سه شنبه, جون 16, 2026
Home Blog Page 837

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر:له کویټ څخه غواړو چې سوریې سره دیپلوماتیکې اړیکې بیا پیل کړي

0

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسد الشیباني له کویټ څخه وغوښتل چې په دمشق کې خپل سفارت بیرته پرانیزي او له سوریې سره دیپلوماتیکې اړیکې بیا پیل کړي.

اسد الشیباني دا غوښتنه دمشق ته د کویټ د بهرنیو چارو وزیر عبدالله علي ال یحیی د سفر پر مهال کړې ده.

نوموړي ویلي چې موږ په کویټ کې له خپلو وروڼو څخه غواړو چې ژر تر ژره خپلې اړیکې له دمشق سره بیا پیل کړي.

د یادونې ده چې واک ته د سوریې د نوي حکومت له رسېدو وروسته ددغه حکومت چارواکو د ډېری هېوادونو له استازو سره کتلي او د دوه اړخیزو همکاریو غوښتنه یې کړې ده.

تحریرالشام؛میساء صابرین د مرکزي بانګ د مشرې په توګه وټاکله

0

د سوریې د نوي حکومت چارواکو میساء صابرین د دغه هیواد د مرکزي بانک د مشرې په توګه وټاکله.

میساء صابرین لومړنۍ ښځه ده چې د دغه بانک په تاریخ کې تر ټولو لوړ مقام ته رسیږي.

میساء صابرین تر دې مخکې د سوریې د مرکزي بانک د لومړۍ مرستیالې او د دغه بانک د فعالیتونو د څارنې د مشرې په توګه کار کړی دی.

د یادونې ده چې د سوریې نوي حکومت واک ته له رسېدو وروسته په دغه هېواد کې ګڼ بدلونونه رامنځته کړل او د ښځو پر فعاله ونډې ټینګار کوي.

نبیل:طالبان په نظامي قول اردوګانو کې تروریستان روزي

د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وایي، طالبانو د قاري او حافظ په نومونو نظامي قول اردګانې د تروریزم په مرکزونو بدلې کړې.

ښاغلي نبیل په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، دوی یوازې په دې کار د نړیوالو سترګو کې خاورې ور اچوي، چې خپلو تروریستي ډلو ته د نظامي تمرین یو څو ټکي ووایي او یوازې دا ورزده کړي، چې ښي طرف وګرځه او چپ طرف وګرځه.

هغه ویلي، طالبان د مصنوعي ځیرکتیا په دوران کې هم هڅه کوي، چې خرما د الوګانو په نوم خرڅې کړې.

نبیل زیاتوي، طالبان باید وپوهېږي، چې په دا ډول دوام نشي کولای.

سراج الدین حقاني؛د چین له سفیر سره د واخان د ستراتېژیک اهمیت په اړه غږېدلی

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د چین له سفیر ژاوشینګ سره کتلي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې دواړو لوریو په دغه لېدنه کې د واخان دهلیز د ستراتیژیک دهلیز پر اهمیت، د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او د مسافرو د الوتنو د زیاتوالي په اړه خبرې کړې دي.

د یادونې ده چې واک ته د طالبانو حکومت له رسېدو وروسته چین له طالبانو سره اړېکې پراخې کړي؛ خو تر اوسه یې په رسمیت نه دي پېژندلي.

صادق خان:کابل ته د سفر معلومات مې له شهباز شریف سره شریک کړل

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق وايي، کابل ته یې د خپل وروستي سفر په اړه د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ته معلومات ورکړل.

صادق خان په خپله ایکس‌پاڼه له شهباز شریف سره د خپلې لیدنې خبر ورکړی.

نوموړي ویلي، چې له نواز شریف سره یې د طالبانو او پاکستان پر روانو حالاتو او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې صادق خان کابل ته راغلی و او له له لوړ پوړو طالب چارواکو سره یې وکتل.

خیبر پښتونخوا؛مانسهره کې په دوه پاکستاني پولیسو برید شوی

0

د خیبر پښتونخوا په مانسهره سیمه کې نامعلومه وسله والو پر پولیسو برید کړی.

په دغه برید کې د یاسر په نوم یو پولیس وژل شوی او بل پولیس مرګونی ژوبل شوی دی.

ددغې برید مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې ګڼې امنیتي پېښې رامنځته کېږي چې مرګ ژوبله هم اړوي.

احمد الشرع؛د اوکراین او سوریې ترمنځ اړیکې ستراتېژیکې بللې

0

د سوریې نوي واکمن احمد الشرع د اوکراین د بهرنیو چارو له وزیر اندري سیبیها سره په کتنه کې د دمشق او کییف ترمنځ اړیکې ستراتیژیکې وبللې.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر چې د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ دمشق ته تللی، د سوریې له موقت حکومت سره ژمنه کړې چې د غلې دانې نورې کښتۍ به د سوریې د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره دغه هېواد ته ولیږي.

د یادونې ده چې واک ته د احمد الشرع له رسېدو وروسته د ګڼو هېوادونو له استازو سره یې وکتل او د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا ژمنې یې وکړې.

پاکستان؛دوو جلا ترافیکي پېښو کې ۱۸ تنه وژل شوي

0

پاکستان کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې ۱۸ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان رسنیو خبر ورکړی چې دغه ترافیکي پېښې په سند او پنجاب ایالتونو کې رامنځته شوې دي.

دوی ویلي، چې په دغو پېښو کې یوه د سند ایالت مورو ښار ته څېرمه د یوه موټر او لارۍ يوبل سره ټکر کړى او په بله پېښه کې د پنجاب ایالت په اټک ولسوالۍ کې یو بس اوښتی دی چې دواړو پېښو ۱۸ تنه وژلي.

د ایران د پارلمان غړی:طالبانو سره د اړیکو جوړول بې ګټې دي

د ایران د پارلمان د امنیتي او بهرنیو اړیکو د کمېسیون غړي ابوالفضل زهراوند ویلي، چې له طالبانو سره د اړیکو جوړول بې ګټې دي.

هغه د طالبانو په سیاست نېوکه کړې او ویلي، چې ترکیه په افغانستان کې ډېر بندونه جوړوي چې د ایران په زیان تمامیږي.

د یادونې ده چې ایران له څه باندې درېيو کالونو راهیسې د هلمند سیند د اوبو د حقابې پر سر له طالبانو سره اختلافات لري او دغه اختلافات د ایران او طالبانو ترمنځ د سړو اړیکو لامل هم شوي.

سرګي لاوروف:منځني ختیځ کې د اوسنیو ستونزو او تاوتریخوالي مسووله امریکا ده

0

ټاس خبري اژانس وایي، چې ‏د روسیې بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف ویلي، چې د ایران او اسراییل ترمنځ کړکېچ خطرناک حالت ته رسېدلی دی.

ټاس د سرګي لاوروف له قوله ویلي چې په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې او د ایران او اسراییل مخامخ کېدل خطرناکې پولې ته رسېدلې دي.

ټاس دغه راز ویلي چې لاوروف په منځني ختیځ کې د دوامداره کړکېچونه او د تاوتریخوالي د تکرار مسووله امریکا ګڼلې.

نوموړي دغه راز ویلي چې امریکا د عرب هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.