پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 842

حقاني:حاکمیت کې باید قدرت ارمان نه وي

د طالبانو حکومت لوړ پوړی غړی انس حقاني وایي، په حاکمیت کې باید د قدرت تر شا تر قدرته ستر ارمان ولاړ وي.

هغه د خپلواکۍ د ۱۰۵مې کالیزې په مناسبت لیکلي چې، “د امیردوست محمد خان د زامنو تر منځ د قدرت پر سر شخړې، د امیرشېرعلي خان ناسمو محاسبو او کورنیو لانجو او د امیر عبدالرحمن خان د قدرت تندې په ۱۸۷۹ کې راڅخه په بهرني سیاست کې خپلواکي او نور مهم څه واخېستل، داسې چې د تاریخ د دې زخمونو خولې لا راټولې نه دي.”

د یادونې ده چې نن د خپلواکۍ ۱۰۵مه کالیزه د طالبانو حکومت له لوري هم په دفاع وزارت کې ونمانځل شوه.

ټرمپ:کاملا هرېس ته ماتې ورکول اسانه دي

0

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، کاملا هرېس ته ماتې ورکول تر بایډن ډېر اسانه دي.

هغه پنسلوانیا کې یوې غونډې ته ویلي چې په ډېرې لېوالتیا سره له هرېس سره مناظرې ته په تمه دی.

تر دې وړاندې هرېس ویلي وو چې تر ولسمشرې کېدو وروسته به د توکو بیې راټیټې کړي.

بل لورته ځینو ټولپوښتنو ښودلې چې د هرېس تر نوماندېدو وروسته؛ د پخوا په پرتله د بایډن پلویان کم شوي دي.

د طالبانو حکومت:د هرات د اورلګېدنې زیانمنو سره مالي مرسته کوو

د طالبانو حکومت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې عمومي مشر نورالدين ترابي ویلي، له هغو خلکو سره به مالي مرسته وکړي چې د هرات ګمرک اورلګېدنې پېښه کې ورته زیان رسېدلی .

ترابي هرات ته په خپل سفر کې له قربانیانو سره ژمنه کړې چې د هرات ګمرک د اورلګېدنې په تړاو به هر اړخیزې څېړنې وکړي.

د هغه په ​​وينا، د اورلګېدنې د لامل له څېړنې او د اوښتي مالي زيان له معلومولو وروسته به طالبان هڅه وکړي څو د پېښې قربانيانو ته مالي مرستې وړاندې کړي.

لاهم د یادې اورلګېدنې د علت او اوښتو زیانونو په اړه معلومات نشته.

یعقوب مجاهد:دوښمنانو ته په غر او هواره کې ځای مه ورکوئ

د طالبانو حکومت د خپلواکۍ د ۱۰۵مې کالیزې په مناسبت افغانانو ته مبارکي ورکړې.

دوی یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې افغانان سل کاله وروسته هم د ازادي ګټلو روحیه لري.

په همدې اړه جوړو شویو مراسمو کې د طالبانو حکومت د دفاع سرپرست مولوي یعقوب مجاهد ویلي، چې مسؤلین باید له تعصب لاس واخلي او خلک یووالي ته وهڅوي.

هغه زیاته کړې چې موږ د هیچا فرمایش نه منو، موږ یوازې د خپلو امیرانو اطاعت کوو.

نوموړي په خلکو غږ کړی چې دوښمنانو ته په غر او هواره کې ځای مه ورکوئ.

د طالبانو حکومت؛د جمهوریت د وخت کارمندان له دندو منفک کوي

یو شمېر راپورونه وايي چې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د « هارټ او اي ډي جي» امنتیي کمپونو څخه د جمهوریت د وخت ګاردان منفکوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اړوند د کشف او جرايمو سره د مبارزې رياست د رييس ملا عزيز الله محمود، د ډاياک مدیریت لوی مدير بشير احمد منير او د هغه همکار مدير قاري سميع الله د تېرو پنځو مياشتو راهيسي د سلګونو هغو کسانو ليستونه چمتو کړي چې په تېر جمهوريت کې يې دندې تر سره کړې وې او اوس دلته پر دندو بوخت وو.

که څه هم واک ته د طالبانو حکومت تر رسېدو وروسته؛ د پخواني حکومت ګڼ شمېر کار کوونکي منفک شوي؛ خو ویل کېږي چې دغه دفتر هره اوونۍ له لسو تر پنځلسو هغه کسان له دندو منفک کوي چې په تېر حکومت کې یې دندې کولې.

حماس ډلې؛غزه کې د اوربند لپاره نوي شرطونه رد کړي دي

0

حماس ډلې غزه کې د اوربند لپاره نوي شرطونه رد کړي دي.

په غزې کې د اوربند لپاره په راغلو شرطونو کې یو یې دا و چې مصر سره نږدې به د غزې پر پوله د اسرائیل پوځیان ځای پر ځای کړي.

حماس دغه راز له هغه شرط سره هم مخالفت ښودلی، چې دوی به د اسرائیل یرغمل شوي کسان د فلسطیني بندیانو په بدل کې خوشې کوي.

بل لورته نتنیاهو غزه کې د اوربند په اړه له منځګړو هېوادونو غوښتي چې حماس د هغه چوکاټ منلو ته وهڅوي چې بایډن جوړ کړی.

د یادونې ده چې غزه کې د اوربند لپاره خبرې پیل شوې، چې منځګړي هېوادونه یې وایي چې دواړه لوری یې اوربند ته نږدې شوي دي.

افغانستان او ازبکستان؛د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره یو شمېر تړونونه لاسلیک کړل

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا تړونونه لاسلیک شول.

دا تړونونه د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ملا برادر او د ازبکستان د لومړي وزیر عبدالله عاروف ترمنځ لاسلیک شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي برخو کې پنځه تړونونه شوي.

په دغو مراسمو کې د ازبکستان لومړي وزیر ویلي، چې دوی له افغانستان سره همکارۍ ته ژمن دي او باور لري چې له اوسني حکومت سره له تعامل پرته په سوداګریزو برخو کې پرمختګ ناشونی دی.

عبدالکریم بدخشي؛له خپل تاجکستاني سیال څخه ماتې وخوړه

د دې لوبې درې واړو پاڼیو کې د بدخشي امتیازونه له خپل سیال کم وو.

دا سیالۍ د ACA د سازمان له‌ خوا د روسیې په پلازمېنه مسکو کې جوړه شوې وه.

کریم بدخشي، له‌دې مخکې اووه لوبې کړې وې چې دوه یې بایللې وې.

بل لورته مومنوف تر بېګانۍ لوبې وروسته د بریاوو شمېر دیارلسو ته ورسوو.

د ګډو رزمي ورزشونو یا MMA افغان لوبغاړي عبدالکریم بدخشي تېره شپه له خپل تاجکستاني سیال ایت‌الله مومنوف ماتې وخوړه.

د دې لوبې درې واړو پاڼیو کې د بدخشي امتیازونه له خپل سیال کم وو.

دا سیالۍ د ACA د سازمان له‌ خوا د روسیې په پلازمېنه مسکو کې جوړه شوې وه.

کریم بدخشي، له‌دې مخکې اووه لوبې کړې وې چې دوه یې بایللې وې.

بل لورته مومنوف تر بېګانۍ لوبې وروسته د بریاوو شمېر دیارلسو ته ورسوو.

سیمه ییزې سرچینې:د تورخم دروازه یو ځل بیا د تګ راتګ پر مخ وتړل شوه

سیمه‌ییزې سرچینې وایي، نن سهار وختي د پاکستان له لوري د تورخم دروازه يو ځل بيا د مسافرو په مخ تړل شوې ده.

د معلوماتو له مخې، اوسمهال د دروازې دواړو غاړو ته لسګونه لارۍ او سلګونه مسافر بند پاتې دي.

مسؤلو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې د تورخم دروازه تېره اونۍ هم تړل شوې وه.

اسرائیل:لبنان کې مو د حزب الله ډلې شپږ کسان وژلي

0

اسرائیل د لبنان د جنوب په نبیطه او وادي
الکفور سیمو بمبار کړی.

د لبنان روغتیا وزارت ویلي چې په دغه برید کې شپږ کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

بل لورته اسرائیل هم ویلي چې د جمعې په ورځ یې پر حزب الله ډلې بریدونه کړي.

حزب الله ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د هنیه تر وژل کېدو وروسته حزب الله ډلې پر اسرائیل بریدونه زیات کړي دي.