چهارشنبه, جون 17, 2026
Home Blog Page 839

ایراني چارواکي:۷۰۰ افغان متخصص ډاکټران ایران کې فعالیت کوي

ایران وایي، په دغه هېواد کې نږدې ۷۰۰ افغان ‌متخصص ډاکټران په کار بوخت دي.

د یاد هېواد د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو د مرکز رییس ویلي، ځینې افغان کډوال چې ایران کې د اوسېدو قانوني اسناد لري، خدماتي بنسټونو سره د همکارۍ له لارې یې د اړینو خدماتو کارتونه ترلاسه کړي.

دا خبر داسې مهال ورکول کېږي، چې اوس مهال ایران کې د افغان کډوالو وضعیت تر ټولو سخت حالت ته رسېدلی دی.

غزه کې؛د اسراییلو تازه بریدونو ۷۰ تنه وژلي

0

غزه کې د اسراییلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۷۰ کسان وژل شوی دی.

رویټرز راپور ورکړی، چې د غزې په تړانګه کې اسراییلو په یو شمېر کورونو هوایي بریدونه کړي، چې ګڼ شمېر کسان یې وژلي.

بل لورته د فلسطین د بېړنیو خدماتو ډلې ویلي، چې دا بریدونه د خلکو په کورونو شوي او ښايي لس کسان نور تر خاورو لاندې وي.

اسراییلي ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جوبایډن؛پر اسرائیلو د اته میلیارده ډالرو پر ارزښت وسلې پلوري

0

د امریکا ولسمشر جوبایډن د خپلې ولسمشرۍ په وروستیو اقداماتو کې پر اسراییلو د اته میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي وسلې پلوري.

د اکیوس خبري ویب‌پاڼې هم راپور ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کانګرس ته په اسراییلو د اته ملیارد ډالرو وسلو د پلور خبر ورکړی.

راپورونه وایي، بایډن ویلي، اسراییل حق لري چې د ایران او نورو ډلو د بریدونو په وړاندې د خپلو خلکو دفاع وکړي.

د یادونې ده چې نږدې څلور میاشتې وړاندې د بایډن حکومت اسراییلو سره د جنګي الوتکو په ګډون د ۲۰۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د پوځي وسلې د پلور ژمنه کړې وه.

بهر میشتي خبریالان:طالبانو تېرو درې کالو کې ۱۷ خبریالان وژلي

په امریکا او شمالي اروپا کې مېشتو افغان خبریالانو په یو راپور کې ویلي، چې طالبانو په تېرو شلو کالونو کې ۱۸۰ خبریالان وژلي دي.

دغه راپور کې د طالبانو حکومت له واک ته رسېدو وروسته د افغان خبریالانو وضعیت ته کتنه شوې او ویل شوي، چې د طالبانو په بیا واکمنۍ کې ۱۷ خبریالان په کور دننه وژل شوي او یا یې د دوی د محدودیتونو له کبله ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز بیا ۲۸ نور خبریالان په هېواد کې دننه او بهر ټپیان شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه راز بیا تر درې سوو زیات خبریالان د طالبانو له لوري نیول شوي دي.

د یادونې ده چې واک ته د طالبانو حکومت له رسېدو وروسته په رسنیو ګڼ محدودیتونه لګول شوي دي.

حلیم فدایي:د جمهوریت بې کفایته جاسوسان خپل بادار له طالب سره مارچه کړل، اوس یې نه بادار مني او نه ولس ته مخ لري

د پکتیا پخوانی والي محمد حلیم فدایي وایي، چې د جمهوریت بې کفایته جاسوسان خپل بادار له طالبانو سره مارچه کړل، اوس یې نه بادار مني او نه ولس ته مخ لري.

نوموړي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، که طالب د پردیو جاسوس ګڼل کېږي؛ نو بیا باید د ایران، روسیې او نورو جاسوسانو ته هم برائت ورنه کړل شي.

فدایي زیاتوي جاسوس که د هر شعار لاندې وي؛ نو جاسوس بلل کېږي.

هغه دغه راز زیاته کړې چې ستاسې له لاسه سم خلک بدنام شول.

رحمت الله اندړ:حفیظ منصور او عباس ستانکزي ته ډایلاګونه یو ډایرکټر ورکړي

جمهوري حکومت کې د ملي امنیت شورا پخوانی ویاند رحمت الله اندړ وایي، حفیظ منصور او عباس ستانکزي ته ډایلاکونه یو ډایرکټر ورکړي.

ښاغلي اندړ په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي:«‏د ستانکزي صیب تمثیل او ډیلاګ ته خلک ډېر خوښ دي، خو دوی دا خبرې له پامه غورځوي چې شل کاله ټول طالبان د پاکستان په لمن کې پراته و، د ارام او استراحت ځای یې پاکستان و، د هر مشر له الف تر یا ټول مالومات یې له پاکستان سره دي، د دوحي ټوله پروسه د پاکستان لخوا چینل کېده، د دوحي د هرې ناستې جزئیات به له پاکستان سره شریکیدل، دوحي ته به طالب استازي له پاکستانه راتلل، په حقیقت کې د دوحي قرارداد د امریکایانو او پاکستان تر منځ و او طالبان په لاشعوري ډول د شطرنج د ګاټو په څېر کاریدل او ښوریدل.»

د نوموړي په خبره، د دوحې پروسه پاکستان مدیریت کوله او امریکا ته یې دا ښودله چې طالبان هم د دوی له ولکې نشي وتلی.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي ویلي، هر هغه چا چې د افغانستان خاوره خرڅه کړې، اغزن تار پرې کش شوی او دوی ترې تللي؛ نو خیانت یې د افغانستان په تاریخ کې ثبت شوی.

بلوچ ازادي غوښتونکو؛تربت کې پر پاکستاني پوځیانو د برید مسؤلیت ومانه

0

بلوچ ازادي غوښتونکو د بلوچستان په تربت کې پر پاکستاني پوځیانو د برید مسؤلیت ومانه.

یادې ډلې یوې اعلامیې کې ویلي، چې د دوی کسانو د پاکستاني پوځیانو پر موتر ځانمرګی برید کړی.

بل لورته یوې سرچینې ویلي، پر دغه برید کې نږدې ۵۰ ایف سي ځواکونه وژل شوي.

دا برید نن ماښام ترسره شوی دی.

د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ډاکټر فضلي:مجاهد او طالب د راولپینډۍ استازي دي، د ډیورنډ په اړه یې دریځ ته ملي ویل له تاریخ څخه ناخبري ده

جمهوري حکومت کې د چارو ادارې لوی رییس فضل محمود فضلي ویلي، چې ‏د ډیورنډ فرضي کرښه او د راولپنډۍ د دفتر ایجاد د بریتانوي استعمار هغه میراثونه دي چې هېڅ افغان ته د منلو وړ نه دي.

نوموړی وایي، مجاهد او طالب هم د راولپنډۍ (د استعمار د استازي) تولید شوي عناصر دي او دا به د ملي پالو افغانانو لویه تېروتنه او د تاریخ څخه د نه زده کړې نښه وي چې د ډیورنډ کرښې په اړه د طالب څرګندونو ته د “ملي دریځ” نوم ورکړي.

فضلي د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د طالبانو څرګندونې یوازې د پنډۍ او طالب د ګډې سینما يوه صحنه بللې ده.

د سوریې له نوي حکومت سره؛د وسله والو ډلو یوځای کېدو لړۍ پیل شوه

0

د سوریې انتقالي حکومت د دفاع وزارت خبر ورکړی، چې له دوی سره د نورو وسله والو ډلو د یو ځای کېدو لړۍ پیل شوه.

دوی یو ګډ انځور خپور کړی، چې پکې د بېلابېلو وسله والو ډلو مشران لیدل کېږي.

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې په دې اړه دمشق کې ناسته هم شوې وه.

بلوچستان تربت؛پر بس موټر د چاودنې له کبله ګڼ شمېر پاکستاني پوځیان وژل شوي

0

بلوچستانۍ خبریاله باهوټ بلوڅ وايي، چې د بلوچستان په تربت ولسوالۍ کې پر هغه بس چاودنه شوې، چې پاکستاني پوځیان په کې سپاره وو.

د بلوڅ په خبره، په چاودنه کې لسګونه پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

نوموړې ویلي، د پاکستان پوځ سیمه کلابنده کړې او هیڅوک د پېښې ځای ته نه پرېږدي.