره ورځ بللې ده.

دوی ویلي، پر افغانستان د طالبانو حکومت بیا واکمني د افغانستان په تاریخ کې یو تریخ فصل دی.

د شنونکو په باور، د طالبانو له بیا راستنېدو وروسته افغانستان پخوانیو پیړیو ته ستون شو.

دا په داسې حال کې ده د اګست په پنځلسمه له شل کاله واکمنۍ وروشته جمهوریت ړنګ او پر ځای یې طالبان راغلل.

د هېواد ډېری اوسېدونکي هم دا ورځ د تورې ورځ په نامه نوموي او وایي چې د طالبانو واکمنۍ له نجونو د زده کړو، کار او ډېری نور حقونه واخیستل او همداسې د ځوانانو ژوند هم ورځ تر بلې د سختۍ خواته روان دی.

هېره دې نه وي چې پرون د اسد ۲۴مه طالبانو د خپلې بریا درېیمه کلیزه ولمانځله او دا ورځ یې د فتحې په نوم ونوموله.

یونسکو:طالبانو د افغانستان دوه لسیزې پرمختګونه له منځه یوړل

د ملګرو ملتونو علمي، کلتوري او ښوونیز سازمان یونسکو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې طالبانو د ۱.۴ میلیونو نجونو له زده کړو بې برخې کولو سره د یوه نسل راتلونکې له ګواښ سره مخ کړې ده.

طالبان د ۱۴۰۰ کال د اسد په ۲۴مه واک ته ورسېدل او په راتلونکي کال کې یې د نجونو په ثانوي او لوړو زده کړو بندیز ولګاوه.

یونسکو زیاته کړې چې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته په لومړنیو ښوونځیو کې د نارینه او ښځینه زده کوونکو شمیر ۱،۱ میلیونه کم شوی دی.

یونسکو ویلي چې د وتلو په اړه اندیښمن دي او کیدای شي چې زموږ وتل د ماشومانو په کم عمر کې کار او د کم عمره ودونو د زیاتوالي لامل شي.

یاد سازمان همدا راز ویلې چې یوازې په دریو کلونو کې طالب چارواکو په افغانستان کې د پوهنې په برخه کې نږدې دوه لسیزې دوامدار پرمختګونه له منځه یوړل او اوس د ټول نسل راتلونکی په خطر کې دی.

د مقاومت په نوم جبهه:کابل کې مو پنځه طالب سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله

د ملي مقاومت په نوم جبهې ادعا کړې چې د کابل شپږمې حوزې په مربوطاتو کې د یو برید په نتیجه کې یې پنځه طالب سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله.

دغه جبهې ویلي چې دا برید یې څو شېبې وړاندې ۸ بجې شاوخوا د «بختران قلعه، چهاردهي سړک» په سیمه کې ترسره کړو.

یادې جبهې زیاته کړې چې د دغه برید په نتیجه کې د طالبانو پوسته یې له منځه وړې.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

استاد سیاف:د افغانستان نظام د یوې شرمونکې دسیسې او جوړجاړي په پایله کې لمنځه ولاړ

جهادي مشر شیخ الحدیث والقران استاد عبدالرب رسول سیاف د طالبانو حکومت د درېیمې کلیزې په مناسبت نن په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې درې کاله وړاندې د افغانستان رژیم د یوې شرمونکې دسیسې او جوړجاړي په پایله کې ړنګ شو.

استاد سیاف ویلي چې په دې ورځ ښځې د کار او زده کړې له حق څخه بې برخې شوې او ټول دولتي جوړښتونه، بنسټونه ، بشري حقونه او بشري ارزښتونه تر پښو لاندې شول.

نوموړي زیاته کړې چې ډېری بې روزګاره ځوانان سیندونو کې د کبانو خوراک شول چې دا ظلمونه د اسلام تر نامه لاندې د طالبانو له لورې تر سره شوي دي.

دغه پخواني جهادي مشر طالبانو ته وړاندیز کړی چې که له ملت سره خواخوږي لري؛ نو ژر تر ژره دې د سولې خبرې پیل کړي.

هغه ویلي که د سولې خبرې ونه شي، طالبان به ټول هېواد او هېوادوال له سختو ستونزو سره مخ کړي.

سرچینې:څو شېبې وړاندې د کابل دارالامان کې چاودنه شوې

څو شېبې وړاندې د کابل په دارالامان سیمه کې چاودنه شوې.

یوې ځایي سرچینې حماسه میډیا ته ویلي، چې دا چاودنه شاوخوا ۸ بجې رامنځته شوې.

د دغې چاودنې د مرګ ژوبلې او نوعیت په اړه څه نه دي ویل شوي.

د طالبانو حکومت هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.