چهارشنبه, مې 20, 2026
Home Blog Page 844

نریندرا مودي پوتین ته:هند په اوکراین کې سوله غواړي

0

د هند لومړی وزیر نریندرا مودي وايي، په اوکراین کې جګړه باید په سوله‌ییزه توګه پای ته ورسېږي.

د بریکس له سرمشریزې سره هم‌مهاله نریندرا مودي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته ویلي چې، هند په اوکراین کې سوله غواړي.

نریندرا مودي دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د روسیې په کازان کې د بریکس سازمان سرمشریزه پيل شوې ده.

د یادونې ده چې ولادیمیر پوتین به د دې غونډې په څنډه کې د ملګروملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوتېریش سره وګوري.

د کابل په بازارونو کې یوه افغانۍ له لس زره ایراني تومان سره تبادله کیږي

د کابل په بازارونو کې افغانۍ په بې مخینې ډول لوړه شوې ده.

د کابل په بازارونو کې نن یوه افغانۍ له لس زره ایراني تومان سره تبادله کېږي.

نن سهار د افغانۍ ارزښت ۹۷۰ زرو تومان ته رسېده؛ خو درې بجې بیا د افغانیو قیمت لس زرو تومان ته پورته شو.

د یادونې ده، چې د نورو بهرنیو اسعارو پر وړاندې هم د افغانیو بیه لوړه شوې، چې نن یو ډالر په ۶۶.۷۲ افغانۍ تبادله کېږي.

کازان کې د بریکس سازمان ناسته؛طالبان لاهم د ګډون هېله لري

پداسې حال کې چې نن د بریکس سازمان ناستې لومړۍ ورځ ده؛ خو د طالبانو حکومت لا هم تمه لري چې دغې ناستې ته به وبلل شي.

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي ویلي، تمه لري چې په روانې او یاهم راتلونکي ناسته کې د ګډون بلنه ورکړل شي.


د یادونې ده چې د طالبانو حکومت تر دې وړاندې له روسیې څخه په یو لیک کې غوښتی وو چې په دغه ناسته کې د ګډون بلنه ورکړي.

د کورنیو او بهرنیو رسنیو افغان خبریالانو ته د طالبانو خبرداری؛عکس اخیستل جرم دی، او سرغړونکي یې په بند محکومیږي

له بادغيس څخه یو شمیر سرچینې وایي د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رٸيس مطيع الله متقي خبريالانو ته خبرداری ورکړی، چې له دې وروسته دې کورنيو او بهرنيو رسنيو ته انځور نه اخلي.

متقي خبریالانو ته ویلي، چې کورنیو او بهرنیو رسنیو لپاره انځور اخيستل جرم ګڼل کېږي.

په ورته وخت کې د لغمان او ننګرهار ولایتونو یو شمېر خبریالان وايي، د طالبانو د امر بالمعروف د سرپرست وزیر په غونډه کې خبریالانو ته د تصویر او فلم اخیستلو اجازه نه ده ورکړل شوې.

ایران:هغه ډله مو نېولې چې افغان وګړي یې د پیسو لپاره برمته کول

د ایران حکومت ویلي، هغه ډله یې نیولې، چې په دغه هېواد کې به یې افغان وګړي د پیسو لپاره برمته کول.

ایراني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله ویلي، چې د دغې ډلې مشر د هرات ولایت اوسېدونکی دی او ډله یې د وحشي پړانګانو په نوم پېژندل کېدله.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، نوموړی کس افغانستان کې د وژنو په تور بندي وو، خو د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له زندانه ازاد او ایران کې یې د جرمي کړنو شبکه فعاله کړې وه.

که څه هم ایراني حکومت د یادې ډلې په اړه نور معلومات نه دي ورکړي؛ خو ویلي یې دي، چې دوی څه موده وړاندې له تهران څخه د یو افغان سوداګر د تښتولو هڅه هم کړې وه.

اسراییلو؛د غزې تړانګې شمال کې ګڼ بریدونه کړي

0

اسراییلو د غزې تړانګې په شمال کې د بریدونو په دوام کې ګڼو فلسطینانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

په غزې تړانګه کې روغتیایي چارواکو اسوشېټېډپرېس خبري اژانس ته ویلي چې د غزې په شمال کې یې د اسراییلو د دوشنبې ورځې په هوایي او ځمکنیو حملو کې له ۱۲ زیاتو وژل شویو مړي راټول کړي دي.

په غزې تړانګې کې د عامې روغتیا وزارت عاجلې څانګې ویلي، چې په وژل شویو کې ۶ تنه هغه نارینه دي چې د دوشنبې ورځې په سر کې د جبالیا ښار د بې ځایه شویو کمپ ته د څښاک اوبو د تر لاسه کولو لپاره ورغلي وو.

د یادونې ده چې اسراییلو د دوشنبې په ورځ د لبنان په سویل کې د یوه برید له امله بخښنه وغوښته، خو د غزې تړانګې په شمال کې یې بیا خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

طالبانو؛هرات کې ۳۰ بېلابېل وحشي مرغان طبعیت کې خوشي کړي

د هرات طالب چارواکي وایي، چې په طبعیت کې ۳۰ بېلابېل وحشي مرغان یې خوشې کړي دي.

دوی ویلي، چې دغه مرغان د چاپېريال ساتنې د سرغړوونکو له‌خوا د سپين ادې او د مرغانو پلورونکو له بازار څخه راټول شوي وو.

طالب چارواکو زیاته کړې، چې دوی په جدي توګه د وحشي ژوو د ښکار، انتقال، قاچاق، پېر او پلور مخه نیسي.

د یادونې ده چې افغانستان د خپلو وحشي مرغانو سربېره، د نایابه مرغانو د موسمي مهاجرت په مسیر کې هم دی چې هر کال د هند بحر څخه سایبریا ته او برعکس مهاجرت کوي.

پوتین؛د بریکس سرمشریزې په پای کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره ګوري

0

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د برېکس سرمشریزې په پای کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره وګوري.

د پوتین مرستیال یوري یوشاکوف ویلي، چې له انټونیو ګوترېش سره به دا لیدنه په کازان کې د سرمشریزې په څنډه کې وشي.

د برېکس سرمشریزه به نن د سه شنبې په ورځ پیل شي او تر پنجشنبې پورې به دوام وکړي.

په دې سرمشریزه کې د روسیې پر ولسمشر سربېره، د برازیل، هند، چین، جنوبي افریقا او یو شمېر نورو هېوادونو مشران ګډون کوي.

د اوکراین دفاع وزیر:د جګړې په ډګر کې اوکراین د امریکا بشپړ ملاتړ ته اړتیا لري

0

د اوکراین د دفاع وزیر رستم عمروف ویلي، واشنګټن پر دغه هېواد د روسیې د یرغل له پیل راهیسې له کییف سره څه باندې ۶۴ میلیارده ډالره پوځي مرسته کړې ده.

رستم عمروف د امریکا د دفاع له وزیر لوید آسټین سره په کتنه کې ویلي، چې د جګړې په ډګر کې د اوکراین بریا د امریکا بشپړ ملاتړ ته اړتیا لري.

عمروف دغه څرګندونې کییف ته د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټین د سفر پر مهال کړې دي.

لويد آسټین په دغه سفر کې اوکراين ته د ۴۰۰ ميليونو ډالرو نورې مرستې اعلان هم کړی دی.

ویل کېږي چې په دې مرستو کې د هوايي دفاع سیسټمونه، توپچي تجهیزات او نورې وسلې او د روزنې تجهیزات شامل دي.

اسماعیل بقایي:ایران هڅه کوي چې له افغانستان د ایران د اوبو حق واخلي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وايي، دغه هېواد هڅه کوي چې د طالبانو په واکمنۍ کې له افغانستانه د ایران د اوبو حق واخلي.

اسماعیل بقایي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي قُمي دغه موضوع تعقیبوي.

د طالبانو حکومت هر کله ویلي چې د ۱۳۵۱ کال د تړون له مخې یې ایران ته خپله حقابه ورکړې ده.

بل لورته د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ د کمیسیون غړي فدا حسین مالکي ویلي وو چې دغه هیواد ته د هیرمند د اوبو د حقونو د ورکولو په اړه د طالبانو ادعاوې حقیقت نه لري او طالبان د سېلاب اوبه د حق ورکولو په معنا ګڼي.